کور / تازه خبرونه / همايون حميدزاده: له امريكا سره مو اړيكي سمي دي

همايون حميدزاده: له امريكا سره مو اړيكي سمي دي


د ولسمشر كرزي وياند همايون حميدزاده هغه خبرونه ردوي چي وايي د كابل او واشنګټن اړيكي مخ د خرابۍ پر خوا رواني دي.
دغه اندېښنې وروسته له هغه راپورته سوې چي افغان ولسمشر د روسيې د جمهور رئيس ديميتري ميديوف د دفاعي مرستو وړانديز ته ښه راغلى ووايه.
حامد كرزي د نومبر په مياشت كي له روسيې څخه د پوځي مرستي غوښتنه كړې وه، او د روسيې ولسمشر تېره اونۍ مثبت ځواب ورته ووايه.
د رواني اونۍ په پيل كي ولسمشر حامد كرزي د دفاع وزارت د پوځي اكاډمۍ محصلينو ته د فراغت پر مهال وويل، كه لوېديځ هيوادونه او امريكا پوځي مرستي ورسره ونكړي، دوى به يې له نورو هيوادونو څخه وغواړي.
د ولسمشر حامد كرزي وياند وايي له روسيې څخه د پوځي مرستو غوښتنه د امريكا سره د اړيكو د خرابۍ په معنا نه ده، بلكي د افغان ملي پوځ اكثره موټران، الوتكي او وسلې روسۍ دي، چي بايد پرزې يې هم له روسانو څخه رانيول سي.
خو كارپوهان وايي د ولسمشر كرزي پورتنۍ ګوتڅنډنه د امريكا نوي ولسمشر باراك اوباما ته يو خبردارى دئ، چي كه د راروانو جمهوري رياست انتخاباتو دپاره له حامدكرزي څخه ملاتړ ونكړي، دوى به يې له پخواني حريف روسيې سره د اړيكو يو نوى باب پرانيزي.