کور / تازه خبرونه / د اوباما درې زره پوځيان افغانستان ته ننوتل

د اوباما درې زره پوځيان افغانستان ته ننوتل


د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي امريكا افغانستان ته درې زره نوي امريكايي پوځيان ولېږل.
د ا د هغو ۳۰۰۰۰ امريكايي پوځيانو لومړۍ لېوا ده، چي د امريكا نوي ولسمشر باراك اوباما يې په باب وختي لا پرېكړه كړې وه. نوموړي ويلي وه، چي له عراق څخه به خپل پوځيان وباسي او يوه برخه به يې په افغانستان كي ځاى پر ځاى كړي.
د راپور له مخي افغانستان دغه پوځيان به د كابل په ګاونډيو ولايتونو ميدان وردګ او لوګر كي ځاى پر ځاى سي.
لوګر او ميدان وردګ دواړه په دې وروستيو كي د طالبانو د فعاليتونو په مركزونو بدل سوي دي، چي د چارواكو په وينا د دواړو ولايتونو حالت د پلازمېني كابل پر امنيت هم تاثير لرلئ دئ.
بلي خواته د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس وايي افغانستان د امريكا دپاره يوه ننګونه ده، د نوموړي په وينا په افغانستان كي د سولي ټينګښت د عراق تر جګړې سخت دئ.