کور / هستوي فزيک / دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی

دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی






    پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی    ځدراڼ
    دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران

    ( طبي لکچرنوټ : پینځمه برخه ) 
     

لیکوالان  :    پوهنوال ډاکټرنظرمحمد ،سلطانزی ځدراڼ


            دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمدسلطانزی ځدران 


                              دجرمني هیواد، نیټه :   دجنوري میاشتې شپاړسم ۱۶ /  ۱/٢٠٠۹ 


دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو سرچینه Hematopoietic stem cells Source :


دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرې  HSCs دسترسړي د پلنوهډوکوپه مغزکې لکه د پښتۍ ribs هډوکي ،دملاتیر Spine ، حوصله Pelvis  ، دسرکوپړۍ Skull اودسټرنوم sternum په هډوکوکې شتون لري .




په ۱–شکل کې دوینې  هغه حجرې ښوول شوې دې چې دهډوکي په مغزکې پیداکیږي . دبیلګې په توګه میلوسایتMyelocyte ، وازده Fat ،میلوپلاکسMyeloplaxe ، سره کرویات Erythrocyte ،نورموبلاست Normoblast،اییزینوفیل Eosinophil cell،


سړی کولای شي چې بنسټیز حجرې دحوصله Pelvis   هډوکي څخه  دیوې ځانګړې ستنې په مرسته ترلاسه کړي . همدارنګه دکلینیکي اوساینسي څیړنوپه موخه کیدای شی چې  HSCs بنسټیزحجرې  دنامه په غوټی پورې اړوندبرخې اویا دبلاربښت هډیانې پلاسنتا Placenta څخه  راویستل شي   . په بدن کې بهیدونکې وینه هم کیدای شي چې د   بنسټیزحجرودسرچینې په توګه وکارول شي . دنوموړې موخې لپاره اړین ده چې مخکې له دې  د یوډول پروتین Cytokines   په مرسته وپارول شي .  په دغه ډول چلنلاره کې د (granulocyte colony-stimulating factors), فکټورپه کارولوسره دهډوکوپه مغزکې دوینې پرتې حجرې هڅول کیږی چې دمغزڅخه ووځی اودبدن د وینې جریان ته ورننوځي . دتجربوپه موخه دمورپه رحم کې دودې په حال کې دجنین ینه  Fetus liver   او طحالSpleen دوینې ا ړین سرچینې  تشکیلوي .       


انتي باډي  Antibodies :


انتي باډي یوپروتین دی چې دبدن معافیتي سیستم له خوا دانتیجین دشته والي  په وړاندې  دځواب په توګه تولیدکیږي . په ۲–شکل کې دیوه اریتروسایت (سره کرویات)   په سطحه باندې ګڼ شمیر انتيجن شتون لري اوپه وړاندې یې انتي باډي تولیدشوي دي . په پایله کې  انتي باډي دانتیجن سره یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راولي Antigen-antibody reaction .



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



۲-شکل : دانتيجن اوانتي باډی ترمنځ یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راغلی دی .                    .  


انتي باډي دایمونوګلوبولین   immunoglobulins په نامه هم یادیږي  او لنډیز یې په  Ig سره کیږي . انتي باډی دګاماګلوبولین پروتینود ډلې څخه شمیرل کیږي اودشمزی لرونکوژووپه وینه اودبدن په مایعاتوکې پیداکیږي . انتی باډي دبدن ایمون سیستم څخه دپردیوشیانو اواورګانیزمو لکه باکټریاوو bacteria اووایروسونو viruses دخنثی کولواو پيژندلوپه موخه کارول کیږي . انتي باډي یوبنسټیزجوړښت لري چې ددوواوږدودرندو ځنځیرونو heavy chains اودوولنډوسپکوځنځیرونو light chains څخه جوړدي .  په ۳–شکل کې انتي باډي دکارکولواوجوړښت بڼه ښوول شوې ده . دایمونوګلوبولینوIg درندوځنځیرونوڅخه پینځه ډوله پيژندل شوي دي اوپه یونانې ټکولکه ګاما،دیلتا،الفا،میو اوایپسیلون ښوول کیږي  (γ, δ, α, μ and ε ).



  • دایمونوګلوبولین دسپکو ځنځیرونوڅخه دوه ډولونه شتون لري چې دکاپا     ( kappa (κ) اولمبدا                       ( lambda (λ) په نامه سره یادیږي . انتي باډي دسپینوکرویاتویوډول ځانګړوحجروڅخه تولیدکیږي  چې د B cells په نامه سره یادیږي . وروستۍ حجرې لمفوسایتونه دي چې دانتیجینوپه وړاندې انتي باډي جوړوي
  • انتیجین داسې موادوته ویل کیږي چې دیوه اورګانیزم څخه لکه دخپل ځان مواداویا دپرديو موادوپه ډول پيژندل کیږي اوپه وړاندې يې دایمون  ځانګړی ځواب ( لکه دانتي باډي اویا ځانګړوټي لمفوسایت T-Lymphocyte)) اویادایمون زغم منل (لکه دخپل ځان انتيجین)   دانتي باډي تولیدراپاروي . دبیلګې په توګه لکه ویروسونه،باکټریااونورمایکرواورګانیزم . هریوانتي باډي دمخصوصوجینو Antibody genes  په مرسته  داسې تولیدکیږي چې دانتيجین ټاکلې برخې سره  خوله په خوله  تړون وکړای شي ، په بله مانا لکه یوه کیلي چې دیوه قلف په منځ کې ورننوځي .

په ۵-شکل کې دانتي باډي اوانتیجن ترمنځ دغبرګون کړنلاره ښوول شوې ده کله چې دبدن ایمون سیستم دیوه اورګانیزم سره په تماس کې راشي . په دې ترځ کې  دانتي جین په وړاندې  دټي لموسایتونو اوپلازما حجروڅخه ایمونوګلوبولین تولیدکیږي اودبدن مایعاتوته وربهیږي . په پایله کې دانتیجن –انتی باډي دغبرګون یوځانګړی  غبرکون  منځ ته راځي . څرنګه چې انتي باډي د وینې په  جریان کې ازادګرځي نوویل کیږي چې هغوی  دبدن په    هومورل معافیتي سیستم   humoral immune system پورې اړه لري . داځکه چې دغه ډول انتي باډی دبدن مایع ته داسې توکسیک موادافرازکوی چې پتوګین  مایکرواورګانیزم خنثی کوي، ویلې کوی اودپرڼ کولوله لارې یې  بیخي دمنځه وړي   .    



 


۳-شکل : په  وینه کې دهراړخیزوحجروبڼه ښوول شوې ده . په کیڼ شکل کې دانتيجن –انتي باډی کیمیاوي تعامل antigen-antibody reaction ښوول شوی دی.  


انتي باډي دځینوناروغیولکه الرژي (حساسیت) او    autoimmune diseases په اړوند ډیراړین رول لوبوي . په وروستی ناروغۍ کې دبدن معافیتي سیستم د خپل ځان انتیجین موادواونسجونوپه وړاندې غبرګون ښيي. په پایله کې دبدن معافیتي سیستم  اوتوانتی باډيautoantibody اوټي لمفوسایت جوړوی . نوموړي دخپل ځان غړوځانګړوانتیجینو،دخپل بدن نسجونواړوند اوتوانتیجینو  اودخپل ځان په حجرويرغل کوي .  داسې اټکل کیږي چې نوموړې یوه ارثي  ناروغۍ ده اود   HLA-System  سیستم نیمګړتیا سره تړاولري . HLA دپیوند کولو یوځانګړی انتیجین دی چې دبدن هرې یوې حجرې په سطحه پیداکیږي . دانتیجین نوموړی مالیکول  دټي لمفوسایت څخه پيژندل کیږي اوله دې کبله دنسجونود پيوندکولوپه کړنلاره کې   دغبرګون  ښکاره کولویانې ردکولو اویا زغملو  په هکله بنسټیزرول لوبوي . دمعافیتي سیستم دډیرحساسیت دکمښت په موخه د ځینودرملنوimmunosuppressives لکه   Cyclophosphamid, Azathioprin ، Glucocorticoide ، 1-Anti-CD3 (OKT3), Anti-TCR  ، Corticosteroids څخه ګټه پورته کیږي .  


سره کرویات  Erythrocytes:


سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنګ لري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموګلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموګلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش  ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په ګروپ باندې یې  دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنګ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنګه سره کرویات د هېموګلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، ګردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توګه ورننوتلې بڼه لري     ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې  Phagocytes  له خوا په  ینه اوتوري  کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ  (scanning electron microscope (SEM  کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په   ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په  طحال یانې توري کې  ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي .  اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې   Erythropoetin   نومیږ ي لمڅول کیږی  اوپه دې توګه پیاوړی  کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمګړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي . 



 


۴-شکل : دبنسټیز حجرې څخه دسروکرویاتو،سپینوکرویاتواوترومبوسایتونوتولید او دهغوی هیستولوژیکي بڼه   ښوول شوې ده (1) . 


سره کرویات دهډوکي په مغزکې دبنسټیزحجروڅخه  منځ ته راځي چې په لومړي پړاوکې یوهسته لرونکی ایروتروبلاست Erythroblast تولیدکیږي  اوورپسې  دځانه څخه هسته بهرته  شړي اوپه ریتیکولوسایتونواوپه اخیر پړاوکې په ایروتروسایتونواوړي . سره کرویات هسته نه لري اوددې وړتیا لري چې پروتین پخپله جوړکړي . سره کرویات دپلازماڅخه دسنتریفوګ تخنیک په مرسته ترلاسه کیدای شي .  
 



(په ۲۰۰۸ ز کال کې داسې خپرونې وشوې چې درشیم (جنین ) بنسټیزحجرو Embryonic stem cells څخه په لابراتوارکې   په مصنوعي توګه  سره کرویات ترلاسه شوه . ترټوله ستونځمنه کړنلاره داوه چې حجرې ودې ته وهڅوي ترڅو هسته دځان څخه وشړي . بریالیتوب هغه مهال ترلاسه شه کله چې بنسټیزحجروته دهډوکودماغزوپه  stromal cells حجروکې وده ورکړه شوه . اوس ددې هیله کیږی چې دغه ډول مصنوعی سره کرویات به دپیوندکولوپه کړنلاره کې ډیرګټورتمام شي .) 



 




۵-شکل : هیموګلوبین دسروکرویاتوپه سایتوپلازماکې پروت دی  اوپه چاپیره یې څلورهیم ګروپونه تړل شوي  دي .


دوینې لاندې ناروغۍ دسروکرویاتوسره تړاولري :



  • Anemia : دوینې کمښت :  لامل یې دسروکرویاتودشمیرکمښت ، دسروکرویاتوغیرنارمل جوړښت ، دهیموګلوبین غیرنارمل جوړښت 
  • Iron deficiency anemia : داوسپنې کمښت : لاملونه يې لکه   لږاوسپنه رانیول ، د بدن څخه په ټیټه کچه داوسپنې جزب کیدنه ،له دی کبله هیموګلوبین هم په کافی اندازه نه جوړیږي
  • Thalassemia : یوه جېنیتیکي  ناروغي ده چې دهیموګلوبین دیوه ځنخیرجوړښت پوره  صورت نه نیسي . په پایله کی یوغیرنارمل هیموګلوبین منځ ته راځي
  • Polycythemia : یوه داسې ناروغي ده چې په لوړه کچه دوینې حجرې خوپه تیره بیا سره کرویات تولیدکیږي . له دې کبله کیدای شي چې دوینې لزوجیت ډیرشی اونورې ستونځې منځ ته راشي  . په همدې ډول یوه بله ناروغۍ  یانې Polycythaemia vera کې په لوړه کچه سره کرویات ، ترامبوسایت اوګرانولوسایت تولیدکیږی داځکه چې دهډوکي دمغز په بنسټییزحجرو اویا په پښتورګوکې یوه ارثي  نیمګړتیاشتون لري  . دوینې لزوجیت  اوهیماتوکریت قیمت یې ډیر لوړوي . دغه ډول ناروغان په لوړه کچه اوسپنه جزب کوي hemochromatosis  اودبدن په غړوکې یې زخیره کيږي . ددرملنې پخوانۍ لاره یې دوریدپه پرې کولوسره دوینې ټاکلې اندازه (ca. 500–800 ml)  بهیدل phlebotomy اویالیرې کول دي ترڅوپه وینه کې داوسپنې کچه راټیټه شي  . 
  • Pernicious anemia :  نوموړې ناروغي ځکه منځ ته راځي چې دیوه انترینزیک فکټور Intrinsic factor دنشتوالي له کبله په کولموکې دویټامین بې دولس  Vitamin B-12 کمښت شتون لري کوم چې دهډوکوپه ماغزوکې دوینې دتولیدلپاره پکاردی .



وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې حجرواودوینې پلازما څخه جوړه شوې ده .  
 
 
 



    (پای)






     


اخځلیک : 




  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Blood
  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Heme_group
  3. http://en.wikipedia.org/wiki/Hematopoiesis
  4. http://en.wikipedia.org/wiki/Antibody
  5. http://en.wikipedia.org/wiki/Apheresis
  6. http://en.wikipedia.org/wiki/Bone_marrow
  7. http://www.health.gov.mt/nbts/leukocytes.htm
  8. http://www.health.uab.edu/15524/