کور / راپور / خوست:د چارواکو او قومي مشرانو ګډه غونډه جوړه سوه

خوست:د چارواکو او قومي مشرانو ګډه غونډه جوړه سوه


 


د خوست والي وايي چې په تېر يوه كال كې شپږ څلوېښت ميليونه امريكايي ډالر د بيارغونې پر پروژو لګول شوي دي او لامل يې د خوست ښه امنيت، د ولس همکاري او د ښې ادارې شتون وباله.


 


والي ارسلاجمال دغه وينا تېره ورځ په خوست کې د ټول ولايت په کچه د قومي مشرانو او ځايي چارواکو يوې لويې غونډې ته وکړه.


نوموړي د راتلونكي كال د پلان په اړه وويل چې د نږدې پنځوسو ميليونو ډالرو نوې پروژې يې مرسته کوونکو (ډونرانو) ته وړاندې كړي او هيله يې وښوده، چې په را روان كال كې به يې د پرمختيايي كارونو كچه له سږني كال څخه زياته وي.


د نوموړي په وينا، پر يادو شوو پيسو د خوست په بېلابېلو برخو كې له دېرشو زيات سربندونه او له شپېتو زياتو ښوونځيو ته او تر شلو پورې ولسواليو او په ولسواليو كې امنيه قوماندانيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.


هغه زياته کړه چې همدا اوس په نهو سيمو كې د يو سلو شل كيلومټره سړك د پخولو كار روان دی.


جمال په راتلونكو څو ورځو كې د خوست پر هغه لوى روغتون د كار پيلېدو زېرى هم وركړ، چې په بشپړېدو به يې څلور سوه پينځه څلوېښت ميليونه افغانۍ ولګول شي.



د ده په خبره چې د نوي لمريزكال په پيل كې به د نهه شپېتو ميليونو ډالرو په لګښت د خوست او ګردېز د لويې لارې د پخولو او د خوست د صنعتي پارك د جوړولو کار هم پيل شي.


په خوست کې د ملكي هوايي ډګر جوړول او دغه ولايت ته د تلپاتې برېښنا پيدا كول د خوست مېشتو همېشنۍ غوښتنې دي.


ښاغلي والي په دې اړه وويل (دا دواړه هغه اړتياوې دي، چې زما له ولکې وتلې دي او د حل  لپاره به يې له لوړو مقاماتو څخه د مرستې غوښتنه كوم).


جمال، خوست د افغانستان د څلورو لويو ولايتونو تر څنګ پينځم حلقوي ستورى وباله او ويې ويل چې د تاريخ په اوږدو كې دغه سيمه د ماتو او برياوو د دروازې په توګه پاتې شوې  ده.


ده وويل (د خوست ساتنه د ټول هيواد ساتنه ده اوكه دا له لاسه ووت، نو معنا دا چې ټول هيواد له لاسه ووت).



د غونډې يو تن برخوال او د تڼيو قومي مشر غازي په تېر كال كې د شوو كارونو په اړه د والي خبرې تاييدوي، خو نوموړي وويل چې دوو نورو خبرو ته هم بايد جدي پاملرنه وشي.


هغه وويل چې لومړى د اداري فساد له منځه وړل او دويم په اداره كې د وړ کسانو ځاى پر ځاى كول  دي.


ده زياته کړه (همدا اوس هم پاسپورټونه د امنيه قوماندانۍ تر څنګ په درې چنده بيه په ايجنسيو كې خرڅېږي او د خوست په اداره كې داسې رئيسان هم شته، چې په جعلي اسنادو له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي او ځانونه يې پرې مقرر كړي دي).


خو د خوست والي وويل چې په راتلونكي كال كې به د نورو كارونو تر څنګ د يوې سالمې ادارې جوړيدو ته هم ډېر پام وكړي.


د غونډې په پاى كې جمال د خوست د دولتي مېلمستون په يوه څنډه كې د يوې بلې  ودانۍ ډبره هم كښېښوده.


نوموړي په دې اړه وويل چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ به اته خونې او نور لوازم ولري او پر دغې ودانۍ به يو سل او دري دېرش زره امريكايي ډالر ولګول شي.


خوست يو له هغو ولايتونو څخه دی چي ځوانان يې د خپل هيواد له کلتور سره بې کچي مينه لري