کور / راپور / “دولت بايد طالبانو ته موقع ورکړي چي په حکومت کي..”

“دولت بايد طالبانو ته موقع ورکړي چي په حکومت کي..”

د لسو ولايتونو قومي مشرانو ديوې جرګې په پاى کې، وغوښتل چې حکومت دې مخلصو او بې پرې قومي مشرانو ته له مخالفينو سره د خبرو اترو او د هغوى مشروع غوښتنو ته د مثبت ځواب ويلو، واک ورکړي.


دغه غوښتنه د هغې دوه ورځنۍ جرګې د يوه ١٩ ماده ييز  پرېکړه ليک له لارې وشوه، کومه، چې دکابل په انټرکانټيننټال هوټل کې پرون پاى ته ورسېده .


په دغه جرګه کې د پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، غزني، ميدان وردګو، ننګرهار، لغمان،کونړ او نورستان ولايتونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او دملي شورا استازيو ګډون کړى وو .


ياده شوې جرګه، چې دقومونو د اړيکو د نادولتي دفتر (TLO) په همکارۍ د سولې، امنيت او پخلاينې تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ډيريو ګډونوالو يې د دولت او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ، د خبرو اترو پلوي کوله .


د ولسي جرګې غړي خيال محمدحسيني د غزني، ميدان وردګو او لوګر ولايتونو په استازيتوب، غونډي ته د وينا پرمهال وويل چې ځيني ګاونډي هېوادونه، غواړي افغانان په جګړو کې ښکېل وساتي .


نوموړي زياته کړه:(( دولت بايد طالبانو ته موقع ورکړي، چې په حکومت کې شريک شي . ))


د حسيني په وينا، دولت دې طالبانو ته قومي مشران او سپين ږيري ور واستوي، تر څو هغوى پخلا شي .


د ولسي جرګې دغه وکيل زياته کړه چې په تېرو کلونو کې د ګڼو لاملونو له امله، خلک له دولت څخه ناراضه شوي او طالبانو سره يوځاى شوي، چې پخلا کول يې اړين دي .


دغه راز مولوي محمد هاشم د ختيځو ولايتونو په استازيتوب وويل چې اوس مهال د مقننه، قضايئه او اجرائيه قوې ترمنځ په ګڼو برخو کې د نظر اختلاف دى .


محمد هاشم وويل چې په دغه شان حالاتو کې قومي مشران نشي کولى په خپل سر مخالفينو ته د هغوى د حقونو، امنيت او ګټورو مذاکراتو ډاډ ورکړي .


خو مولوي سعيدالله، د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د ګډونوالو په استازيتوب په خپله وينا کې پر قومي مشرانو غږ وکړ، چې د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره لاس په کار شي .


هغه وويل چې اوس مهال له افغانستان سره نړيواله ټولنه ولاړه ده او افغانان بايد له دغې موقعې څخه پوره ګټه پورته کړي .


نوموړي زياته کړه:(( که هلې ځلې ونکړو، يو ځاى نشو ، نو ورک به شو. ))


د غونډې يوه بل ګډونوال قاضي محمدامين وقاد وويل چې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه پخواهم ډېرې خبرې شوې دي .


د نوموړي په وينا، که دولت او افغانان دغه کار عملي کېدل غواړي، نو ولسمشر حامد کرزى دې يو داسې کميسيون، چې د ولس استازيتوب وکړي منظورکړي او وروسته دې دغه کميسيون د طالبانو او دولت ترمنځ مذاکراتو ته لاره هواره کړي .


وقاد ددې پوښتنې په ځواب کې چې تراوسه پورې په قومي مشرانو کې داسې څوک پيدا شوي، چې د مذاکراتو په اړه يې طالبانو ته د ورتلو لپاره  زړه ښه کړى وي ؟ وويل چې څه موده مخکې د لويې پکتيا يوشمېر سپين ږيرو په دغه کار کې لېوالتيا ښودلې وه.


هغه وويل چې دغو کسانو کرزي ته ويلي و، چې د قومي مشرانو له يوه ملي جوړښت څخه ملاتړ اعلان کړي او دغه جوړښت دې طالبانو ته ورشي .


وقاد که څه هم ددغې غوښتنې په ځواب کې د کرزي د غبرګون  په اړه ناخبري وښوده، خو زياته يې کړه چې پخوا دغه وړانديز له يو څو ولايتونو نه شوى و او اوس کېداى شي يو ځل بيا د لسو ولايتونو د قومي مشرانو لخوا تکرار شي .


د سولې د ټينګښت د کميسيون مشر صبغت الله مجددي هم، روانه اونۍ له عالمانو څخه غوښتنه کړې وه، چې په خپلو وعظونو کې دې د دولت مخالفين سولې ته وهڅوي .


که څه هم تراوسه د ياد شوي کميسيون له لارې شاوخوا ٥٠٠٠ تنه مخالفين له دولت سره يوځاى شوي ، خو د هغوى يو ځاى کېدو د امنيت په ټينګښت کې يې کومه نښه نه ده ليدل شوې .


د لسو ولايتونو د استازو  د جرګې په پرېکړه ليک کې له حکومت څخه دا غوښتنه هم شوې ، چې د ديني عالمانو او قومي مشرانو مشورو ته پاملرنه وکړي .


پرېکړه ليک کې دغه راز د بهرنيو او کورنيو امنيتي ځواکونو تر منځ د ښې همغږۍ، متوازنې بيارغونې، د افغان امنيتي ځواک د پياوړي کېدو، په سيمه ييزو ادارو کې د مسلکي کسانو ګومارلو او د کره سرشمېرنې د ترسره کېدو غوښتنه هم شوې ده .