کور / کیسه / زما مينه نده

زما مينه نده

د پسرلي ورځي شپي وي هره خوا کي د ګلونو خوشبويي او معتدله هوا وه . يو ماښام کله چي د ورزش څخه کور ته راغلم را څخه غوښتنه وشوه چي بايد د بازار څخه وچه ډوډۍ او لږ څه ترکاري راوړم.

د کور څخه د بازار پر خوا رهي شوم نانوائي ته ولاړم او څومره ډوډۍ چي مو بس کيده هغومره مي واخيست او راغلم د ترباري دوکان ته څو لږ څه ترکاري باب هم واخلم.

کله چي دوکان ته نږدي شوم يوه انجلۍ مي وليده سره بخملي کالي او شين رنګه ټکري ئي پر سر وه مخ ئي د دوکاندار خوا ته و او د دوکاندار څخه ئي د کوم څه غوښتنه کوله دا چي ما هم غوښته چي دوکان ته داخل شم او خپل د ضرورت وړ شيان واخلم انجلي ته نږدي شوم او ورته ومي وي وبخښۍ زه غواړم چي دننه لاړ شم لطفاً څه لار راکړۍ. زما خبري لا خلاص شوي نوي چي هغي خپل مخ زما خوا ته راواړوه ګڼي زلفي توري غټي سترګي او نرۍ پزه ئي درلوده او په نرمه لهجه او ښه اخلاق ئي راته وويل هيله کوم تير شي.

ما چي د هغي دا ښايست وليد هک حيران شوم او د هغي مخ ته ځير وم څو د څو شيبو وروسته ئي بيا هم راته وويل هيله کوم که تاسي غواړۍ چي دوکان ته داخل شۍ نو لطفاً داخل شۍ او خپل د ضرورت وړ شيان مو واخلۍ.

د ټکان خوړلو نه وروسته مي وويل هو بلي زه غواړم چي دننه لاړ شم سودا مي واخيست او کور ته راغلم ټوله شپه په دي فکر کي وم چي هغه څوک وه د کوم کلي اوسيدونکي وه او د چا د کورنۍ وه سهار شو غوښتل مي چي دفتر ته لاړ شم د دفتر لباسونه مي واغوستل او رهي شوم.

د لنډ مزل نه وروسته بيا هم هغه انجلۍ را په سترګو شوه خو دا ځل هغه يوازي نه بلکي د هغي سره يوه بله انجلي هم وه.  ښکاريده چي هغه به ئي همټولګۍ وي ځکه چي هغوي دواړو د ښوونځي کالي اغوستي وي او کتابونه ور سره وو.

کله چي ورنږدي شوم موسکۍ شوه او خپلي هم ټولګۍ ته ئي اشاره وکړه ښکاريده چي هغۍ ته زما په باره څه وائي. دا چي تر دي دمه مي د کومي پردي انجلۍ سره خبري نوي کړي نه پوهيدم چي څه ورته ووايم که څه هم چي په زړه کي مي ډيري پوښتني درلودي چي بايد ځيني وپوښتم ليکن جرئت مي ونشواي کړاي او زه هم ورته مسک شوم او ځيني تير شوم. د څو ګامونو د اخيستلو نه وروسته فکر مي وکړ چي د هغوي ښوونځۍ معلوم کړم راوګرځيدم او هغوي مي تر ښوونځي پوري تعقيب کړ.

دوي هفتي تيري شوي او په دي موده کي مي هغه انجلي بيا ونه ليده. ومي غوښتل چي د هغوۍ ښوونځۍ ته لاړ شم ليکن بيا هم د انجونو ښوونځۍ وه او هلته د هلکانو ننوتل منع وو.١٠ دقيقي پاتي وي چي ښوونځۍ رخصت شي ورغلم او د هغۍ د ښوونځۍ مخ ته ودريدم پس د څو شيبو هغه د ښوونځۍ د دروازي څخه را ووته د هغۍ سره د هغۍ همټولګۍ هم ورسره وي خو کله چي د هغي سترګي پر ما ولګيدي د خپلو همټولګيو څخه ئي غوښتنه وکړه څو هغه يوازي پريږدي او هغوي هم د دي غوښتنه ومنله او دا ئي يوازي پريښوه.

ماته راغله او راته وي ويل زه فکر کوم چي تاسي ماته څه غواړۍ چي وواياست ورته ومي ويل بلي ميرمني بيا هم هغه زما د خبرو په منځ کي راولويده او راته وويل زما نوم شبانه ده او تاسو کولاي شۍ چي ماته په نامه راږغ کړۍ.د يوي خوا ډير زيات خوشحاله شوم او فکر مي وکړ چي شايد د شباني په زړه کي به هم زما لپاره ځاي وي خو د بلي خوا د کم جرئتي له امله ومي نشواي کړاي چي هغۍ ته د ميني اظهار وکړم. د خپل ځان د معرفت نه وروسته د هغۍ څخه مي غوښتنه وکړه چي د هغۍ تر کوره ورسره ملګرتيا وکړم. همداسي وشو کور ته ئي د رسيدو سره سم د سراي په دروازه ئي قفل زړيده ورنه مي وپوښتل آيا ستاسو په کور کي څوک نشته ؟ مور پلار او يا هم ورور هغۍ په ځواب کي وويل زه د مور او پلار يوازني اولاد يم او کوم ورور او خور نلرم همدا لامل ده چي د کور سودا هم زه پخپله راوړم پلار مي وظيفي ته تللي او ښايي چي مور به مي هم د کوم گاونډي کره تللي وي او کور ته د داخليدو په وخت ئي راته وويل اوس زه بايد د کور کارونه وکړم موږ به سبا د ښوونځۍ په لاره ووينو.

بيا هم په خوشحالۍ سره کور ته راغلم او کوم څه چي مي غوښتل په خوله ورته ووايم هغه مي په ليک کي وليکي او تصميم مي ونيو چي څو سبا دا ليک هغۍ ته ورکړم.

سبا شو ليک مي شباني ته ورکړ او غوښتنه مي تري وکړه چي هر کله چي يوازي شوي دا ليک ولوله او زه ځني رهي شوم. د مکتب د رخصتۍ پر مهال بيا هم راغلم څو د ليک ځواب ځيني واخلم ومي ليد چي زما په انتظار ولاړه ده او چي زه ئي وليدم زما خوا ته رهي شوه د سلام نه مي وروسته ورنه مي وپوښتل آيا ليک دي ولوست ؟

شباني ځواب رانکړه او ډيره خفه هم ښکاريده څو شيبي وروسته مي بيا هم پوښتنه وکړه زما ليک دي ولوست ؟ په ځواب کي ئي راته وويل هو ليک مي ولوست هغه ليک چي تا پکښي د ميني اظهار کړيده هغه ليک چي تا پکښي زما همسفرتوب د ژوند لپاره غوښتيده هغه مي ولوست .

ليکن زه ډيره زياته بخښنه غواړم زه اوس د کوم بل چا امانت يم زه ئي ورکړي يم او په راتلونکي څو ورځو کي به زما واده وي زه ډيره بخښنه غواړم. د دي کلماتو په اوريدو سره په داسي حال کي چي اوښکي مي تر سترګو بهيدي ځيني وپوښتل آيا ته رښتيا وائي ؟ شباني وويل هو زه رښتيا وايم زه د بل چا امانت يم.

کور ته راغلم او د ځانه سره مي ويل هغه زما شبانه نده هغه زما مينه نده د هغي به واده د بل چا سره وشي او هغه به د کوم بل چا امانت وي .

پس د څو ورځو نه همداسي وشو شبانه واده شوه او بيا مي تر ننه پوري ونليده چي چيري واده شوه ليکن د هغۍ مينه مي اوس هم په زړه کي ده او د هغۍ ګڼي زلفي توري غټي سترګي او نري پزه مي هيڅکله نه هيريږي.