يوه روسۍ انجلۍ
دا ریښتوني کیسه تاسو ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوم، داسې یوه کیسه چې باید تل په یاد وساتل شي،خپلو ماندینو (ښځو)، خویندو او لورګانو ته واورﺉ ترڅو د هغوي په زړه، عقل او ذهن کې ثبت شي. او پدې پوه شي چې د څښتن تعالی رښتینې څرنګه د څښتن تعالی دین سرلوړې او په هر پیر کې د میدان ګټونکې وی.
یوه روسي انجلۍ… تازه مسلمانه شوې، چې په عربي ژبه هېڅ نه پوهېده،مګر دومره واټن یې وواهه چې موږ نران یې د سر کولو توان نه لرو.
نو کیسه پدې ډول ده:
له روسيې راغلې وه. دا انجلۍ د هغو څو نورو روسۍ ښځو په ډله کې وه، چې مشري یې یو روسي سوداګر کوله د خلیج هېواد ته راوستله. ددې ډلې موخه د برېښیږو وسایلو پېرل او د هغې لېږدول د روسیې هېود ته د خپلو ځاني وسایلو په توګه.ځکه پدې توګه ددوي مال له ګمرکي محصول څخه خلاص ؤ. نوموړي روسي سوداګر به ددې ښځو مزدوري ورکړه، او بیا به یې هورې په روس کې په ګرانه بیه خرڅول.
دا کار د روسي سوداګرو لپاره ډېره ښه پرېوت، ځکه په لږه بیه به یې بې محصوله ښه وسایل ترلاسه کړل.
کله چې دا سوداګر له دې ډلې سره خلیجي هېوادو ته ورسېد، نو د برېښیزې سوداګرۍ پرځای یې یوه سرچپه قضیه ددوی مخې ته کېښوده.
نوموړي سوداګر د پېغلو ډلې ته مخ کړ او داسې یې وویل:
تاسو دې ځای ته ددې لپاره راوستل شوی یاستﺉ، چې پیسې وګټﺉ. او دا داسې ځای دی چې بې کچه مال او ثروت پکې شته، ددې ځای خلک د بې حسابه لګښتونو له امله مشهور دي.
ستاسو نظر د ځانپلورنې او فحشا په اړه څه دی؟
له تاسو څخه چې هره یوه وغواړي، نو بې پایه پانګه یې په مخکې ده.
پدې توګه یې د خپل دام خپرولو او د انجونو په دوکه کولو پیل وکړ،تردې چې دوی یې په خپلو شیطاني نظریاتو قانع کړلې. ځکه چې هېڅ ایماني او اخلاقي منع کوونکې په منځ کې نه وو،چې دوی لدې ناوړه کار څخه منع کړي او په ضمن کې هغه لوږه چې دوي ورسره لاس او ګرېوان ول، ددې کار منلو ته اړ کړلې.
مګر یوه انجلۍ چې دا خبره یې ونه منله، نو روسي سوداګر ورپورې وخندل او ویې ویل: ته پدې ملک کې له منځه ځې، ځکه یواځې ته یی او ستا جامې، زه به تاته هېڅ څه درنکړم.
دې انجلۍ پدې اړه فکر پیل کړ، چې ددې مسﺉلې په اړه باید څه کولای شي؟
روسی سوداګر څخه یې خپل پاسپورټ واخیست او له کوره بهر د کوڅو پر لور په منډه شوه. له هغه جامو پرته، چې اغوستې یې وی، نور هېڅ څه له ځان سره نه درلودل. روسي سوداګر، چې ددې منډه ولیده، نو له شا یې پرې ورغږ کړ: هرکله چې یوې پایلې ته ورسېدې، او نورې لارې درباندې بندې شوې، په هغه پته راشه، چې درسره دی.
کیسه کوونکې داسې وایی:
زه له خپلې مور و دوه خویندو سره په کوڅه کې روان وو، چې ناڅاپه دې انجلۍ زموږ لورې ته رامنډه کړه، او په خبرو یې پیل وکړ، البته په روسي ژبه. موږ هغه په اشارو پوهه کړه، چې په روسي نه پوهېږو.
په انګرېزۍ پوهېږﺉ؟ هغې وپوښتل:
ومو ویل: هو، خوشاله شوه، مګر خوشالي یې د غم و ژړا تر چتر لاندې پټه.
ویې ویل: زه یوه روسۍ انجلۍ یم، او زما کیسه داسې ده، او ستاسو څخه دومره وخت او اوسېدنې ځای غواړم، چې خپلې کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړم، او د خپل کار په اړه تصمیم ونیسم.
موږ هم ددې انجلۍ په اړه مشوره پیل کړه، چې ایا و یې منو یا نه. کېدای شي له کوره تختېدلې وي، یا پوډرۍ وي یا…!!
اخر دې پایلې ته ورسېدو، چې په خبرو یې باور وکړو او له ځان سره یې کور ته بوځو.
کله چې کور ته ورسېدو، نو دې انجلۍ له خپل کور سره د ړیکو ټینګولو کوښښ پيل کړ، مګر د هېواد ټېلیفوني مزي یې پرې شوي ول. ډېر کوښښ یې وکړ مګر څه ګټه یې نه درلوده.
خویندو مې له هغې سره د یوې خور په څېر تګلاره خپله کوو، او هغې ته یې د اسلام بلنه ورکړه، مګر هغې نه منله، له اسلام څخه یې کرکه راتله، ددوي بلنه به یې ردوله، او دا خبرې یې نه خوښېدې. ځکه چې دا انجلۍ د یوې سخت دریځه او بنسټپاله (ارتودوکس) عیسوي کورنۍ غړې وه.
او له اسلام او مسلمانان یې بدې اېسیدل. کله کله به له هغې څخه ناهیلې شوو، مګر ډېر ټینګار د ناهیلیتوب لپاره ځای نه پرېږدي.
خالد وایی:
ما هم کله کله په بلنه کې د خویندو مرسته کوله، او کله کله به مې خپله مستقیما په بحث پیل وکړ.
یوه ورځ د دعوت کتابپلورنځي ته ورغلم، او له مسؤل څخه مې په روسي ژبه اسلامي کتابونو غوښتنه وکړه. هغه هم راته همداسې (د انجلۍ د کیسې په څېر) د یوې مشابه کیسې یادونه وکړه، موږ یې وستایلو ترڅو ما ددې ښځې د اسلام بلنې لپاره نور هم وهڅوي.
د کتابپلورنځي مسؤل د خالد په اړه وایی:
یو ځوان زما کتابپلورنځي ته راغې او ماته یې وویل: ایا په روسي یا انګرېزۍ ژبه اسلامي کتابونه لرﺉ؟
ورته مې وویل: هو لرم یې مګر لږ دی. هرڅه چې لرم تاته به یې درکړم، او کولای شی، چې یوه اوونۍ یا لس ورځې وروسته بیا راشی، چې نورکتابونه درکړم. هغه هم یو لږه اندازه کتابونه له ځان سره واخیستل او ولاړ.
لږه موده وروسته پداسې حال کې راغې، چې څلور ښځې هم ورسره وی. درې یې په پرده (حجاب) کې وی، اما څلورمه یې چې یوه ښکلې انجلۍ وه، پر سر یې بړونی نه وو او وېښتان یې ښکاره ول.
له خالد څخه مې وغوښتل، چې ښځې له ځان سره د انتظار-خونی ته بوځي. هغه بیا زما څنګ ته راغې و ویې ویل: ددې ښځې کیسه داسې او داسې ده، هماغه کیسه، چې ومو ویله. او زه یوه اوونۍ دلته راغلې وم، او له تاسې څخه مې کتابونه اخیستې ول، او اوس بیا راغلې یم، چې نور کتابونه له یو څو CD ستا څخه واخلم. ځکه چې ما هغې ته اسلام وړاندې کړی، او لږ،لږ زموږ خبرې مني. ما ورته ویلي دی، که چېرې مسلمانه شي، نو تیار یم، چې واده ورسره وکړم.
د کتابپلورنځي چارواکی وایی:
نور کتابونه مې هم ورکړ، چې په خوښۍ سره یې له ځانو سره وېوړل. او لږه موده وروسته راغې او خبر یې راکړ: هغه انجلۍ مسلمانه شوې او غواړم، چې اسلام یې ښکاره کړم.
د کتابپلورنځي چارواکی زیاتوي:
له هغه څخه مې وغوښتل، چې یو څه نورکتابونه هم هغې ته یوسي، چې ښه یې زده کړي. ځکه ددې ځای د قانون له مخې باید هغه ښځه ازموینه ورکړي.. هغې ښځې کتابونه ولوستل او بیا یې هغه انجلۍ زما څنګ ته راوسته، چې ازموینه ترې واخلم.
ما هم ازموینه ترې واخیسته، او ومنل شوه. او بل وخت مې ورته وټاکه ترڅو راشي او خپل اسلام په ښکاره توګه اعلان کړي.
کله چې دې خپل اسلام ښکاره کړ، ما خالد ته یوه ډله انجونې، چې متدینه او د لوړو زده کړو خاونداندې وی، او د قران کریم یې هم په یادو زده وو، ور وپېژندلې، چې د روسي انجلۍ سره اړیکې وساتي.
لږه موده وروسته خالد او ماندینه یې راغلل، او د واده سند یې هم راوړ.
خالد وویل:
مبارکي راکړه، چې ما الحمدلله واده وکړ.
د کتابپلورنځي چارواکی وایی:
مګر هغه څه، چې زه یې ډېرزیات اریان دریان کړم، دا چې دې روسي انجلۍ داسې پرده کړې وه، چې د بدن هېڅ غړې یې نه ښکارېده. په ټوکه مې خالد ته وویل، چې دا ولې داسې شوې ده؟
ویې ویل:
یو اوږد او سپېڅلې کیسه لري. له وده څخه وروسته زه او دې بازار ته ولاړو، چې زما ښځې یوه داسې پرده لرونکې ښځه ولیده، چې ټوله پټه وه. او دا لومړی ځل وو، چې دې یوه ښځه په بشپړه توګه محجبه (په پرده کې) ولیده، د همدې لپاره ورته عجیبه ښکاره شوه.
ماته یې وویل چې:
دا ښځه ولې داسې لباس پر ځان کوي؟ ایا په بند کې یې څه نیمګړتیا (عیب) دی، چې غواړي پټ یې وساتي؟
خالد وایی:
ما په اسلامي غیرت ځواب وکړ، چې نه. دې ښځې پرده ځکه کړې، چې څښتن تعالی خپلو بندګانو لپاره غوره کړې ده. او رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغې امر کړی.
هغې له یو څه فکر څخه وروسته وویل: هو یقینا دا هماغه اسلامي پرده ده.
ومې وویل:
له کوم ځایه پوهه شوې؟
وی ویل:
زه چې اوس کله هم د سوداګریزو ځایونو ته ننوزم، نو د سړو سترګې مې خوري! په دې وخت کې مې بدن غواړي، چې ټوټه، ټوټه شي. نو باید چې خپل مخ او بدن وپوښم. باید زما مخ یواځی زما د خاوند لپاره وي، او زه لدې بازار څخه ترهغې بهر نه اوځم، چې پرده ونکړم.
خالد وایی:
په څښتن قسم، چې اړ یې کړم حجاب ورته وپېرم، ترڅو وا یې غوندي.
د کتابپلورنځي چارواکی وایی:
بیا تر پینځه یا شپږو میاشتو پورې د خالد او د هغې له ماندینې څخه ناخبره پاتې شوم.
له دې مودې څخه وروسته خالد زما څنګ ته راغې، ما یې د نه راتلو وجه وپوښتله.
ویې ویل:
ما له تاسې سره اړیکې نه دی پرېکړي، د یوه مصلحت له مخې، چې راپیښ شو، اړ شوم، چې له تاسې څخه لرې و اوسم. او هغه مصلحت پای ته رسېدلې، اوس دلته یم، چې هغه درته ووایم، ځکه یو لړ لوی درسونه او عبرتونه پکې پراته دی.
وروسته لدې، چې له هغې انجلۍ سره واده وکړم، او زموږ نوی ژوند پیل شي، د هغې مینې زما په زړه کې زیاته شوه، تردې بریده، چې ټول وجود مې یې ونیوه.
مګر ستونزه دا راپېښه شوه، چې زما د ماندینې د ویزې موده پای ته ورسېده، او باید چې نوې کړې مو وای. او ستونزه دا وه، چې دا ویزه باید په هماغه ښار کې تمدید شوې وای. او زه یو فلسسطینی یم، او بې له پاسپورټ څخه بل څه نه لرم، نو ناچاره مې د سفر لپاره ځان تیار کړ. که نه نو دلته به زموږ اوسېدل ناقانوني شوي وای. زه د مالي ستونزو له لامله دې ته اړ شوم، چې د کوم ارزانه هوايي شرکت پیدا کړم، چې دا شرکتونه هماغه د روسیې هوايي شرکتونه دي. نو دوه ټېکټه مې واخیستل او له خپلې ماندینې سره مخ پر روسیې روان شوو.
هغې ته مې وویل:
ای ښځې موږ اوس ستا د پردې له لامله ستونزو سره مخ کېږو.
ویې ویل:
خالده! ته غواړی د هغو کافرانو، چې که لدې افکارو سره ومري د دوزخ خس و خاشاک به شي، اطاعت وکړم، او د څښتن تعالی له فرمان څخه سرغړونه وکړم؟ هېڅ امکان نلري، چې زه دا کار ترسره کړم…
پام وکړﺉ، دا د هغې تازه دمې مسلمانې دی، چې له مسلمانۍ یې یوه میاشت هم نده تېره شوې!
په الوتکه چې سپاره شوو، د ټولو خلکو سترګې زموږ پر لور خکته پورته کېدې.
کوربنو (د الوتکو خدمتګارانو) د ډوډۍ په وېشلو پیل وکړه، او له ډوډۍ سره څښونکي توکي هم ووېشل شوه. لږ، لږ الکولي څښونکو پر خلکو اغیز وکړه، او بېځایه خنداګانې، اشارې او ټوکې ټکالې او د خلکو سترګې زموږ اړخ ته راوګرځېدې، زموږ په څنګ کې به ودرېدل او موږ باندې به یې توکې کولې.
زه په یوه خبره هم نه پوهېدم، مګر زما ماندینې به د شونډو پر سر موسکېدله، او د هغوي خبرې به یې راته ژباړلې. دا وایی: ورته وګورﺉ داسې ښکاري لکه… دا یو پر موږ پورې ټوکې کوي او هغه بل له هغه ځایه راټوپ کوي.
هغې به ویل:
نه، نارامه نشی، او خُلق دې مه تنګوه، ځکه دا ټوکې او خنداوې او ازموینې د هغو پر وړاندې هېڅ ندی، کومې چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر اصحابو راغلی وی.
داسې مې و انګېرله، چې په زړه مې غشې ننوتې او د وتو یې هېڅ امکان نشته.
کله چې د هغې ښار ته ورسېدو، او په هوایي ډګر کې کوز شو، له ځان سره مې وویل، چې د هغې کورنۍ ته ورځو، او ترهغې هورې پاتې کېږو، چې زموږ کارونه پای ته ورسېږي.
مګر هغې (روسۍ انجلۍ) وویل: نه زما کورنۍ د خپل دین لپاره ډېره کینه ګره ده، او زه نه غواړم، چې اوس هورې ولاړه شم. یوه کوټه به په کرایه ونیسو، او هلته به پاتې شو.
د هغې ورځې په سبا د پاسپورټ دفتر ته ورغلو. د دفتري معمول سره سم لومړي، دویم او بیا درېیم چارواکي ته ورغلو، او له هغوی مو د قانوني مراحلو د وهلو لپاره د خپلې ویزې د تمدید غوښتنه وکړه. هغوی هم له موږ څخه زړه ویزه او نور قانوني لاسوندونه (اسناد)او انځورونه وغوښتل. ماندینې مې هم خپل تور و سپین انځورونه، چې یواځې مخ یې پکې ښکارېده د هغوي مخې ته کېښوده، او هر چارواکي به په خپل وار سره ددې انځورونه ردول. او ویل به یې: دا انځورونه د منلو وړ ندی. موږ رنګه انځورونه غواړو، چې په هغې کې مخ، وېښتان او غاړه په ښکاره توګه مالومه وي، او ښځې (زما) به ویل، چې په هېڅ ډول دا کار امکان نلري. او هر چارواکي به ویل، چې هېڅ امکان نشته، چې پداسې حال کې لاسوندونه ترلاسه کړی، مګر پدې شرایطو. او موږ به یې بل چارواکي ته استولو.په اخر کې یې وویل، چې ستاسې مشکل د ماسکو د ښار رییس حل کولې شي.
ماندینی می (د خالد) ماته په کتلو وویل:
خالده! ماسکو ته ځو.
خالد هم کوښښ کاوه، چې دا ښځه قانع کړي {لا يكلف الله نفسا إلا وسعها} و إتقوا الله ماستطعتم. او دا چې دا پاسپورټ به ځینې خلک د اړتیا پر وخت ویني، او وروسته یې ترهغې په کور کې خوندي کړه، چې موده یې پای ته رسېږي.
هغې وویل: نه، نه. هېڅ امکان نلري، چې زه دې د څښتن لار وپېژنم او بیا دې بې پردې شم. څښتن لوی ذات دی، که چېرې ته نه غواړی له ما سره ماسکو ته ولاړ شی، نو زه د اړتیا له مخې یواځی ځم.
خالد وایي:
ومې منله او د ماسکو ته ولاړو. لومړی مو کوټه په کرایه ونیوله.
سبا سهر د رییس د لیدو لپاره بهر ووتو. او له لومړي، دویم او درېیم مسؤل سره مو وکتل، په پای کې د رییس کوټې ته ورسېدو او وردننه شو.
ریسس ډېر خبیث انسان و. کله چې یې انځورونه او لاسوندونه ولیدل ویې ویل: څوک به دا خبره په زبات ورسوي، چې ته ددې انځورونو والا یې؟ لاسوندونه او انځورونه یې د خپلې کوټې په یوه المارۍ کې کېښودل او کولپ یې ورواچاوه او ویې ویل: ته هېڅ لاسوند (اسناد) او انځورونه نلری، تردې، چې زموږ د غوښتنو او قوانینو سره سم خپل رنګه انځورونه راوړی.
خالد وایي:
کوښښ مو وکړ، چې رییس دې ته راضي کړو، مګر هېڅ ځای یې و نه نیوه.ما له خپلې ماندینې سره بحث پیل کړ، چې څښتن تعالی له انسان څخه د هغه د توان په کچه غوښتنه کوي، مګر هغې به ماته ځواب راکاوه: « و من يتق الله يجعل له مخرجا و يرزقه من حيث لا يحتسب». طبيعتا زموږ د شور ماشور له لامله رییس په غوسه شو، او دواړو ته یې له کوټې د وتو امر وکړ.
له ادارې بهر شو او نېغ خپلې کوټې ته ولاړو، ترڅو د موضوع په اړه وغږېږو. زه هغه قانع کړم، او هغه ما، زه دلیدل وایم، هغه د هغې ضد دلیل راوړي، تردې، چې نیمه شپه شوه. د ماخوستن لمونځونه مو وکړل، ډوډۍ مو وخوړه، ما وغوښتل چې ویده شم.
ماته یې وویل:
خالده! په داسې کړاوه ډک وضعیت کې غواړی ویده شی؟ غواړی ویده، حال دا چې موږ خپل څښتن سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا لرو؟ پورته شه او څښتن ته مخ ورواړوه، ځکه چې اوس د پنا غوښتنې وخت دی.
پورته شوم هرڅومره، چې مې کولای شول لمونځونه وکړل او بیا بېرته ویده شوم.
اما هغې همداسې پرله پسې لمونځونه کول.
هرکله چې به ویښېدم، یا به په سجده کې وه، یا رکوع یا به په قیام کې وه یا به یې څښتن ته ژړل، تردې چې د سهرد لمانځه وخت شو. زه یې راویښ کړم و ویې ویل: ویښه شه، د لمونځ وخت دی، راځه چې یوځای لمونځ وکړو.
پورته شوم، اودس مې وکړ، او یوځای مو لمونځ وکړ. بیا هغه لږه ویده شوه او لږ څه وروسته یې وویل: پورته شه، چې د دفتر پر لور ولاړ شو.
ومې ویل: لاړ شو؟ د څه شي سره؟ چېرې دي انځورونه، انځورونه نلری!!
هغې وویل: باید ولاړ شو او کوښښ وکړو، او د څښتن له رحمت څخه ناهیلي نشو.
خالد وایی:
یوځای سره ولاړو. ماندینه مې له لرې څخه پېژندل کېده، په هغه حجاب کې، چې ټول بدن یې ور پوخلې وو. په څښتن باور وکړﺉ، څنګه مو چې همدا لومړی پل د دفتر په ور کېښود د،
کارمند غږ کړ: فلانۍ د فلاني لور؟
ماندینې مې ځواب ورکړ: زه یم. راشه.
– هغه لاسوندونه دې، چې په کومه بڼه غوښتي ول، مګر لومړی یې باید پیسی تحویل کړی.
ډېر زیات خوشاله شوو. اوپه الله قسم که هغه ټولې پیسې، چې، موږ سره وی، یې هم غوښتلې وای، نو موږ به ورکړې وای. لاسوندونه مو راواخیستل او پیسې مو تحویل او بېرته راوګرځېدو.
په لاره کې به مې ماندینې ځای پر ځای راکتل او ویل به یې: تا ته مې ونه ویل چې: « و من يتق الله يجعل له مخرجا»
خالد وایي:
دا الفاظ چې به هغې ویل، زما په زړه کې به یې داسې ایماني روزنه پر ځای پرېښود، چې په دې اوږدو کلونو کې مې له درسونو او هغو ویناوو، چې اورېدلې وی په زړه داسې اغیز نه وه کړې.
وروسته لدې، چې لاسوندونه مو ټاپه کړل، ټول سامان مو په کوټه کې پرېښود او د هغې د کورنۍ پر ولور وخوځېدو.
ولاړو، ور مو وټکولو. مشر ورور یې ور پرانېست، څرنګه چې یې سترګې په خور ولګېدې ډېر زیات خوشاله او اریان شو!!
څېره هماغه د خور څېره وه، مګر لباس د هغې نه وو!! داسې تور لباس چې له مخ پرته یې ټول بدن یې پوښلې وو!!
ښځه مې کور ته دننه شوه، پداسې حال کې چې خوشاله وه، او ورور یې په غېږ کې نیولې وو. لږ وروسته زه هم ور وغوښتل شوم، او په اوږد سالون کې کېناستو. کور ساده او زوړ مالومېد، چې د غریبۍ اثار له ورایه پکې ښکاېده.
زه یواځی کېناستم، مګر ښځه مې یوې کوټې ته ولاړه. ددوي د غږونه مې اورېدل. د ښځې او سړی غږونه، چې په روسي غږېدل، چې زه پرې هېڅ نه پوهېدم، چې دوی د څه په اړه غږېږي.
د وخت په تېرېدو لږ لږ غږونه په زوره شول، او د غږېدو اندازونه هم بدل شول، چغې او سوری پیل شوی!
داسې مې و انګېرله، چې حالات خرابېږي، مګر نه پوهېدم، چې ولې! ځکه په روسي نه پوهېدم.
له دې سره سم درې ځوانان او یو سپین-ږیری زما پر لور راغلل. له ځان سره مې وویل، چې کېدای شي د خپلې لور د خاوند ښه راغلاست ته به رانږدی شوي وي!
مګر نا ببره دا ښه راغلاست په کوتک-وهنې او ډبونې بدل شو!!!
ترڅو چې پوهېدم، نو ځان مې ددې ځناورو تر کوتکونو او سوکانو لاندې وموندلو، او داسې راته مالومه شوه، چې له دې نړۍ څخه نور د تل لپاره تلونکې یم. نو بې له دې، چې وتختم، هېڅ بله لار مې نه درلوده. په بېړه مې ځان ددوي له ولکې څخه خلاص کړ او د ور پر لور مې منډه کړه، بهر کوڅې ته ووتم. منډه زما او منډه د دوي. اخر په یو بازارګي کې مې ورڅخه ځان ورک کړ.او نیغ د کوټې پر لور رهۍ شو…
په کوټه کې مې ځانته پام شو، که ګورم، چې له سر، پوزی او خولې مې وینې رابهېږي. کالي مې هم د هغو ځناورو د وهلو له لامله شلېدلي ول.
له ځان سره مې وویل: زه خو ژوندی را ووتم، زما دماندینې به څه حال وي؟
خالد زیاتوي:
ځان راڅخه هېر شو او د هغې په غم کې شوم، اخر ستونزه دا وه، چې هغه راباندې ډېره ګرنه وه!
څېره یې زما د سترګو مخې، مخې ته کېده. ایا همدا د کوتکونو وارونه، چې ما خوړلي هغې به هم خوړلې وي؟ زه نر یم او زغملی یې شم. هغه ښځه ده او ددې تون نلري، حتما مري، یا به ما پرېږدي، او یا شاید له دین څخه وګرځي.
شیطان خپل کار پیل کړ، او عجیب و غریب افکار به یې زما سر کې ننویستل، چې له نن نه وروسته به ته ښځه ونلری.
څه مې باید کړي وای؟ ورشم! نه، دلته د انسانانو بیه دېره ټیټه ده، کېدای شي په لسو ډالرو یې زما د وژلو لپاره اُجرتي وژونکي (قاتلان) ټاکلي وي. نو باید په کوټه کې اوسم. تردې، چې سهر شو. کالي مې بدل کړل، ځان مې سم کړ، او د هغوي د کور پر لور وخوځېدم. له لری څخه مې کور څاره.
د کور ور یې بند وو… ناببره ور پرانیستل شو، او هم هغوي چې زه یې په کوتکونو وهلې وم بهر راووتل. پوه شوم، چې د کار پر لور روان دی.
په دویمه، درېیمه او څلورمه ورځ مې چې همداسې د دوي ور څاره، وروسته لدې، چې دوی پر خپل کار پسې ووتل، ناببره ور پرانیستل شو. د ماندینې څېره مې ولیده، چې کيڼ او ښي لوری ته سترګې اچوي.
خالد وایي:
د خپل ژوند په اوږد کې مې دا رنګه زړه راښکوونکې او ښکلې صحنه نه وه لیدلې. فکر نه کوم، چې له هغې څخه مې چېرې ښکلې او غوره بل څوک لیدلې وي، ددې سره، سره، چې څېره یې داغ، داغ او په وینو رنګېدلې وه.
په بېړه د هغې څنګ ته ورغلم. نږدی وو، چې ومرم، اخر رنګ یې ژېړ شوی وو. مخ، لاسونه، او خپې یې ټول په وینو ول، او یواځې یو ساده لباس یې بدن پوښلې وو. ناببره مې سترګې په ځنځییر ولګېدی، چې په پښو کې یې ور اچولی وو، او لاسونه یې له شا کولپ کړي ول.
کله، چې مې دا حال ولید، ومې نشوای کړای، چې ځان کابو کړم، او بې واکه مې وژل.
ماته یې وویل: خالده! لومړی مطمﺉن اوسه، چې زه په هماغه لوړه (عهد) ټینګه ولاړه یم، چې له څښتن سره مې کړې وو. او قسم په څښتن چې هېڅ په حقه د لمانځنې وړ نشته، مګر هماغه څښتن. هغه څه چې ما څکلي، د هغې یوې ذرې ستونزو سره هم برابرې نشي کولای ، چې اصحابو او تابعینو، بلکه انبیاء علیهم السلامو د څښتن پر لار کې زغملي دي.
الله اكبر څه یوه ښځه!
دویم دا چې: زما او زما د کورنۍ ترمنځ هېڅکله منځګړیتوب مه کوه.
درېیم: په کوټه کې اوس، تردې، چې انشاء الله زه راشم، مګر ډېره دوعا کوه. د شپې لمونځ وکړه، او لمونځ ډېر وکړه، ځکه لمونځ له څښتن تعالی څخه وروسته د انسان لپاره غوره پټنځای دی.
خالد وایی:
ولاړم، او په کوټه کې پرېوتم. یوه ورځ دوه ورځ، درې ورځې، او په وروستۍ درېیمه شپه د کوټې د ور ټکونې غږ راغی ، یانې څوک کېدای شي؟ لومړی ځل دی، چې پدې کوټه کې مې د ور غږ واورېد. ډېر ووېرېدم، یانې په دا نیمه شپه به څوک دلته راغلی وي!! ارومرو یې زما ځای پیدا کړې..
په همدې سوچونو کې وم، چې ناببره مې داسې خوږ غړ تر غوږو شو، چې تر دې دمه مې هېچېرې نه وو اورېدلې، زما د ماندینې غږ و.
ور مې پرانیست، خوشاله وه.
وی ویل: اوس ځو.
ځواب مې ورکړ: په همدې حال؟
– هو.
ساده جامې چې زما سره په کوټه کې وی، را واخیستې او وا یې غوستلې. حجاب او احتیاتي عبا (…) چې یې له ځان سره راوړې وه واغوستله، او موږ خپل سامان راټول او ټکسي مو ونیوله.
ټیکسي والا ته مې وویل: هواي ډګر. (د هواي ډګر ټکې مې په روسي ژبه زده کړې وو.)
ماندینې مې وویل: نه هوايي ډګر ته نه ځو. فلاني ښار ته ځو.
– ولې؟ موږ غواړو وتښتو!!
– نه، که چېرې هغوي پوه شي، چې زه تښتېدلې یم، زموږ پسې به هوايي ډګر ته راشي. مګر موږ فلاني ښار ته ځو، بیا له هغه ځایه بل ښار ته. تردې، چې د کوم نړیوال ډګر لرونکي ښار ته ورسېږو.
نړیوال ډګر ته ورسېدو، ټکټ مو ترلاسه کړ، مګر د الوت (پرواز) پورې ډېر وخت وو، د همدې لامله مو کوټه په کرایه ونیوله.
خالد وایی: خپلې ماندینې ته مې پام وکړ. یا څښتنه! په بدن یې هېڅ ځای سم نه وو پاتی. د لارې په اوږو کې مې له هغې څخه پوښتنه وکړه، چې ستا سره څه پېښ شول؟
هغې وویل:
کله چې کوټې ته ننوتم، او دکورنۍ له غړو سره مې کېناستم ما ته یې وویل: دا څه ډولباس دی، چې اغوستې دې دی؟
– دا د اسلام لباس دی.
– هغه سړی څوک دی؟
– هغه زما خاوند دی. زه مسلمانه شوې یم او له هغه سره مې واده کړې دی.
– دا هېڅ امکان نلري.
– لومړی غوږ شﺉ، چې خپله کیسه درته وکړم… او ما د هغه روسي سوداګر کیسه، چې زه بدو کارونو ته راکاږلم وویل.
– که چېرې دې هغه د فحشاوو کار کړې وای او خپله ابرو او عزت دی لیلام کړې وای ښه به وای، نه دا چې دلته یوه مسلمانه راشی!!!!
دې سرسخته تعصب ته وګورﺉ، چې دا مذهبی جنونیان یې له مسلمانانو سره لري.
هغې ته یې وویل: لدې کور څخه به بهر نه وځی، مګر چې ارتودوکسي (عیسوي) یا بې اروا جسد.
بیا مې خور پوښتنې پیل کړې: ولې دې خپل دین پرېښود؟ … د مور دین دی… د پلار دین دی… د نیکونو دین دی او تر اخره؟!! او ما د هغې په قانع کولو پیل وکړ… او هغې ته مې د اسلام ريښتینولي حقانیت بیان کړل، ددې دین له ښېګڼو او هغې خالصې او سپېڅلې عقیدې څخه چې دا دین یې لري په ښه توګه خبره کړه.
لږ لږ زما خبرو په هغې اغیز وکړه، او ورو، ورو دا قضیه ورته روښانېدله، او د هغه باطلو ګروهو څخه چې دا ورسره اوېدله ورته روښانېدل.
ان تردې، چې راته یې وویل: ته په حقه یې. دا ماغه سم دین دی، هماغه دین، چې زه یې هم باید ومنم. په همدې وخت کې یې ماته وویل: غوږ کېږده خورې! زه غواړم ستا سره مرسته وکړم.
ما ورته وویل: که غواړی، چې له ما سره مرسته وکړی، داسې کار وکړ، چې خاوند مې وګورم. مګر ستونزه هغه دوه ځنځیرونه ول، چې زه پرې تړلې وم، او دا دواړه ځنځیرونه د کور په ستنو پورې تړلې ول، چې تېښته ونکړای شم. او زما له خور سره یواځی د درېیم ځنځیر کیلی وه.
کله چې زما خور اسلام ومنلو، او اراده یې وکړ، چې د دین پر لار کې قرباني ورکړي، داسې قرباني، چې زما د قربانۍ هم لوړه او ستره. تصميم گرفت كه مرا از خانه فراري دهد با وجود اينكه كليدها دست برادرم بود.
په هماغه ورځ مې خور د ورور لپاره ټینګ او ښه نیشه یې شراب تیار کړل. کله چې هغه دا شراب وڅښل نشه شو، او په ځان نه پوهېده. خورکۍ مې کلیګانې د هغه له جېبه راواخیستې او ځنیځیرونه یې پرانیستل، پدې ډول زه په هماغه شپه ستا څنګ ته راغلم.
خالد وویل: نو خور دی؟
له خور څخه مې وغوښتل، چې خپل اسلام ښکاره نکړي، او پدې توګه یې پټ وساتی، ترهغې، چې وخت ورته برابر شي.
خالد وایی: طبیعتا موږ په الوتکه کې سپاره شو، او هېواد ته راستانه شو، ماندینه مې روغتون ته بوتله. تریوې مودې هورې وه، تردې، چې د وهلو ټکولو اثار او ټپونه یې ښه شول.
سرچینه: د بیداري اسلامي ګورتپاڼه
لیکونکې: ابو انس ماجد البنکاني