کور / خبرتیا او پيغامونه / له پښتنو شاعرانو څخه يوه هيله او غوښتنه.

له پښتنو شاعرانو څخه يوه هيله او غوښتنه.

خبرتيا


“فرشته فاونډېشن” د ليکوالانو او هنرمندانو يو نړيوال فورم دى، چي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مينې، سولې (امن) او انساندوستۍ لپاره کار کوي او د نړۍ په څلورو لويو وچو (اروپا، امريکا، اسيا او افريقا) کې فعاليت لري. دا فورم په پام کې لري چي په نيژدې راتلونکي کې د مينې، سولې او انساندوستۍ په اړه د پښتنو شاعرانو لنډ شعرونه را ټول کړي، له انګليسي ژباړې سره يې په کتابي بڼه چاپ او د انټرنيټ له لارې يې خپاره کړي.


له ټولو پښتنو شاعرانو څخه په ډېر درنښت هيله کېږي، چي تر پورتنيو سرليکونو لاندې خپل لنډ- لنډ نظمونه ژر تر  ژره را ولېږي چي موږ وکولاى شي- په نړۍ کې، په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې د جګړو اور ته په پام سره- په لنډه موده کې خپل دغه کار بشپړ کړو.


 


د فرشته فاونډېشن تګلاره


 


١. د لويې نړۍ انسانان دې ته تيارول چي هغوى دي د خپل انساني فطرت په سمون له هر ډول تفرقې څخه لاس پر سر شي او انسانيت ته دي اوږې ورکړي.


٢. مينه د امن، امن د انسانيت او انسانيت د انساني ژوند د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره په کارول.


٣. د مشرقيت او مغربيت تر منځه د لارې پرانيستلو په نيت نړيوال فن په معنوي او فکري اعتبار د يو پل په ډول وړاندې کول.


٤. له خپل خپل توان سره سم د ناروغې انساني ټولنې د درملنې لپاره فني زيار دارو کول.


د انساني ټولنې د ښېګړې او بقا لپاره د زړه له اخلاصه خپل صلاحيتونو په کار اچول.


٥. د انسانيت ورانه ويجاړه څېره په ښايسته لفظونو او زړه را کښونکيو رنګونو له نوي سره جوړول.


٦. دوستانه موسکاوې د کرکو په جنګ کې د جنګي وسلې په توګه وړاندې کول او د يو بل پر زړونو د برياليتوب بيرغونه درول.


دا او دې ته ورته نور داسې کارونه چي د انسانانو تر منځ مځکني واټنونه او د هغوى د زړونو تر منځ لارې جوړوي، د دې غيرسياسي فاونډېشن په اهدافو کې بې له کوم ځاني تشخص او مالي ګټې او تاوان شامل دي، يعنې فرشته فاونډېشن داسې يو نړوال فورم دى چي تش د انساني اقدارو ته د تبليغ او ودې ورکولو يو بهير دى او هر هغه شاعر او هراړخيزه هنرمند د دې نړۍ خپل ځان د دې فاونډېشن غړى ګڼلاى شي چي مينه يې د ژوند مسلک، امن يې خوب او انسانيت يې مرام وي.


 


د اسيايي هېوادونو مسوول


افضل شوق


ګرځند ټليفون: 03465455414


برېښناليک : farishtafoundation@gmail.com