کور / خبرتیا او پيغامونه / د غازي محمدجان خان د مبارزې او ژوند په اړه د جوړېدونکي سیمینار

د غازي محمدجان خان د مبارزې او ژوند په اړه د جوړېدونکي سیمینار

رفیع کلتوري او مدني ټولنې د رسمي جواز د ترلاسه کولو وروسته؛ خپلې هلې ځلې د ادب او فرهنګ د بډاینې په لاره کې پیل کړي دي، او د خپلو شته امکاناتو په کارولو به د مېړنو یادونه ژوندي کوي، دا دی اوس غواړي د سیمې او هېواد د نامتو مبارز اوغازي، اروښاد محمدجان خان په اړه یو سیمینار د راتلونکي کال (۱۳۸۸) په حمل میاشت کې جوړ کړي.

له دې کبله ټولو هېوادوالو، پوهانو، لیکوالو، څېړنکو او تاریخپوهانو ته خبر ورکوي تر څو د سیمینار تر جوړېدو پورې خپلې څېړنیزې لیکنې د نوموړي ارواښاد په اړه دې ټولنه ته وسپاري. له یاده مه باسئ چې ځینې مقالې به هلته په سیمینار کې ولوستل شي او له سیمینار وروسته به ټولې لاسته راوړل شوې مقالې په یوه ټولګه کې چاپ شي.

په درنښت

رفیع کلتوري او مدني ټولنه

پته: د کابل پوهنتون انجنیري دروازې ته مخامخ، جمال مینه، کابل افغانستان

برېښنالیک: rafi.tolana@gmail.com

ټیلیفون: ۰۰۹۳-۷۷۷۲۰۰۳۰۱ ، ۰۰۹۳-۷۷۹۵۲۱۲۸۳ او ۰۰۹۳-۷۷۷۲۵۷۴۱۵