کور / تازه خبرونه / حكومت: كه ناټو ډاډ رانكړي، د ولس پرېكړي ته به مخ كړو

حكومت: كه ناټو ډاډ رانكړي، د ولس پرېكړي ته به مخ كړو


افغان چارواكي وايي كه د طالبانو پر ضد د عملياتو پر مهال د افغان پوځيانو د برخي اخيستني په باب ډاډ ورنكړل سي، دوى به د بهرنيو پوځيانو په باب د ولس پرېكړي ته مخ كړي.
افغان حكومت وايي د ناټو عمومي سرمنشي ته يې د ملكي كسانو د مړيني د مخنيوي په خاطر يو داسي پلان لېږلئ، چي بهرني ځواكونه له خپل سرو عملياتو څخه راګرځوي او د عملياتو پر مهال به د كورونو د پلټني چاري افغان پوځيان چي د ولس له كلتور سره اشنا دي ترسره كوي.
افغان حكومت چي په دې وروستيو كي په ملي او نړيواله كچه د فساد او بې كفايتۍ له كبله تر نيوكو لاندي راغلئ او داسي نښي ليدل كېږي، چي له امريكا او لوېديځو هيوادونو سره يې اړيكي سړې سوي دي، وايي كه ناټو ځواكونه په يوه مياشت كي مثبت ځواب ورنكړي، دوى به په افغانستان كي د دغو ځواكونو د ماموريت په باب د ولس پرېكړي ته مخ كړي.
كه څه هم د ولس د پرېكړي وضاحت نه دئ سوى، خو د سياسي چارو شنونكي وايي داسي ښكاري چي افغان حكومت د بهرنيو ځواكونو كركه درك كړې ده، او كه د افغان حكومت موخه همدا وي، بېشكه چي د دولت پورتنۍ څرګندوني به د طالب جنګياليو دريځ نور هم پياوړى كړي.