کور / شعر / د اختر ټاله…

د اختر ټاله…

ما ويل چې زه به مې د ژوند تر پايه
تا سره مينه كوم
تا به په زړه كې ساتم
ستا به نازونه وړمه
ټول بيګارونه وړمه
له تا كه لرې هم يم
زړه به مې ستا لاس كې وي
چې هر څه پېښ شي په ما
تا به دستي خبروم
خو ستا خويونو زما
زړه ته داغونه وركړل
څه بېوفا غوندې وې
ته د هر چا غوندې وې
نو زه مې زړه صبروم
ځان سره داسې وايم:
ما وېل يواځې زما يار يې
د اختر ټال يې هر سړى دې زنګوينه