کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله تبصره کې د ولس مشر کرزي وروستۍ څرګندونې څیړلي او لیکلي دي چې  لویدیځ ته خبردارې ورکول د ولس مشر د ناتوانۍ څرګندوې دې.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي  دي ددې لپاره چې ولس مشر پخپلو امریکايې دوستانو خپل ملاتړ له لاسه ورکړې نو نوې سیاست يې غوره کړې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د ترورزم په خلاف د روانې جګړې په بیا کتنې ټینګار کړې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د شتو ستونزو د حل لپاره روانو نړیوالو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې په زور کلي نه کیږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د امریکا د نوي حکومت زیات ټینګار د پوځي ځواک په کارولو دې حال دا چې د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د شتو ستونزو د هواري لپاره باید ټول اړخونه وڅیړل شي.

ورځپاڼې پخپل دویم مخ کې د مولوي وکیل احمد متوکل ځانګړې مرکه هم خپره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان د روان بحران د حل لپاره باید بنسټیز کارونه وشي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا دا وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې د خپل منځیو اختلافاتو له کبله به ائیتلافیان ډیر ژر امریکا په نیمه لار کې پریږدي.

ځکه د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت، ناټو او امریکا په دریو بیلابیلو لارو روان دي او ناټو او امریکا په افغانستان کې جلا جلا ستراتیژۍ پرمخ بیايي.

ورځپاڼې  په یو بل ځاې کې افغانستان ته د نورو امریکايې سرتیرو د استولو او شتو ستونزو په اړه هم تبصره کړیده.


په انګلیسي ژبه خپریدونکې د افغانستان ټایمز خپلواکې ورځپاڼې د روسیې او ناټو ترمنځ په نویو اړیکو تبصره کړې.

د ورځپاڼې په وینا ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره د منځنۍ اسیا د هیوادونو نویو لارو ته اړتیا لري او دا اړیکې هم تر ډیره د همدې اړتیا پر بنسټ ولاړې دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مسله راغستې او لیکلي دي چې په روان کال کې یوازې په کندز کې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي پنځه شپیته پیښې ثبت شویدي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغان حکومت په کړنو د انتقاد ترڅنګ لیکلي دي چې دې حکومت افغانستان  تر دې حده له لویدیځ سره تړلې چې د لویدیځ والو د اجاز پرته یو ډالر هم څوک نشي لږولې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو د سمبالولو مسله څیړلې او پوښتنه يې کړې چې دا ځواکونه به کله پخپلو پښو ودریږي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د امریکا ددفاع د وزیر وروستۍ څرګندونې څیړلې چې ویلي دي افغانستان د روان کال تر ټولو جدي مسله ده او ګاونډیو هیوادونو سره د خبرو له لارې کیداې شي ددې ستونزې به هواري کې ګټور ثابت شي.

خو اصلا بیا پخپله سرمقاله کې د هغو فلمونو او خپرونو د مخنیوي غوښتنه کړې چې د ورځپاڼې په وینا د ټولنې په زیان تمامیږي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په هیواد کې روانو سیاسي فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې د سوړ ژمي سره سره په افغانستان کې سیاسي بازار ګرم دې او بیلابیلې سیاسي ډلې هڅه کوي چې له نړیوالو بدلونونو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

ورځپاڼې بیا هم د راتلونکو انتخاباتو مسله راغستې او د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو بهیر له خطر سره مخامخ دې.