کور / کیسه / ريښتنې کيسه

ريښتنې کيسه

فريدچې ډېرې اقتصادي ستونزې يې درلودې اوپه همدې وختونوکې يې پلارهم تقاعدشوي وو که څه هم پلاريې وطن ته زيات خدمتونه کړي وو خو اوس داستوګني لپاره کورهم نلري .نوهمدالامل شوچې فريد په خوارۍ پسي بهرته ولاړشي خويوڅوک يې مخه نيسي !

سپين ږيري ! فريدجانه څنګه داسي کوړئ کوړئ روان يې خيرخودي ؟

فريد   !   حاجي صيب يوچا ته ورځم ورسره مې لږکاردي .

سپين ږيري ! څه کار د ورسره دي؟

فريد ! راته يې کومه ويزه ښودله نوماهم څوپيسې راخيستې اوغواړم چې زه هم دغريبۍ لپاره خارج(بهر) ته ولاړشم ترڅواقتصادي ستونزې مې لږې راکمې شي .

سپين ږيري ! اي خوار مه شي داڅه کوي خلک دبهر څخه اوس افغانستان ته راځي اوله دي ځايه پيسې وړي ته بهرته په پيسو پيداکولو پسي ځې ؟

فريد ! حاجې صيب داڅنګه ؟  سپين ږيري ! فريدجانه يوڅه وخت وړاندي يوکس له امريکا څخه دلته راغلي وو يعني افغان اصله خارجي وو هغه په لومړئ قدم کې يوڅه پيسې مصرف کړي اوځان ته يې يولوړپوست پيداکړ.ده په لومړئ وخت کې زيات خدمت خپل هيواد ته وکړ ريښتونې خدمت .خلکوهم دده سره مينه پيداشوه اويوښه نوم يې ځان ته وګاټه او ورپسي شخصي ګټې يعني دځان لپاره يې کارشروع کړو داسي کارچې بيت المال چې دټولوخلکومال اوشتمني ده ده خپله شتمني وګرځوله .اودبيت المال جايداد اوځمکې يې دنمرواوکورونوپه نوم دخپلی شتمنۍ اوشتو دغنا لپاره يې په يونوم او بل نوم پلورلي .

فريد   !     حاجي صيب داسي څوک نه وو چې تري پوښتنه وکړي اويايې محکمې ته راکش کړي ؟  سپين ږيري !  نه فريدجانه ځکه هغې  افغان اصله خارجي په لوړ پوست کارکوو

يواځي ژورناليستان پاتي ووچې دده اصلي څيره يې پيژندله اوهم يې خلکوته ښود لي واي  فريدجانه لکه څرنګه چې ماپخوا درته وويل چې نوموړي تن ډېرځيرک او هوښياروو .داچې دوي غږپورته کولو نو ده سمديستې هغو ژورناليستانوته چې دده غږپه ملي اونړيواله کچه اوريدل کيده يوڅه پيسې اوداستوګنې کورونه يې هم ورکړل .اوهم يې ځيني ددوي څخه پخپل دفترکې په دندو وګمارل اودهغې تنخوابرسيره چې اړونده ميډياوو لخوا ورکول کيدې دوهمه ډالري ډالۍ وه چې دوي به تري برخمن کيدل .

نوپه همدي ترتيب يې دټولوخولې وتړلې اودې ژورناليستانو به هم دده په مشوره اوګټه ريپوټونه خپلورسنيوته ورکول .

فريد:حاجي صيب داټولې خبرې چې تاسي يې ماته کوي ريښتيادي ؟

سپين ږيري    ! هو  فريدجانه دهغې پرځاي چې دخارج څخه افغانستان ته پيسې  راوړي دافغانستان څخه به يې خارج ته پيسې ليږلي .

اوبله داچې دژورناليستانو په برکت دولسمشرلخوا ورته دښوکارونو د ترسره کولوپه وياړ ميډال هم ورکړل شو .

اودډيروشتوسره خپل وطن(فعلي وطن خارج) ته ولاړ .

فريد:     حاجې صيب اول خو زړه نه زړه وم چې زه دخپل خوږوطن افغانستان څخه څنګه خارج ته ولاړشم خواوس خامخه ځم ځکه چې زما پلاردڅلويښتو کالونوڅخه زيات په لوړواوټيټوپوستونو کارکړي خو ذره خيانت يې هم نه دي کړي نوبيابه ماته څنګه دخيانت اجازه راکړي .

سپين ږيري :     فريدجانه زه درته وايم چې پدي پيسوچې ته بهرته ځې همدلته يې مصرف کړه له يوي خوا به دخپل کورنه په فاصله کې نه وي او له بلې خوا به دډېروشتوڅښتن شې .

فريد:    حاجي صيب مادرته وويل چې ماته پلاردهيواد سره دخيانت او جفا اجازه نه راکوي ځکه زه او زماپلارددي وطن دغرونوځنګلونو بوټو کاڼو لوټي اوخاورې سره ډېره زياته مينه لرو او زه به ترهغې پوري پدې اداره اودولت کې کارونکړم ترڅواداري فساد ورک شوي نه وي اودولت د اداري فساد پر وړاندي کوم ګام پورته نکړي .

اوکه کارکوم په دي دولت کې نو داداري فسادپرضددخپلوشتودډېرښت لپاره نه بلکي دوطن دابادۍ اوسمسورتيا لپاره .

حاجي صيب له تاځيني مننه زه ځم پخپل کارپسي

سپين ږيري :    فريدجانه زويه په مخه دي ښه الله دي مل شه 

کاش فريدجانه ستاپه څيرهرافغان دخپل وطن سره مينه درلودلائ .  

تبصره نسته

  1. اجمل مياخېل صاحب داسي نه شي چې دارکم کيسې دسر اوخري . خوخداي دې خير کړي کيسه دې ټوله په حقيقت وﻻړه ده

  2. پدی هیله جی زمونږ د ټول وطنوال په زړونو کی د وطن او خلکو د خدمت مینه پیدا شی نو هله به مونږ بیا سر لوړی او بریالی او اوسو ………..

    داسی کیس چه اجمل صاحب یی نقل کوی ډیر موثر دی د ځوانانو په زړونونه کی د وطن او خلکو سره مینه او د خدمت جذبه پیدا کوی.

    په درنښت
    جمشید حیدری