کور / تازه خبرونه / بلخ : مېرمن كلتوري ټولنيز بهير اتمه غونډه وكړه

بلخ : مېرمن كلتوري ټولنيز بهير اتمه غونډه وكړه

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د سلواغې په ۱۰ مه، مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اتمه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتركې وكړه.

غونډه د جميلې لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو د ذهره ساپۍ په كوربتوب پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې ذهرا كاكړ تر سره كولې.

د تېرې غونډې راپور د قمر نوري د نه راتګ له امله زرغونې ولوست.

ازاده مشاعره د طيبې له خوا د كوچنيانو په يوه ژباړل شوې كيسه، پيل شوه وه. ورپسې جميلې خپل لومړۍ ليكل شوې لنډه كيسه ولوسته چې د ګډونوالو له خوا په تودو چكچكو بدرګه شوه.

له دې وروسته وياندې ذهره ساپۍ ته بلنه وركړه چې هغې نثري ټوټه ولوسته چې په كې يې د پښتنې پېغلې ژوند انځور كړى و.

زرغونې پخپل نوي ليكل شوي شعر غونډې ته لا ښكلا وركړه او  ملالۍ خپله لنډه پېژندنه د خپلې نثري بېلګې په توګه ولوسته.

ورپسې ذهره كاكړ د ((كرښه)) سرليك لاندې د ډيورنډ كرښې په اړه خپله لنډه ليكنه  ولوسته.

په پاى كې ذبيح الله احساس د كره كتنې په اړه لنډې خبرې وكړې او وړانديز يې وكړ چې په راتلونكو غونډو كې بايد د كره كتنې برخه هم پيل كړو.

د همدې وړانديز له مخې د ذهره كاكړ نثر د راتلونكي غونډې لپاره د كره كتنې برخې ته وټاكل شو.