کور / تازه خبرونه / مېرمن سميع ! عدنان سميع مي تل ټكوي او بېخي بد راسره كوي

مېرمن سميع ! عدنان سميع مي تل ټكوي او بېخي بد راسره كوي

د عدنان سميع كوروداني پر هغه د دوسيې كولو دپاره د محكمې پر لور مخه كړې



د اردو ژبي د وتلي سندرغاړي عدنان سميع مېرمني صبا ګلادري له هغه وروسته چي پوليسو ځواب كړې د محكمې پر لور مخه كړېده تر څو د خپل خاوند پر ضد دوسيه وكړي


هغه چي دهند د ممبۍ په ښار كې د عدنان سميع پر ضد د كړي شكايت په مقابل كي د پوليسو له خوا ځواب سوې محكمې ته تللې او هلته يې د خپل خاوند پر ضد دوسيه داخل كړې ده . پوليسو هغې ته ويلي چې دا د پوليسو دنده نه ده چي ورسي او عدنان زندان ته راكش كړي .ته بايد لوړى  محكمې ته رجوع وكړې


مېرمن صباګلادري ويلي چې مېړه يې تل ټكوي او بېخي بده وضعه ورسره كوي . د هغې په ويناد عدنان سميع غيرانساني سلوك نور د هغې له وسه وتلى او دا نور دا نه سي زغملائ چي خاوند دي ورسره د حېوانانو په څېر چلن او دا دي پرې صبر وكړي  


هغې ويلي ځكه يې د خپل خاوند پر ضد د محكمې پر لور مخه وكړه چې بېخي و دې كار ته مجبوره سوې وه