هند : يوه بزو د مندرد ساتندوي په حېث دنده تر سره كوي
خان زمان کاکړ
د هند د كرناټك په ايالت كې يوه بزو د لاري پر غاړه جوړ مندر څخه ساتنه كوي
د مالوماتو له مخي د هند دسوهېلي ايالت كرناټك د كولر په سيمه كې د لوي لاري څنګ ته په يوه مندره كې د هندو دېوتا ’’ هنومان ’’ ساتنه د امنيتي پوليسو پر ځاي يوه بزو كوي
ويل كيږي چي سيمييزچارواكي غواړي چي د دغې لوي لاري د پراختيا په خاطر دغه مندر ونړوي خو د مندر پر منځنۍ دروازه ناسته بزو هغوي دې كار ته نه پرېږدي
د ځاي خلكو په وينا دغې بزو تر دې وخته هيڅ يوه عام سړي ته څه زيان نه دى رسولى . خو پر هغ چا باندي بريد كوي څوك چي و مندر ته د زيان اړولو په مقصد له هغه ځاي څخه نژدې تېريږي