کور / شعر / اشعار

اشعار

عبدالرحمان غضري


غزل



پټ دسترګوپه خوځښت کې اداګانو يوڅه غوښتل
هسي نه ؤ راټول شوي زما یارانو یوڅه غوښتل


دشهیدې ځوانۍ پیره په ارزو د حْسن پوه شوې
دهیندارو په کفن کې ښکلاګانویوڅه غوښتل


جنتي سترګې دې جارشم پرون چیرې وې چې نه وې
زموږ دکلي خړ درویشه اروا ګانو یوڅه غوښتل


هستۍ په نوم فقیره مادې ځکه امین غوڅ کو
ستادوږي نظر رویو بلاګانویوڅه غوښتل


زړه مې ریږدي خدایزده ولې نن دیارپه سرویریږم
زموږدکلي په حرم کې قاتلانو یوڅه غوښتل


غضري داسي هم نه دی چې بس راغلې ولاړې تیرشوې
تانه هم په دې کوڅوکې لیونیا نو یوڅه غوښتل


۲۸/۱/۲۰۰۹
ساجر


 


 


مجیدسنګریارسهیلي پښتونخواکوټه
یانوي مغل دی


بیانوي مغل دی چي تاریخ دخوشحال خان ولي
بیاعرب راغلۍ سکولونه کالجان ولي
ته چي کوم عمل کړې داعمل ګله ستانه دی
دبل پرخله ولاړیې تباه کوردپښتانه دی
هېوادکښي سرې لمبې دي بیامکتب دپېرروښان ولي


تاریخ یې سوزولۍ په غم لړلې ورورولۍ ده
افغان پرقرارنه پرېږدې وینا دپنجابي ده
پښتون ختمول غواړي دسوات چي ماشومان ولي


مغلوسلاکړې پر هرځاي کښي افغان وژني
په هرځاي کښې ناوې وژني پرهرځاي کښې ځوانان وژني
موږنه پرېږدي وژوندته کراچۍ کښي تاجران ولي


سنګریاره ږغ پروکړه نن پورته ابدالي کړه
خان شهیدمیروایس نیکه اوراپورته ننګیالي کړه
مشریې محمودخان کړه بیا یې څرنګه باداران ولي


 


 


خالدريحان


غزل


له مړوسترګودې مړه مړه راته ګوري انځورونه
دزړه په پرهرونوکې مې ښوري انځورونه


دسپین مخ له سپږمۍ سره دې ښه په کمال جوړدي
دزنې شنه خالونه لکه ستوري انځورونه


خولې دباړخوګانودې جانانه وچي مه شه
دزړه په ګل مې پرخه پرخه أوری انځورونه
جوړه جوړه به ګرانه سره غاړه غړۍ ګرځو
خپاره به کړودمینې لورپه لوری انځورونه
شبخون وي شوګیرې شي څه دردونه څړیکې څړیکې
بیاجوړکړي په کاغذدغزل توري انځورونه


اخیربه مې به سردسوداګرساقي قبضه شي
دشونډوله جامونو په ما پلوري انځورونه


ریحان چې دې یارزلفې په خیالونوکې پیوندکړي
هرځای ورسره ګرځي لکه سیوري انځورونه



۲۰۰۸/۱۰/۱۱ طائف


 



ولسمشر ته



سل ځله دې وعدې وکړي په شمار باندې
يودې هم پوره نکړپه خپل وار باندې
اويلې چې زه جنګساﻻرنه پريږدم
څنګه شوې منکر په خپل اقرار باندې
ستاپه واکدارۍ کې اى کرزى ماما
څه کاني ونشوي کندهار باندې
ډير دې په هلمند کې تباهي وکړه
مړه دې کړل بمونو د اغيار باندې
هسکه مينه اوس هم ده په وينو سره
رحم دى ونکړ ننګرهار باندې
غله او داړه ماران دې راټول کړي دي
څوک به باور وکړي تا غدار باندې
 مخکې دې وعدي کول اوس دروغ وايې
 ځه يو ځل چکرشه په تخار باندې
هلته پښتانه ټول په محبس پراته
 تولعنت دخداى ستا په کردار باندې
مونږ ه ساده ګان درباندې تير وتو
 نور به نه تيروځو تا مکار باندې
څه دې کړه پګړۍ دپلار نيکه صيبه
ولى اوس شرميږي په دستار باندې
 شرم که لري او ځانته پښتون وايې
 ژر استعفاوکړه په تلوار باندې
 څوک چې پس لدې هم تاته رائ درکړي
 ځان به کړي اخته د خداى په قار باندې
 زه جبار خيل ښه پاکه وينا کوم
ځان مې دې سپارلې پاک غفار باندې


(( عبدالقاهر جبارخيل سيدني استراليا))


 



اعتراف


له تا مخ می یار هیڅ نه دی  ګرځولي
لاس می بل ګل ته هیڅ نه دی غزولي
بلبل نه یم چی دهر ګل پر سر کښینوم
ما د ستا وربل ته سورګلان ټول کړی
چی  له  ورایه دی  یار وکتله ما ته
بیا له یاده  می  یار  هیڅ  نه یی  وتلي
داخوته یی یارچی نه راځی می خواته
والله زه  خو  بی  تا  ډیر یم  کړیدلي
مستقبل د مینی ځما اوستا به څه وی ؟
ما خو سر اومال یار تاته  دی سپارلي
س دی نور می دهجران له لمبو ساته
زړه (مل) ستا له مینی نشی صبرولي  


پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)  جرمنی ۳۰-۱-۲۰۰۹   

تبصره نسته

  1. انــكار

    ستـــــــا دراتلــــــوهري شيـــــبى ته انتــــــظاركومه
    هيڅ نه پوهيـــــږم چي به كــــله ستـــــا ديدار كومه
    **
    ليـــونـوستــرګـودې په زړه كښې مې طوفان راوړې
    څه به صفت د بـــــل د مــخ او يا رخســــــــار كومه
    **
    نجوم خوډيردي په آسمان كښې كهكشان ترې ډك دې
    صـــنم د زړه نه ويســــتې نه شـــم دا ګـفـتـــار كومه
    **
    وعـدې دې ټولــې وې دروغجـنې چې ثابتـې شولې
    ځــكه دې هـــرې فيــــصلې نه اوس انــــــــكار كومه
    **
    د وحـدت طـــمع درنه تــل ريښـتـينـولـي ده آشــــــنا
    كه داسې نه وي ته دې خپل،زه به خپل كاركومه

    وحدت کلیوال
    کابل