ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايې سرتیرو په شمیر کې زیاتوالي ته په اشارې دا اټکل کړې دې چې امریکا به په افغانستان کې پراخ پسرلني پوځي عملیات وکړي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام وړاندې لیکلي دي چې واشنګټن د جګړې په برخه کې خپل سیاسي تمرکز له عراق نه افغانستان ته اړوي او دلته خپله نوې پوځي ستراتيژۍ پلې کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ناټو د عمومي قومندانۍ په وروستي حکم تبصره کړې چې هدف يې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې او د افغانانو د دیني ارزښتونو درناوې دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام هیله څرګنده کړې چې له دې سره به په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله پاې ته ورسیږي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نیټې ځنډ ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې څه شۍ زیات ارزښت لري د انتخاباتو نیټه اوکه ازاد، راڼه او عادلانه انتخابات؟
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د څرګندونو دلایلو له مخ ځنډول شوي او سیاسي کړۍ باید له هغې نه د سیاسي بحران د رامنځ ته کولو لپاره ګټه وانخلي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا د مرکزي ځواکونو د پخواني قومندان په حواله لیکلي دي چې د افغانستان ستونزې پوځي حل لاره نلري.
ورخپاڼې د موضوع په دوام د هغه دا سپارښتنه هم راغستې چې د افغانستان د روان بحران د حل لپاره باید ټول نړیوال قدرتونه همکاري وکړي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د پاکستان د مشهور ژورنالسټ احمد رشید دا وینا راغستې چې پاکستان د طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره کومه ځانګړې طرحه نلري.
ورځپاڼې د نوموړي په نقل وړاندې لیکلي دي چې د سوات دره همدا اوس د طالبانو او القاعده په لاس کې ده.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو شاته غورزول د اساسي قانون سپکاوې بللې دې.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې په افغانستان کې د انتخاباتو قانون اصلا موجود ندې او که وي هم باید د اساسي قانون تابع وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د انتخاباتو د ځنډولو مسله راغستې او پوښتنه يې کړې چې ایا دا انتخابات به په ځنډ سره هم ترسره شي؟
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د کندز د والي په حواله لیکلي دي که چیرې ناټو خپل اکمالاتي کاروانونه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته راوړي نو د شمال چارواکي د هغو د امنیت د ساتلو لپاره چمتو دي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نیټې اعلان ته په اشارې په هغې کې د خلکو د مشارکت په اهمیت ټینګار کړې دې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې پوځي ځواک باید د سولې په راوستلو کې وکارولې شي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې له ولس مشر نه غوښتې دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون چارواکي باید محکمې ته وروپیژني ځکه د ورخباڼې په وینا دوې د انتخاباتو د نیټې په شاته غورزولو سره اساسي قانون مات کړې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا دا ادعا کړې چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د انتخاباتو نیټه د ولس مشر په لارښوونه شاته غورزولې ده
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د شکایتونو د اوریدو د کمسیون د رئیس اسداله وفا په حواله لیکلي دي چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې زیات اختلاس شوې دې.