کور / تازه خبرونه / هلمند ته د اطلاعاتو او کلتور نوی رئيس معرفي شو

هلمند ته د اطلاعاتو او کلتور نوی رئيس معرفي شو

د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته نوی رئيس، عليشاه مظلوميار معرفي شو، چې په نږدې ورځو کې به خپل کار پيل کړي، په کابل کې يوه چارواکي وويل چې دا پرېکړه د لوړپوړو چارواکو په غوښتنه شوې ده. تر مظلوميار مخکې په دې ولايت کې ښاغلي جانګل خان دغه دنده پرمخ بېوله او عليشاه مظلوميار په سيمه کې د يوه قومي مشر او شاعر په توګه مشهور و، چې په يوشمېر نړيوالو راډيوګانو کې يې شعرونه ويل.
په هلمند ولايت کې د دولت په کچه يو دولتي اخبار (هلمند) چاپېږي، دغه ولايت ته د اسدالله وفا د واکمنۍ په وخت کې مطبعه راوړل شوه چې اوس هم فعاله ده.