کور / تازه خبرونه / د ننګرهار په چپليار ولسوالۍ کې د ماين چاودنه وشوه

د ننګرهار په چپليار ولسوالۍ کې د ماين چاودنه وشوه

د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ اړوند د حافظانو په کلي کې د سړک د غاړې ماين دوه تنه مزدوران ټپيان کړل. امنيتي چاواکي وايي دغه ماين له پخوا نه دغلته ځای پر ځای شوی و چې نن د سړک جوړونې د يوې کمپنۍ پر کارکوونکو وچاودېد . دا په تېرو دوو اونيو کې دريم وار دی چې په چپليار کې دغه ډول چاودنې رامنځته کېږي،تېره اونۍ هم دسرې کلا په سيمه کې په يوشخصي تونس موټر ماين چاودلې و، چې درې تنه ولسي وګړي يې وژلي وو.