کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۱)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۱)

اسلامي سیاست څه ته وایې؟


 په اتويشت غزواتو کې د فوځ مشري
د محمد صلی الله عليه وسلم په غاړه وه
په اتويشت غزاګانوکې د اسلامي فوځ مشري او قومانده په خپله  رسول الله صلی الله عليه وسلم په غاړه درلوده او ديوه بى مثاله عسكرى قوماندان په صفت ئى دجنګ په ډګرکې د اسلام د مجاهدينو قومانده په خپل لاس کې اخستى وه.


څرنگه چې د دې كتاب موضوع د غزاګانو او سرياو تفصيل وړاندې كول نه دي خو بيا هم د ابن سعد رحمه الله عليه د كتاب څخه د عسكرى او جنګى مهماتو يوه اجمالې خاكه وړاندې كول به د گټى څخه خالې نه وي :

د ودان يا ابواء  غزاء  دوهم هجرى قمرى كال د صفر مياشت – د مجاهدين  شمير 70 تنه
د بواط غزاء  دوهم هجرى قمرى كال د ربيع الاول مياشت – د مجاهدين  شمير 200 تنه
د سفوان غزاء  دوهم هجرى قمرى كال د ربيع الاول  مياشت – د مجاهدين  شمير 70 تنه
د ذى العشيره غزاء  دوهم هجرى قمرى كال د جمادې الثانى مياشت – د مجاهدين  شمير 200 تنه
د بدر الكبرا غزاء دوهم هجرى قمرى كال د رمضان مياشت – د مجاهدين  شمير313  تنه څه كم اويا زيات
د بنو قينقاع غزاء  دوهم هجرى قمرى كال د شوال  مياشت – د مجاهدين  شمير …. 
د سويق غزاء  دوهم هجرى قمرى كال د ذوالحجه  مياشت – د مجاهدين شمير 200 تنه
د قرقره الكدر غزاء  درېيم هجرى قمرى كال د محرم الحرام مياشت – د مجاهدين  شمير 200 تنه
د غطفان غزاء  درېيم هجرى قمرى كال د ربيع الاول  مياشت – د مجاهدين  شمير 450 تنه
د نجران غزاء  درېيم هجرى قمرى كال د جمادې الاول  مياشت – د مجاهدين  شمير 300 تنه
د احد غزاء درېيم هجرى قمرى كال د شوال  مياشت – د مجاهدين  شمير 650 تنه
د حمراء الاسد غزاء  درېيم هجرى قمرى كال د شوال  مياشت – د مجاهدين  شمير 540 تنه
د بنو النضير غزاء څلورم هجرى قمرى كال د ربيع الاول مياشت – د مجاهدين  شمير … تنه
د بدر صغرى غزاء  څلورم هجرى قمرى كال د ذوالعقده مياشت – د مجاهدين  شمير 1500تنه
د ذات الرقاع غزاء پنځم هجرى قمرى كال د محرام الحرام مياشت د مجاهدين  شمير 400 تنه
د ذات الرقاع غزاء پنځم هجرى قمرى كال د ربيع الاول مياشت -د مجاهدين شمير 400 تنه
د دومه الجندل غزاء پنځم هجرى قمرى كال د محرم الحرم مياشت  د مجاهدين  شمير 1000 تنه
د بنو المصطلق غزاء پنځم هجرى قمرى كال د شعبان مياشت – د مجاهدين  شمير …… تنه
د احزابو غزاء  پنځم هجرى قمرى كال د ذوالعقده مياشت يا د شوال مياشت – د مجاهدين  شمير 3000 تنه
د نبو قريظه غزاء پنځم هجرى قمرى كال د ذوالحجه مياشت – د مجاهدين  شمير 3000 تنه
د بنولحيان غزاء  شپږم هجرى قمرى كال د ربيع الاول مياشت – د مجاهدين  شمير 200 تنه
د غابه غزاء  شپام هجرى قمرى كال د ربيع الثانى مياشت – د مجاهدين  شمير 500 تنه
د حديبيى غزاء  شپږم هجرى قمرى كال د ذو العقيده مياشت – د مجاهدين  شمير 1400 تنه
د خيبر   غزاء  اوم هجرى قمرى كال د   محرم الحرام مياشت – د مجاهدين  شمير 1420 تنه
د وادي القرى غزاء اوم هجرى قمرى كال د محرم الحرام مياشت – د مجاهدين  شمير 1382 تنه
د مکې د فتحى غزاء اتم هجرى قمرى كال د رمضان مياشت – د مجاهدين  شمير 10000 تنه 
د حنين غزاء اتم هجرى قمرى كال د شوال مياشت – د مجاهدين  شمير 12000 تنه
د طائف غزاء اتم هجرى قمرى كال د شوال مياشت – د مجاهدين  شمير 12000 تنه
د تبوك غزاء نهم هجرى قمرى كال د رجب مياشت – د مجاهدين  شمير 30000 تنه1.
د ځينى غزاګانو په تاريخونو او د لښكرو په شميرکې د اهل مغازيو تر منځ اختلاف موجود دې لكه  د ابن اسحق رحمه الله عليه په نزد د احزاب غزاء د پنځم هجرى قمرى كال شوال په مياشت کې شوې ده او د بنوالمصطلق غزاء د شپږم هجرى قمرى كال د شعبان په مياشت کې شوي خوڅرنگه چې ما دا تفصيل د ابن سعد رحمه الله عليه څخه راخيستى دې نوپه همدې خاطرمى تاريخ او د مجاهدينو شميرهم دهمغه څخه رانقل کړې دې .

په نبوي دوره کې عسكرى قوماندانان
د اسلامي رياست څخه د دفاع په خاطر عسكري قوماندانوته   ډیر زيات اهميت ورکړل شوي دې د مدیني په لس كلنه دوره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مختلفووختوکې مختلف صحابه كرام رضى الله عنهم د عسكرى قوماندانانو په حيث د ځينى عسكرى كارونوپه خاطراستولى  دې ، ددې [سراياو] څخه د ټولو لومړې سريه د حمزه بن عبدالمطلب رضي الله  عنه وه. دا سریه د هجرت په اومه مياشت چې د روژى مياشت وه استول شوي وه . خو تر ټولو زياتو سراياو ته ئى زيد بن حارث رضي الله  عنه  ليږلې دې هغه د اته سريو قوماندانى  کړې ده چې وروسته ورته د موتى په نښته کې شهادت ورپه برخه شو- ابن سعد  د نبوي دور د عسكرى قوماندانانو [ امرا ء الجيش] ټول شمير ديرش ښوولى دې خو بل كوم مورخ د عسكرى قوماندانانو دومره تفصيل په كوم ځاې کې نه دې ښودلى څومره چې دې ښودلى  اوبيان کړې ئى دې.  په طبقات كبرى کې د عسكرى قوماندانانو د نومونو تفصيل چې په شميراو ترتيب کې تاريخى  ملحوظات په نظرکې نيول شوي دې په دې توګه راغلى دې :

(حمزه بن عبدالمطلب – عبيده بن حارث – سعد بن ابى وقاص د ایران فاتح – عبدالله بن حجش اسدې– عمير بن عدې بن خرشه خطمى – سالم بن عميرالعمرى – محمدبن مسلمه د كعب بن اشرف قاتل- زيد بن حارثه – ابوسلمه بن عبدالاسد مخزومى – عبدالله بن انيس – منذربن عمرو الساعدې  – عاصم بن ثابت الانصارى  – مرثدبن ابى مرثد غنوي –  عكاشه بن محصن اسدې – ابوعبيده بن جراح  – عبدالرحمن بن عوف – على بن ابى طالب – عبدالله بن عتيك – عبدالله بن رواحه – عمروبن اميه ضمرى –  كرز جابرالفهرى – عمربن خطاب – ابوبكرصديق – بشيربن سعدانصارى – غالب عبدالله ليثى – ابن ابىالعوجاءسلمى – شجاع بن وهب اسدې – كعب بن عمرغفارى – جعفربن ابى طالب – خالدبن وليد – عمروبن عاص د مصرفاتح – ابوقتاده بن ربعى  الانصارى – سعدبن زيداشهلى – طفيل بن عمروالدوسى – عينيه بن حصن فزارى – قطبه بن عامربن حديده – ضحاك بن سفيان كلابى – علقمه بن مجزمدلجى – عبدالله بن حذافه سهمى – اسامه بن زيد – ابوعامراشعرى – جريربن عبدالله البجلى رضي الله عنهم ).

ددې وروستىو دواړو صحابه و ذكرابن سعد رحمه الله نه دې کړې خو په صحيح بخارى کې راغلى دې چې ابوعامراشعرى رضي الله عنه د اوطاس د سريى امير ټاكل شوي و  او هغه په همدې نښته کې شهيد شو او سيدنا جرير رضي الله عنه ئى د هغى ټولگى   اميرټاكلى و چې په يمن کې ئى  ذوالخلصه نومى بت خانى د ورانولو په خاطرليږلې و .

په نبوي دورکې سیمه ایز اميران
(كان النبي صلی الله عليه وسلم يبعث من الامراو الرسل واحدا بعد واحد )

[ نبي كريم صلی الله عليه وسلم به امران ټاكل او سفيران به ئى يو په بل پسى استول2].

ابن حجرعسقلانى ليکي چې : (والاخبارطافحه بان اهل كل بلدمنهم كانوا يتحاكمون الې الذى امرعليهم و يقبلون خبره و يعتمدون عليه)

[ د ډیرو رواياتو څخه دا رامعلوميږي چې د هرى سيمى خلكوبه د خپلو ستونځو پريکړه د هغه اميرپه واسطه كوله چې په هغوی به ټاكل شوي و د هغه خبره به ئى  منله او په هغه به ئى باورکاو ه 3].

رسول الله صلى الله عليه وسلم به د سيمو امرانو ته د خاصو لارښودنو وروسته د تللو امرکاوه ،د نمونى په توګه ،كله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دهجرت په لسم كال دحجه الوداع څخه وروسته معاذ بن جبل رضى الله تعالی عنه په پورتنى يمن او ابوموسى اشعرى رضى الله عنه ئى په ښكتنى يمن د امرانو په حيث ولیږل نو هغوی ته ئى د لیږلو په وخت کې داسى لارښوونى کړې وي :

[په خلكوبه اّسانتيا راوړئ ، نرمي به اختياروئ او د سختىو څخه به ځان ساتئ ، په اسلام باندې عمل كونكو ته زيرى ورکړئ خو داسى کړنلاره به نه اختياروئ چې د هغى په اساس خلك د اسلام څخه متنفر شي .]

معاذ بن جبل رضي الله تعالی  عنه ته ئى دا لارښوونه هم کړې وه چې[ د يمن اهل كتابوته په توحيد او رسالت باندې د ايمان راوړلو بلنه وركوه، ايمان راوړونكو ته د لمانځه په اداكولو تاكيدكوه او د هغوی د اغنياوڅخه زكات اخله اود هغو په مسكينانوئى ويشه 4. ]

د قران كريم مطابق به پريکړه كوي  كه چيرى په هغى کې ښكاره او واضحه حكم موجود نه وي نو بيا به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو مطابق پريکړه كوی اوكه چيرى په هغه دواړوکې  هم صريحه اوڅر گند حكم په لاس درنه شى، نو بيا به اجتهادكوی] 5.

ابن حزم د24 عسكرى قوماندانانو نومونه ذكرکړې دې خو په هغه کې ئى د زكات د راټولونكو و گړو ځينى نومونه هم اخستى دې 6.

ابن قيم رحمه الله عليه د دولس امرانو نومونه رانقل کړې دي 7.

بلاذرى رحمه الله عليه په فتوح البلدان کې د امراويادوونه په مختلفو ځايونوکې کړيده خو د خپل دوهم كتاب [انساب الاشراف] په لومړې جلدکې يي د هغه د تفصيل په خاطرځانګړېى باب جوړکړې دې، د دې اميرانو څخه «باذان بن ساسان بن بلاش » هم وه چې د« بهرام جورد» نژاد څخه و او د ایرانى پادشاه لخوا په يمن کې حاكم ټاكل شوي و خو د كسرى د وژلو وروسته مسلمان شو او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه د پخوانۍ تجربى په اساس د ټول يمن حاكم وټاكه.  د هغه وروسته د هغه زوي شهر بن باذان حاكم ټاكل شوې وه او د هغه وروسته بيامختلف صحابه رضي الله تعالی عنهم د دې منطقى د اميرانو په توګه ټاكل شوي وو .

(عتاب بن اسيد رضي الله  عنه مكه مكرمه – عثمان بن ابوالعاص ثقفى رضي الله  عنه طائف – علاء بن الحضر رضي الله  عنه بحرين –  عمروبن عاص رضي الله  عنه عمان – ابوسفيان بن حرب رضي الله  عنه نجران – بازان بن ساسان رضي الله  عنه يمن – شهربن بازان رضي الله  عنه يمن – مهاجربن ابى اميه رضي الله  عنه يمن – ابان بن سعيدبن عاص رضي الله  عنه يمن – ابوموسى اشعرى رضي الله  عنه ديمن سواحل – معاذبن جبل رضي الله  عنه يمن جند- يزيدبن ابى سفيان رضي الله  عنه تيماء – ثمامه بن اثال رضي الله عنه الېمامه – عمروبن سعيدبن عاص رضي الله  عنه وادي قرى [خيبر]8 – خالد بن سعيدبن عاص رضي الله  عنه  يمن – زيادبن لبيدانصارى رضي الله عنه حضرموت – عمربن حزم رضي الله  عنه نجران كى د اميرانو په توګه گمارل شوي وو. )

د ورستنيو درى نومونو يادونه علامه بلاذرى(470 هجرى قمرى مړ شوي دې) کړې ده9.

په نبوي دورکې د زكات  ټولولو مسئولين
ابن هشام ،ابن حزم ، ابن جرير ، ابن اثير رحمه الله عليهم ټولوليكلى دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې په هركلى  کې دزكات درا ټولولو له پاره اميران ټاكل شوي وو ، همدا راز دځنىو سيموحاكمان هم دخپلو دندو د سرته رسولو تر څنګ د زكاتونواو صدقاتو په را ټولولو باندې موظف وو. د احاديثوپه كتابونوکې د زكاتونو را ټولونكوته مصدقين هم ويل شوي [ د صدقو را ټولونکې] .

د څومشهورو زكات ټولونكوامرانونومونه په لاندې توګه دې :

(مهاجربن ابى  اميه رضى الله عنه ديمن په صنعاکې – زياد بن لبيد انصارى رضى الله عنه په حضرموت کې – عدې بن حاتم رضى الله تعالی  عنه په بنوطى او بنواسد کې – زبرقان بن بدر رضى الله تعالی  عنه د بنوسعدبن زيد بله يوه  علاقه کې – قيس بن عاصم رضى الله عنه دبنوسعدبن زيدپه يو بله   سیمه کې – مالك بن نويره رضى الله تعالی  عنه په بنوحنظله کې – علاء بن الحضرمى رضى الله عنه په بحرين  کې – على بن ابى  طالب رضى الله عنه په نجران- عمربن خطاب رضى الله تعالی عنه 10.

په نبوي دور کې د مركزى حكومت
مؤقت مسئولين
كله كله به رسول الله صلی الله عليه وسلم په مركزکې د لمانځه د امامت اونورو انتظامى امورو د سرته رسولو له پاره په خپل ځاې يوكس نائب ټاكه څرنگه به چې ګڼ شمیر صحابو كرامو رضى الله عنهم دده مبارك سره یو ځاې  په سفرکې  ګډون درلوده نوپه دې خاطربه ئى د ټيټى مرتبى د صحابه ووڅخه يوڅوك په خپل ځاې ټاكه.

نو د هغه وخت د مركزى حكومت  د مؤ قتو مسئولينو جدول په لاندې توګه لاس ته راغلى دې :

(سعدبن عباده انصارى رضى الله عنه د  دوهم هجرى قمرى كال د ودان  د غزاء په وخت کې – سعدبن معاذ انصارى رضى الله عنه د  دوهم هجري قمرى كال د بواط  د غزاء په وخت – زيدبن حارثه رضى الله عنه د  دوهم هجري قمرى كال د سفوان د غزاء په وخت – ابوسلمه عبدالاسدمخزومى رضى الله عنه د  دوهم هجري قمرى كال د ذىالعشيره  غزاء  په وخت  – ابولبابه بن عبد المنذر رضى الله عنه د دوهم هجرى كال د بدر الكبرى د غزاء په وخت امير – عمر بن ام مكتوم رضى الله عنه د لمانځه د امام په صفت د دوهم هجري قمرى كال د بدرالكبرا د غزاء په وخت – ابولبابه بن عبدالمنذررضى الله عنه د  دوهم هجري قمرى كال د بنوقينقاع  غزاء په وخت – ابولبابه بن عبدالمنذر رضى الله عنه د  دوهم هجري قمرى كال د سويق د غزاء په وخت – عبدالله بن ام مكتوم رضى الله عنه د  درېيم هجري قمرى كال د قراره الكدر  غزاء په وخت – عثمان بن عفان رضى الله عنه د  درېيم هجري قمرى كال د غطفان  غزاء په وخت – ابن ام كلثوم رضى الله عنه د  درېيم هجري قمرى كال د بحران  غزاء په وخت – عبدالله بن ام مكتوم رضى الله عنه د  درېيم هجري قمرى كال د احد د غزاء په وخت – عبدالله بن مكتوم رضى الله عنه د  درېيم هجري قمرى كال د حمراء الاسد د غزاء په وخت – عبدالله بن ام مكتوم رضى الله عنه د  څلورم هجري قمرى كال د بنو النضير  د غزاء په وخت – عبدالله بن رواحه رضى الله عنه د څلورم هجري قمرى كال د بدر صغرى  غزاء په وخت – عثمان بن عفان رضى الله عنه د  پنځم  هجري قمرى كال يا اوم هجري قمرى كال د ذات الرقاع  د غزاء په وخت- سباع بن عرفطه رضى الله عنه پنځم هجري قمرى كال د دومه الجندل د غزاء په وخت – زيد بن حارث رضى الله عنه   پنځم  هجري قمرى كال يا شپږم  هجري قمرى كال د بنوالمصطلق د غزاء په وخت – عبدالله بن ام مكتوم رضى الله عنه پنځم هجري قمرى كال د احزاب د غزاء په وخت – عبدالله ابن ام مكتوم رضى الله عنه پنځم هجري قمرى كال د بنوقريظه د غزاء په وخت – عبدالله ابن ام مكتوم رضى الله عنه شپام هجري قمرى كال د بنولحيان د غزاء په وخت- عبدالله بن ام مكتوم رضى الله عنه شپږم هجري قمرى كال د غابه د غزاء په وخت – عبدالله بن ام مكتوم رضى الله عنه شپږم هجري قمرى كال د حديبيه د غزاء په وخت – سباع بن عرفطه رضى الله عنه اوم هجري قمرى كال د خيبر د غزاء په وخت – عبدالله ابن ام مكتوم رضى الله عنه اتم  هجري قمرى كال د فتح مكه غزاء په وخت محمد بن ياسباع بن عرفطه رضى الله عنهما نهم هجرى قمرى كال د تبوك د غزاء – ابودجانه سماك بن حرشه رضى الله  يا سباع بن عرفطه غفارى رضى الله عنه عنه لسم هجري قمرى كال د حجه الوداع غزاء په وخت 11.)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم
وزيران و د شورى غړي
د وزارت او شورى په هكله به په درېيم فصل کې تفصيلى څیړنه وشى خو د پورتنى عنوان لاندې يواځى دا ښوول کيږي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حكومت کې وزيران اومشاورين هم موجود وو چې د رياست د كابينى او د اجرايه شورى په نامه ياديدلاې شى .

(  ابوبكر صديق رضى الله عنه –  عمر فاروق رضى الله عنه – عثمان بن عفان رضى الله عنه – على بن ابىطالب رضى الله عنه – حمزه رضى الله عنه – ابوعبيده رضى الله عنه – عثمان بن مظعون  رضى الله عنه – عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه – سعدبن ابى وقاص رضى الله عنه –  طلحه رضى الله عنه – زبيربن عوام رضى الله عنه –  جعفر رضى الله عنه12.)

په نبوي دورکې ليكوالان
د العلق د سورت په پنځم اّيت کې ئى قلم د علم ذريعه ښوولى ده که څه  هم د نبي صلی الله عليه وسلم له پاره امي ويل كمال اويوه معجزه وه نوپه دې خاطر د هغه د علم ذريعه د الله جل جلاله لخوا وحى وه خو د غير نبي له پاره  ليك لوست قابليت او كمال ګڼل کيږي، عرب الكامل هغه چا ته وائى چې په ليك لوست وپوهيږي لكه څنګه چې قراّنكريم کې ذكر شوي دي چې عرب قوم امى قوم و ، خو د اسلام د راتلو تر مخه هم هلته يوڅه خلك وو چې په ليك لوست پوهيدل خو څرنګه چې د هغوی ډیر بى  سواده او امى وو نو په دې خاطر قراّن ټولو ته امى ويلى دې . هغوی ته د امى ويلو يوعلت دا هم   دې چې دا خلك ددين نه بى خبره وو. علامه بلاذرى حمه الله عليه ليكلى  دې چې د اسلام دراتلو ترمخه يويشت كسان په ليك لوست پوهيدل چې په هغوی کې 17نارينه اوڅلور ښځى وی، د هغوی نومونه په دې ډول دې :

(عمربن خطاب رضى الله عنه – على بن ابى طالب رضى الله عنه – عثمان بن عفان رضى الله عنه – ابوعبيده بن جراح رضى الله عنه – طلحه رضى الله عنه – يزيد بن ابى سفيان رضى الله عنه – ابوحذيفه بن عتبه رضى الله عنه – حاطب بن عمر رضى الله عنه – ابوسلمه بن عبدالاسد رضى الله عنه – ابان بن سعيد رضى الله عنه – خالدبن سعيد رضى الله عنه – عبدالله بن سعدبن ابى سرح رضى الله عنه – حويطب بن عبدالعزى رضى الله عنه – ابوسفيان بن حرب رضى الله عنه – معاويه بن ابى سفيان رضى الله عنه – جهيم بن الصلت رضى الله عنه – علابن الحضرى رضى الله عنه – شفا بنت عبدالله عدويه رضى الله عنها – حفصه بنت عمر رضى الله عنهما – كريمه بنت مقداد رضى الله عنه – ام كلثوم بنت عقبه رضى الله عنها ، په مدیني منورى کې د بنواوس او بنوخزرج په قبيلوکې هم د اسلام ترمخه يوشميرخلك په ليك اولوست پوهيدل لكه :سعدبن عباده رضى الله عنه – منذرعمرو رضى الله عنه – ابى بن كعب رضى الله عنه – زيدبن ثابت رضى الله عنه –  رافع بن مالك رضى الله عنه – اسيدبن حضير رضى الله عنه – معن بن عدې رضى الله عنه – بشيربن سعد رضى الله عنه – سعدبن ربيع رضى الله عنه – اوس بن خولى رضى الله عنه –  عبدالله بن ابى منافق رضى الله عنه – سويدبن صامت رضى الله عنه) { چې دده سره د لقمان صحيفه هم وه } 13.

دا هغه 23 كسان دي چې بلاذرى ئى يادوونه کړې ده خو په دې کې يوازى د مکې او مدیني د مشهورو خلكو ذكر شوي دې ځكه چې امكان شته چې د عربو په باقى ښارونوکې هم څه د ليك لوست خلك موجود وو كله چې د هجرت نه وروسته اسلامي رياست جوړشو نو د ليك فن ته ئى نوره وده او ترقى هم ورکړه ځكه چې د حكومت د كارونو د پر مختلو له پاره  په لیک لوست  پوه او روزل شوو خلكوته اړتیا وه .

ابن سعد رحمه الله عليه ليکي چې [د بدر د بنديانو له ډلې څخه هغه څوك چې په ليك پوهيده او د فدئى د ورکړې توان ئى نه و  نوهغوی ته رسول اكرم صلی الله عليه وسلم وويلى چې تاسى د انصارو زامنو ته ليك و رزده کړئ چې همدا ستاسو فديه ده هريوته ئى لس لس ځوانان وروسپارل اوكله به چې هغه   هغو لسوكسانوته ليكل زده کړل  نو بيا به ئى پريښوده 14.]

د تاريخ او سيرت په كتابونوکې د نبي صلى الله عليه وسلم د وخت د ليكونكو صحابو رضى الله عنهم د نومونو تفصيل موجود دې چې په دې هكله ابن الاثير رحمه الله عليه يولس نومونه درج کړي دي ، خو ابن حجر رحمه الله عليه پنځلس او ابن قيم  رحمه الله عليه 17نومونه راخستى دې 15.

ابن عبدالبر رحمه الله عليه چې په 463 هجرى قمرى كال کې مړى شوي او حافظ عمادالدين بن كثير رحمه الله عليه د23 صحابه ونومونه رانقل کړي دي، حافظ عماد الدين بن كثير رحمه الله عليه د هغه هريو وګړي لنډ ى سوانح هم بيان کړې دې چې د هغو نومونه په دې ډول دې :

(ابى ابن كعب، زيد بن  ثابت ، عبدالله بن سعد بن  ابى سرح ، عبدالله بن ارقم زهرى ، على بن ابى طالب ، ابوبكرصديق ،عمربن خطاب ،  عثمان بن عفان ، زبيربن عوام ،  خالد بن  سعيد بن عاص ، ابان بن سعيد بن عاص ، حنظله اسدې ، علابن حضرمى،خالدبن وليد ،عبدالله بن رواحه ، محمدبن مسلمه ، عبدالله بن عبدالله بن ابى  مغير بن شعبه ، عمروبن عاص ،  معاويه بن ابى سفيان ، جهيم بن الصلت ، معيقيب بن ابى فاطمه ، شرحبيل بن حسنه رضى الله عنهم 16.]

د رياض د پوهنتون استاد پروفيسور ډاكترمحمدمصطفى  الاعظمى په دې هكله د كتاب النبي صلی الله عليه وسلم ترعنوان لاندې يوكتاب ليكلى دې چې په هغه کې ئى د 22نورو صحابو رضى الله عنه نومونه د مستندو كتابونو په حواله درج کړې دې هغه ليكلى چې كه چيرى نور زيات كوښښ وشى نو نورنومونه هم په لاس راځى ليكن تراوسه پورى چې  څومره تحقيق شوي دې نو د هغه په اساس د 45 صحابه نومونه په لاس راغلى دې 17.

د ادارى نظام بنسټ  په نبوي دورکې ايښوول شوې دې  .كه څه هم ادارى او دفترى نظام د سيدنا عمرفاروق رضى الله عنه په وخت کې پرمختگ وکړ، خو د دې نظام بنسټ په ابتدائي توګه د سيدنا محمد صلی الله عليه وسلم په واسطه ايښوول شوي وه .

ځینو صحابه كرامو رضى الله عنهم به د قراّنكريم د ليكلوكارکاو ه چې په دې ډله کې زيد بن ثابت رضى الله عنه ډیرمشهور و 18.

ابن عبدالبر او ابن حجررحمه الله عليهم ليكلى دې چې په مدينه منوره کې د ليكلوكار زيد بن ثابت کاو ه، نو په دې اساس هغه د كاتب النبي په نوم مشهور شوي و خوځينى نورو صحابو هم د وحى د ليكلوكارکاوه  د زيد بن  ثابت رضى الله عنه څخه دمخه به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحى د ليكلو كارسيدنا ابى بن كعب رضى الله عنه کاو ه اوهمدغه صحابى رضى الله عنهم په مدينه منوره کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم لومړې كاتب و 19 .

سيدنا عمرفاروق رضى الله عنه د اسلام د قبلولو د قصى څخه راڅرگنديږى چې د قراّنكريم ليكنه اوكتابت په مکې دورکې پيل شوي و 20.

زيد بن ثابت او ابى بن كعب رضى الله عنه د پادشاهانو او قبائلى مشرانو په نوم د خطونو د ليكلوكارهم کاو ه .

ځينى صحابو به تړونونه او د سولى ليكونه ليكل لكه على بن ابى طالب رضى الله عنه او ځينى نورو صحابه كرامو به د غنيمت د مالونو او نورو سركارى مالونو درجول ترسره كول، همدا راز په صحيح بخارى کې يو روايت دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د صدقاتو راټولونكو و گړو څخه حساب اخيسته او د هغوی سره به ئى محاسبه كوله 21.

(حَدَّثَنَا مُحَمَّدٌ أَخْبَرَنَا عَبْدَةُ حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ عُرْوَةَ عَنْ أَبِيهِ عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اسْتَعْمَلَ ابْنَ الْأُتَبِيَّةِ عَلَى صَدَقَاتِ بَنِي سُلَيْمٍ فَلَمَّا جَاءَ الې رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَحَاسَبَهُ قَالَ هَذَا الَّذِي لَكُمْ وَهَذِهِ هَدِيَّةٌ أُهْدِيَتْ لِي فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَهَلَّا جَلَسْتَ فِي بَيْتِ أَبِيكَ وَبَيْتِ أُمِّكَ حَتَّى تَأْتِيَكَ هَدِيَّتُكَ إِنْ كُنْتَ صَادِقًا ثُمَّ قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَخَطَبَ النَّاسَ وَحَمِدَ اللَّهَ وَأَثْنَى عَلَيْهِ ثُمَّ قَالَ أَمَّا بَعْدُ فَإِنِّي أَسْتَعْمِلُ رِجَالًا مِنْكُمْ عَلَى أُمُورٍ مِمَّا وَلَّانِي اللَّهُ فَياتِي أَحَدُكُمْ فَيَقُولُ هَذَا لَكُمْ وَهَذِهِ هَدِيَّةٌ أُهْدِيَتْ لِي فَهَلَّا جَلَسَ فِي بَيْتِ أَبِيهِ وَبَيْتِ أُمِّهِ حَتَّى تَأْتِيَهُ هَدِيَّتُهُ إِنْ كَانَ صَادِقًا فَوَاللَّهِ لَا ياخُذُ أَحَدُكُمْ مِنْهَا شَيْئًا قَالَ هِشَامٌ بِغَيْرِ حَقِّهِ إِلَّا جَاءَ اللَّهَ يَحْمِلُهُ يَوْمَ الْقِيامَةِ أَلَا فَلَأَعْرِفَنَّ مَا جَاءَ اللَّهَ رَجُلٌ بِبَعِيرٍ لَهُ رُغَاءٌ أَوْ بِبَقَرَةٍ لَهَا خُوَارٌ أَوْ شَاةٍ تَيْعَرُ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى رَأَيْتُ بياضَ إِبْطَيْهِ أَلَا هَلْ بَلَّغْتُ )

ځينى صحابو به د مالې امورو سندونه ليكل ځكه چې د درېيمى سپارى د بقرى د سور ت په  382 ّاّيت کې د مالې معاملو د ليكلو حكم شوي دې ، د ځينى روايتونوڅخه را څر گنديږى چې د خلكو د شمير او د عسكرى رضاكارانو  نومونو د درج كولو بنسټ هم ايښودې  شوي و . .

(حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ حَدَّثَنَا سُفْيان عَنْ الْأَعْمَشِ عَنْ أَبِي وَائِلٍ عَنْ حُذَيْفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اكْتُبُوا لِي مَنْ تَلَفَّظَ بِالْإِسْلَامِ مِنْ النَّاسِ فَكَتَبْنَا لَهُ أَلْفًا وَخَمْسَ مِائَةِ رَجُلٍ فَقُلْنَا نَخَافُ وَنَحْنُ أَلْفٌ وَخَمْسُ مِائَةٍ فَلَقَدْ رَأَيْتُنَا ابْتُلِينَا حَتَّى إِنَّ الرَّجُلَ لَيُصَلِّي وَحْدَهُ وَهُوَ خَائِفٌ حَدَّثَنَا عَبْدَانُ عَنْ أَبِي حَمْزَةَ عَنْ الْأَعْمَشِ فَوَجَدْنَاهُمْ خَمْسَ مِائَةٍ قَالَ أَبُو مُعَاوِيَةَ مَا بَيْنَ سِتِّ مِائَةٍ الې سَبْعِ مِائَةٍ)

[د سيدنا حذيفه بن يمان څخه روايت شوي دې چې يوځل رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: [ما ته د هغه خلكو نومونه وليکئ چې د اسلام كلیمه وائى ، نو د پنځلس سوه خلكو نومونه مو ورته وليكل ] .

دا روايت سفيان ثورى د اعمش او ابى وائل د حذيفه رضى الله عنه څخه روايت کړې دې خو كوم روايت چې ابوحمزه د ابو معاويه له خولى نقل کړې دې په هغې  کې د باسوادو وګړو شمير د شپږ سوو او اوه سوو په منځ کې ښودل شوي22].

ابن حجر رحمه الله عليه  ليکي چې ابن التين رحمه الله عليه په پوره اعتماد ليكلى دې چې دا حكم د خندق  د غزا په وخت کې ورکړل شوې و ، خو علامه داودی رحمه الله عليه ليكلى دې چې كيداى شى دا حكم د حديبيه په وخت کې ورکړل شوي وي – خو زما نظر دا دې چې كيداى شى دا حكم ئى د احد د غزا په وخت کې ورکړ ې وي خوپه شميرکې د توپير علت همدا ښوول شوې دې چې دكتابت حكم په مختلفو وختونوکې ورکړل شوي دې .

ابن حجررحمه الله عليه فرمايى چې :

(و فى الحديث مشروعیه كتابه دوادين الجيوش وقد تيعين ذالك عند الاحتياج الې تميزمن يصلح للمقاتله عمن لا يصلح 23.)

[ ددې حديث څخه دا معلوميږي چې د عسكرو درجول او ليكل مشروع  دي او هغه وخت ضرورى ګرځي چې كله چې د جنګ د قابليت لرونكو او قابليت نه لرونكوترمنځ د بيلتون اړتیا پيدا شى ]

(حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ حَدَّثَنَا سُفْيان عَنْ عَمْرٍو عَنْ أَبِي مَعْبَدٍ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلَا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلَّا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ يا رَسُولَ اللَّهِ اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتْ امْرَأَتِي حَاجَّةً قَالَ اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ)

[د ابن عباس رضى الله عنه څخه روايت د ى چې: يو سړي وويل چې اى رسول الله صلى الله عليه وسلم ! زما نوم د فلانکې غزاء  د تلونكو په ډله کې ليكلى شوي دې او زما ښځه حج  ته تلل غواړى او تا ويلى دې چې د ښځى سره حج ته ولاړ شه24] .

ددې روايت څخه دا معلوميږي چې د فوځى سرښندونكو د نوم د ليكلو دفتر په نبوي دورکې په ډیره ساده توګه جوړ شوې و ، هغه خلك چې وائى چې مسلمانانو دفترى نظم د ایرانيانوڅخه زده کړې و نو د هغوی دا خبره اصولا  غلطه ده كه څه هم د نورو هيوادونو د تجربو څخه گټه اخستل كومه بده خبره نه وه اوسيدنا عمرفاروق رضى الله عنه به دا گټه ترى اخيستى هم وي خو د دفترى نظام بنياد او بنسټ په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم ايښى وه چې د همدې نظام د بنسټ په اساس د هغه راتلونکې ماڼۍ پورته شوه .

په صحيح بخارى  کې دكتابت پورى تړلې ابواب موجود دې د مثال په توګه : (كتابه العلم، كتابه الامام الناس يستحب للكاتب ان يكون امينا عاقلاُ – كتاب الحاكم الې عماله)

په نبوي دور کې ژباړونکي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله په لوربلونکې هم او د مملكت مشرهم وه ، هغه ته د بلنى خطونه او د نظم پورى تړلې  نورو ليكونولیږل هم ورپه غاړه وو او په نورو ژبو به ورته خطونه هم راتلل ، نوپه دې اساس ديوي ژبى  څخه   بلى ژبى ته د ژباړى اړتیا ليدل كيده ، امام بخارى رحمه الله عليه د «باب ترجمه الحكام » ترعنوان لاندې دحكمران له پاره د ترجمان اړتیا ثابته کړې ده او دا لاندې حديث ئى رانقل کړې دې :

(عن زيدبن ثابت رضى الله عنه ان النبي  صلی الله عليه وسلم امره ان يتعلم كتاب الیهود حتى كتبت للنبي كتبه واقراء ته كتبهم اذا كتبوا الیه )

[ د زيد بن ثابت رضى الله عنه څخه روايت شوي دې چې نبي  كريم صلی الله عليه وسلم ما ته ديهودو د ژبى او د هغى د رسم الخط د زده کړې حكم کړې و ما عبرانى ژبه زده کړه او بيا به مى د نبي صلی الله عليه وسلم له پاره خطونه ليكل او د يهودو راغلى خطونه به مى لوستل اوهغه ته به مى  اورول ] 25.

ابن حجر رحمه الله عليه فرمايى چې امام بخارى دا روايت په خپل تاريخ کې په متصله توګه رانقل کړې دې په هغه کې راغلي  دي چې زيد بن ثابت رضى الله عنه په 15ورځوکې ژبه زده کړې وه – په مسند احمد ، مسند اسحق او مسند ابويعلى رحمه الله عليهم کې د نورو سندونو په څنګ کې دا هم راغلي دې چې زيد بن ثابت رضى الله عنه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم دسريانى ژبى د زده کړې حكم هم کړې و او هغه داژبه هم زده کړې وه ځكه چې په دواړو ژبوکې به ترجمانۍ ته ضرورت پيداكيده26.

المسعودې ليكلى دې چې زيدبن ثابت رضي الله  عنه فارسى، رومى ، قطبى او حبشى ژبى زده کړې وي 27.

ابن سعد رحمه الله عليه ليكلى دې چې په 7 هجرى كال  كى چې كوم شپږ كسه قاصدان لیږل شوي وو نو هغوی ټولو د هغى قومونو په ژبو چې ورته لیږل شوي خبرى كولاې شوي 28.

پاته په دولسمه برخه کې ولولئ……..