انتخابات که لويه جرګه ؟
ووټونه راغله پيسه سير پښتو ايمان خرڅېږي
پخوا به جوني خرڅېدلې اوس ځوانان خرڅېږي
ژړا به نه کړم چي غنم جوار ارزان خرڅېږي
پروسکال ګوړي خرڅېدلې سږ بيوپاريان خرڅېږي “غني”
څه موده مخکي، د بېنوا د ويب پاڼي د نظرونو په برخه کي ښاغلي کريم سهاک زما د يوې ليکني “خلاصون او نجات” سره خپله پوره همفکري اعلان کړې وه. ښاغلي سهاک ليکي وه: که چيري متحده ايالات ستا تيوري عملي کړي، په افغانستان کي به ضرور مثبت بدلون او ثبات راسي. ښاغلي سهاک دغه راز زياته کړې وه: د راتلونکې جمهوري رياست انتخاباتو ته هيڅ اړيتا نسته، ځکه په پخواني انتخاباتو کي ما خپله د کرزي په ګټه فعاليت کړى وو، خو له بده مرغه کرزى” بې کفايته، معامله ګر ، او غوړه مال” را وخوت. هغه زياتوي: انتخابات د پيسو بې ځايه مصروفول دي. سهاک صاحب د نښي مېنځ ويشتلى دى، او په جواب ارزي.
ما غوښتل چي د ښاغلي کريم سهاک څخه د بېنوا ويب ساېټ د نظرنو په برخه کي مننه وکړم، او د هغه د مفکورې سره خپله موافقه سل په سل کي اعلان کړم. خو د نظرنو په برخه کي د خپل جواب په پورته کولو بريالى نه سوم. په همدې لړ کي، له جوابه ورو ورو همدا ليکنه جوړه سوه. اساسي وجه يې دا ده چي مسله ډېره مهمه او سياسي ده. د افغانستان د راتلونکې سره اورګانيک تړاو لري. تاريخ جوړونکې موضوع ده. که څه هم، انتخابات څه وځنډېدل خو هنګامه يې ګرمه ده.
بل پلو، پدې عصر او زمان کي د انتخاباتو سره مخالفت کول،څرګنده سياسي کم عقلي ښکاري، ځکه يو خو يې لالا غواړي، او بل يې اروپايي اتحاد هم سخت طرفداره دى. همدا راز، دکابل په حکومت کي د لوى لالا ستر او واړه ګوډاګيان يې هم سخت لېواله دي. د شمال نا مقدسه ملي جبهه يې هم غواړي. طبعا نيم سم او نيم ګوډ او ړانده افغان کانديدان هم کمپېن ورته کوي. هغوى استدلال کوي چي انتخابات حکومت ته مشروعيت ورکوي. اساسي قانون د انتخاباتو امر کوي.
خو واقعيت دا دى چي په افغانستان کي اساسي قانون ندرتآ عملي سوى دى؛ او تېرو انتخاباتو د حکومت مشروعيت او اعتبار لا کمزورى کى. ځکه عامه خلکو د سر په سترګو ولېدل چي انتخابات جعلي او قلابي وه. ټګي برګي پېرمانه وه. د امريکا د خوښي جنګسالارانو، بې واکه کانديدانو، او د ديرش کلن ناورين د ښکر ورو متخلفينو کاميابي مسلمه او حتمي وه. د انتخاباتو په جريان کي، ووټونه او رايي د سياست په ازاد مارکېټ کي تبادله کېدلې. چنې او ناندرې وې؛ او يوه ضروري سياسي پروسه ريشخند او مضحکه کېدله. په سپينه ورځ، د ديموکراتيکو اصولو پر حدودو باندي تېرى او تجاوز کېدى.
په عين حال کي، د يوه مبصر او سياستوال لپاره د متحده ايالاتو او ناټو له نظر او نيت سره مخالفت ځانمرګي عملياتو ته پاته کېږي. د افغانستان په نننى سياسي کلتور کي د عمومي جريان او ترهېدلي سياسي ګورم پر خلاف دريځ غوره کول، د يوه سياستوال د پرمختګ لپاره زهر قاتل دي.
خو حقيقت دا دى چي ټول اوسني مشهور کانديدان په ولس کي رېښه او سياسي بېس نلري. د مخکښو کانديدانو په جمله کي نه ښاغلى ډاکټر اشرف غني، نه ښاغلى علي احمد جلالي، نه ښاغلى رمضان بشر دوست، نه ښاغلى حامد کرزى، او نه هم په سلهاوو نور کانديدان نه کم حزب لري او نه هم کم محسوس سياسي تشکيلات. هر يو په يوازى سر بسته حزب،پوره ټېم، او هم د راتلونکي حکومت مشر او ټولواک دى. ټول د لوى خان برېتو او سرو سترګو ته ګوري. ګردو ته د خان له کوره ډوډى راځي. او اکثره د واشنګټن په ساحه کي د امريکايي مقاماتو په مينځ کي د خپل ځان لپاره شپه و ورځ په جدي کمپېن لګيا دي. د دوى د انتخاباتي کمپېن فوکس د واشنګټن د ښار څو محدوده وزارتونه او تحقيقاتي مرکزونه دي او بس. مطلب دا دى چي افغاني ټولنه بلکل هېره سوېده.
د امريکايي او غربي څېړنو په اساس، تقريبا د هېواد په ٧٠ فيصده خاوره کي طالبان او نور مسلح داړه ماران دايمي حضور لري. د افغانستان اکثره لوى ښارونه محاصره دي. لويي لاري نا امني او خطرناکه دي. امنيت خراب دى. حکومت او پوليس کمزوري او فاسد دي. پداسي شرايطو کي د انتخاباتو کول نا ممکن دي. احيانا که چيري انتخابات وسي، د پخوا په شان به د امريکا په ملاتړ همدا پېژندل سوي جنګسالاران او بد نامه چارواکي يو ځل بيا انتخاب سي. ځکه په شمال کي بلکل د جنګسالارانو حکم چلېږي. په جنوب کي، مرکزي حکومت د طالبانو له ډاره له کور او دفتره نسي راوتلاى. په شرق کي، د امريکا په ملاتړ حضرت علي، حاجي دين محمد، دلته او هلته د حزب اسلامي پاتي شوني، او يو لړ نور پخواني جګړه ماران حاکم دي. په غرب کي، د ايران په ملاتړ محلي خرڅ سوي ډانګيان حکومت کوي. په داسي شرايطو کي د عادلانه، ازادو، او مشروع انتخاباتو خبري کول ډوکه، فراډ، او سپېره عوام غولونه ده.
زه د ديموکراسۍ مخالف نه يم، بلکي باور لرم چي ديموکراسي تر ټولو نورو سياسي نظامونو ښه او بهتره سيسټم دى. ټول ديموکرايتک او ازاد ملکونه پرمختللي او باثباته دى. په تاريخ کي هيڅکله د دوو ديموکراسيو تر مينځ جګړه نده پېښه سوې. ټول ازاد ملکونه د اقتصاد له نظره پرمختللي او اباد دي. د ديموکراتو ملکونو خلک تعليم يافته، پوه، او شتمن دي. مينځينۍ طبقه پراخه او غښتلي وي. حکومت مشروعيت او موثريت لري. او لنډه داچي په ديموکراسۍ کي د بني ادمانو نه بېلېدونکي خدايي حقوق او انساني کرامت خوندي وي.
د ١٩ پېړۍ فرانسوى سياسي متفکر او د امريکا د تاريخ مشهور مبصر، الکسېس دي ټوکويل، په خپل کتاب (١٨٣٥) ” ډيموکراسي په امريکا کي” ليکي: که چيري زموږ د عصر او زمان انسانان د يوه ژور او رشتين تفکر وروسته پدې قانع سي چي د اجتماعي مساوات او ازادۍ د مفکورې تدريجي او دايمي انکشاف او خورېدل يقينا د انساني ټولنو ماضي او راتلونکى سياسي جهت تشکيلوي، نو همدا کشف او اعتراف به دغه تاريخي بدلون ته يو الهي او مقدس رنګ او کرکټر ورکي. فرانسوى سياسي نابغه د انساني ټولنو د سياسي تکامل د نهايي جهت او ادرس په باب وايي: پدې صورت کي به د ديموکراسۍ د خورېدو مخنيوى د خداى د ارادې سره ډغري وهل وي.”
د الکسېس دي ټوکويل لدې حيرانونکي سياسي اټکل څخه قريب ١٧٠ کله را وروسته، د يوې سروې په اساس، د کال ١٩٧٤ راهيسي څه د پاسه ٩٠ هېوادونو ديموکراسي منلې ده؛ او د يوشتمي پېړۍ د پيلېدو سره سم، د جهان قريب ٦٠ فيصدو مستقلو هيوادونو ديموکراتيک او ا زاد نظامونه لرل. د ځينو سياسي تيورسانانو په ګومان به بالاخره ټول سياسي نظامونه د ديموکراسۍ په درشل کي ځانونه تسليم کي.
که پخپله سيمه کي هند او پاکستان سره مقايسه کوو. هند د نړۍ د سترو او پوخو ديموکراسيو له جملې څخه دى. اقتصاد يې په حيرانونکې توګه انکشاف کوي. هند د کمپيوټر او اې ټي د تيکنالوژۍ په نړيوال مرکز بدل سوى دى. هند ازاد مطبوعات لري او د انګريزي مطبوعاتو سويه يې د غرب سره سيالي کوي. په مقابل کي، په پاکستان کي يو جنرال کته او بل سپرېږي. يوه کودتا لا ځوانه وي چي بله پر وسي. د پاکستان اقتصاد ويجاړ، بېکاري ډېره، او په شمالي، غربي، او جنوب شرقي برخو کي پراخ قومي او ايتنکي پرابلومونه لري. په اسلامي ملکونو کي، يوازي ماليزيا او ترکيه ده چي څه ديموکراسي او ازادي پکي مراعاتېږي، او دواړه پرمختللي، با ثباته، او ماډل ملکونه دي. دواړه په اسلامي هېوادونو کي په اقتصادي او سياسي لحاظ سيال او سارى نلرى. دغه راز، که چيري غرب او پخوانى شرقي بلاک سره مقايسه سي، د غرب پله په هر لحاظ ډېره درنه ده. شرقي بلاک بلکل ختم او ورک سو، خو غربي بلاک خپل قوت او اپيل ساتلى دى.
په پاي کي، پوښتنه دا ده چي انتخابات که لويه جرګه؟ زما په نظر د افغانستان اجتماعي، اقتصادي، او سياسي شرايط د ديموکراسۍ او عمومي انتخاباتو لپاره چمتو ندي. قوي او غښتلې مينځنى طبقه نسته. ازاد او پرمختللي مطبوعات درک نلرى. مدني ټولنه ټوکر ټوکر او نامنظمه ده. بې سوادې عامه ده. او تر ټولو خطرناکه دا چي افغانان د يوه ملي سياسي هويت په نشته والي او په تباه کونکو قومي او ايتنکي جنجالونو ګرفتاره دي. هيڅ ډول دقيقه احصاييه نسته. حتى نفوس معلوم ندى. په اقتصادي لحاظ، افغانستان د ملګروملتونو د انکشافي انډيکس په معيارونو کي د نړۍ تر ټولو فقير او غريب هېواد دى. برسېره پر دې مشکلاتو، افغانستان د حکومت په څرګند کسر او ډفيسټ مبتلا دى.
بلخوا، يوازي په جعلي انتخاباتو مشروعيت او ديموکراسي نه تقويه کېږي. د شوروي اتحاد کمونسټ حزب منظم او پر وخت انتخابات کول، خو پرته له کمونسټانو بل هيڅوک نه انتخابېدل. په اوزبکستان کي، هر ځل پخوانى کمونسټ ديکتاتور اسلام کريموف ٩٩ فيصده رايي ګټي. په مصر کي، ښاغلى حسني مبارک د پوليسو او ټګي برګي په زور بار بار انتخابېږي. د صدام حسين په انتخاباتو کي مخالفانو له ډاره سوڼ نسواى وهلاى. دغه راز د طالبانو د سقوط سره سم، په افغانستان کي هم څو ځله جعلي او فراډ انتخابات وسول، خو د هېواد سياسي مشکل يې حل نه کى. مطلب مي دا دى چي يوازي انتخابات يوه حکومت ته مشروعيت نه سي ورکولاى. مشروعيت د خلکو عمومي رضايت، اطاعت، احترام، او دفاع ته وايي، نه جعلي او فراډو انتخاباتو ته. لنډه دا چي تر قلابي انتخاباتو نه انتخابات ډېر بهتره دي.
زه ګومان کوم چي د افغانستان د راتلونکي مشر د ټاکلو لپاره د يوې اضطراري لويي جرګې راغوښتل تر ټولو عملي او پرکټکل لاره ده. دې لويي جرګې ته بايد داسي استازي وټاکل سي چي يا په خلکو کي بېس ولري او يا پاکه سابقه ولري. په بل عبارت، د ښه شهرت خاوندان وي، او د پخوانيو لويو جرګو د استازو په شان يې لاسونه د خلکو په وينو ککړ نوي. غله او داړماران نوي. همدا لويه جرګه دي د ښاغلي غني، ښاغلي جلالي، او ښاغلي بشر دوست څخه يو د جمهورريس په توګه انتخاب کي؛ او وروسته دي زما د “خلاصون او نجات” تيوري عملي کړي. زه يقين لرم چي ډېر ژر به ثبات او سوله ټينګه سي. طالبان او القاعده به ورک او سټ سي. اقتصاد به انکشاف او وده وکي، او د افغان ولس کور به يو ځل بيا ښاد او اباد سي. والسلام.