کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دغزي مقاومت، داسرائيلي صيهونيستانولو ماته او دغربيانو ملاتړ

دغزي مقاومت، داسرائيلي صيهونيستانولو ماته او دغربيانو ملاتړ

دغزي اتله ! 


سـتا دغليم پر وحشـتونو جـهانـيان پاڅيـدل     پـه لـويـولارواوکـوڅـوکـي پـه غضـب قـهريـدل 


لوي ميدانونه دی په وينو دشهيدو سره سول       پر دغه حال باندي آسمان کي ټول مرغان  ژړيدل


تـه خـو لاهـو پـه خپل غـيرت کي ډوب وي        په تيره توره ستا هر ګوټ کي سره  ګلان غوړيدل     
 


  ۱ ــ دغزي پر ۲۲ ورځني مقاومت باندي یوه لنډه کتنه :


۲ ــ دنړي دروانو کړکيچونودحل ، او بشريت ته د امن دراتلو اساسي لاره :    
 


دغزي داتلو خلګو ۲۲ ورځني مقاومت ا ودد وي سره  دنړيوالو ولسونوسياسي  ملاتړعملآ  دا ثابته  کړه ، چه په نړي کښي   دولسونواو واکمنانو لاره يوه نه ده ۰ يعني يوه دظلم ، وحشت ، بر برۍ اوجا ه طلبي او بله دورور ګلوي ، ترحم ، شفقت او په سوله کي دګډ ژوند لاره ده ۰چه په واقعيت کښي دواړي لاري مذهبي سرحد نه پيږني ۰ دا په دی معنی چه که داسرائيلود صيهونستي رژيم سره په دی يرغل کښي دامريکا دبوش داداري پر څنګ غربي نړی مستقيم او غير مستقيم خپل ضدی بشری رول بازی کړ ۰  ولی په دي ځاي کښي دفلسطين همسايه مملکتونورول هم دپام وړ دی ۰ او دبله طرفه ديرغل په مقابله جبهه کښی دغزی داتلانو تر څنګ هم دجهان ټول ولسونه په يوه ږغ ددی با غيورو اسيرانو سره دلويولاريونونوپه بهير کی خپل ملا تړ اعلان ، او داسرائيلي صيهونستی رژيم يرغل يي تقبيح کړ ، اوبايد وويل سي چه په دې اکثرو لاريو نونو کی داسرائيلو اوامريکا بيرغونه هم سوځل کيدل ۰ ولی په دی لاريونونو کښي په زړه پوري خبره داده چه دټولو اديانو او مذهبونوخلګو حتی ديهودو په شمول ګډون پکښي کړی وو۰


او هم دارنګه دنړی يوتعداد هيوادونو لکه وينزويلا ، بولوويي ، موريتانيا داسرائيلو ددی يرغل په عکس العمل کښي هم خپلی ډيپلو ماتيکي اړيکي قطع کړي ۰ ولی د دوحه ( دقطر مرکز) په کنفرانس کښي چه ( ۱۶ــ۱ــ ۲۰۰۹) چه د۱۳عربی هيوادونو او څلورونورو اسلامی هيوادونو اود وينزويلا ( دجمهور ريس خاص استازي ) اوموريتانيا په ګډون جوړ سوی وو ، قطر هم خپلی تجارتی اړيکی په تعويق کښي اعلان کړی ۰ او په دی کنفرانس کښی چه دجمهورريسانو په ګډون جوړ سوی وو، دسختو غندونو وڅنګ ته داسرائيلو دصيهونستی رژيم څخه دژر تر ژر ه داوربندغوښتنه هم وسوه ۰ولی په دی کنفرانس کښي دسعودی عربستان ، مصر او اردون چارواکو او محمود عباس پکښي ګډون نه درلودلی ۰ولي دحماس دسياسي دفتر ريس( خالد مشعل ) ، رمضان عبدالله ( دفلسطين  داسلامي جهاد دجنبش رهبر)او دفلسطين دآزادي دخلګو دجبهي رهبر هم په دي کنفرانس کي    اشتراک کړي وو۰ او  هم دارنګه ددی کنفرانس په اختطاميه بيانيه کښي دنورو مهمو ټکو وڅنګ ته داسرائيلي صيهونستي رژيم څخه ددی جنا ياتود غرامت اخستل او هم ددوی دلوړ پوړو چارواکو دجنګي جنايتکارانو د محکمی غوښتنه هم وسوه ۰


بايد وويل سي چه تر( ۲۲) ورځو وروسته په دې جهانی سرخلاصي زندان کښي  ددې تاريخی جناياتو تر سره کول ودې رژيم او ددوی ملاتړ کوونکو امريکا ( دبوش اداره ) او غربۍ نړی ته څه په لاس ورکړل ؟ اوددی يرغل څخه يي هدف څه وو ۰


د جهانی جمعی رسنيو له لاری داسی معلوميږی چه ددی جنګ طرحه دنومبر په مياشت کی جوړه سوی وه ۰ او غوښتل يي چه دا شپږ مياشتنی اور بندپه يوه او بل شکل سره مات او خپل يرغل دغزی پر بي دفاع خلګو باندی شروع کړي ۰ولي  تراوسه پوری داسی دقيق شواهدميدان ته نه دي راوتلي چه دا اور بند دی دحماس له خوا څخه مات سوی وی ۰او  که يي  فرض کړو، چه دا اور بند دحماس له خوا څخه په يوه راکټ باندی چه دوی يي خپله جوړوی مات سوي وی ۰ نو دکوم جهانی اصل او  منشورپر اساس باندي ديوه راکټ په عکس العمل کښي ( چه بايد په عوض کښي با المثله عکس العمل ښکاره سوي واي ) په داسي حال کي چه دهغه راکټ خرابۍ او تلفات هم تر اوسه نه دی په ګوته سوی ۰ولي په عکس العمل کښي يي داسرائيلو صيهو نيستي رژيم له خوا  لمړي دغزي( ۳۶۰  ) کيلو متر مربع ښار داسی محاصره کړل  سوو،  چه حتی خوراکی ټکو لړۍ يي هم پردوي  باندي ودرول ۰ اوپه دوهم قدم کښي يي پر( اوويشم د دسمبريي) ددروخواوو څخه يي  ( هوايي ، بحري ، زميني ) دابي دفاع اومحاصره ملت ترشديدو بمباردونو او شليکونو لاندي راوست ۰ چه دځينو جمعی رسنيو په حواله په دی يرغل کښي داسرائيلو دصيهونستي رژيم له خوا  ( ۲۲۶ ) جنګي طيارو د ( اف ۱۶ ) په شمول اشتراک کړي وو ۰ چه تنها ديرغل په شروع کښي په لومړنيو ( ۲۲۰ ) ثانيو کښي ( ۸۶ ) جنګی طيارو بمباردونه تر سره کړل ۰


چه ددوه ويښتو ورځو په يوغل کښي ( ۲۳۰۰ ) هوايي بمباردونه ، او په لس هاوو زره ګولی  ،دټانکونو، توپونو او بحری جنګي کښتيو له خوا پردې محاصره سوي غيور ملت باندي شليک سوي دي ۰


چه ددی شليکونو په نتيجه کښي د( ۱۵۰۰ ) په حدودو کښي معصوم فلسطينيان په شهادت رسيدلی ، او د( ۵۰۰۰ ) څخه زيات زخميان سوي دي ۰ چه ( ۴۰۰ ) څخه يي ډير شهيدان کوچنيان دي ۰ او بايد وويل سي چه دشهيدانو اکثريت ښځي او کوچنيان تشکيلوي ۰حتی يوه لويي کورني چه ( ۴۸ ) غړيي  درلودل هم ټوله په يوه بمبارد کي په شهادت ورسيدل ۰ ولي دا هم بايد هيره نه کړو چه د شهيدانو دارقم هم دقيق نه دي ۰ داځکه چه ددی بي سارۍ خرابو څخه لا تراوسه پوري انسانان نه دي راايستل سوي ، چه وروسته بيا ارقام په دقيق ډول تحرير کيدلايسی ۰


او ددی بمبا ردونو په نتيجه کښي ( ۵۰۰۰ ) کورونه دمنځه تللي ، ( ۱۷۰۰۰ ) نيمه خراب سوي ، ( ۲۵۰ ) دولتي کارخاني او موسيسي ، ( ۲۰ ) مسجدونه ( ۲۱ ) لوي مدرسي او پوهنتونونه تر لسو ډيري شفاخاني او کلينيکونه  ، او د( ۱۳ ) په حدودو کښي سيار صحي موټران بمبارد او شليک سوي دي ۰ او ډيره عجيبه خو لا داده ، داسرائيلي جنګي جنايتکارانو په دي يرغل کي  دغزي ددۍ کوچني ښار ( ۸۰ ) فيصده زراعت يي هم دبولدو زرونو او ټانکونو په زريعه د منځه وړي دي ۰او تر اور بند وروسته په اوس محال کښي ( ۵۰۰۰۰ ) کسه بي کوره او ( ۴۰۰۰۰۰ ) خلګ دڅښلو داوبودنيستي سره مخامخ دي ۰ چه دځينوجمعي رسنيو له مخي داسرائيلو صيهو نستي رژيم دې يرغل دغزي ښار ته  د ( لسو ميليارډو ډالرو ) تاوان رسولي دي ۰ 


دا هم معلومه خبره ده چه هر نظامی عمل ځانته خپل سياسی اهداف لری ۰ چه داسرائيلو دابي ساري نظامی عمل هم ددی پورتني خبري څخه جلا نه دی ۰ ځکه نو دوی هم خپل ځانته سياسی اهداف درلودله ، داسی معلوميږي چه ددوی اهداف هم په لاندی ډول وه ۰


۱ ــ  دحماس سياسی جوړښت او ددوی د رهبرانودمنځه وړل يا اسير کول ۰


۲ ــ ددوی ديوه سرباز آزادول کوم چه د دووکا لو راهيسي دحماس دمقاومت سره اسير دي ۰ په داسي حال کي چه په سلګونه فلسطينيان دکلونو راهيسي  داسرائيلو په تورو زندانونو کښي شپي او ورځي تيروي ۰


۳ ــ په ( ۲۰۰۶ ) کال په لبنان کښي دحزب الله له طرفه داسرائيلي رژيم دماتي بيرته تلافي کول ۰


۴ ـ-  دغزي پر ښار باندي په نوي ډول سره دکامل تسلط راوستل۰


۵ ــ و عربي نړي ته خپل نظامي زور او دنووبشر وژونکو سلاحو ښکاره کول ۰


۶ ــ  چون دمحمود عباس دجمهوري رياست ددوري ختم يعني ( نهمه دجنوري )  هم مخ پر نيږدي کيدو وو ، نو که داسرائيلو رژيم په غزه کي خپلو اهدافو ته رسيدلي واي ، نو دفلسطين راتلونکي انتخابات به هم داسرائيلو درژيم او ددوي دغربي حاميانو دهيلو سره سم مخ ته تللي واي ، او خپل ګوډ اګي به يي دجمهوري رياست پر مقام باندي کښينولي واي ۰


ولي اسرائيلي رژيم ددی ( ۲۲ ) ورځنيو جناياتو سره سره ونه کړايسواي چه لږ تر لږه وخپلو سياسي اهدافو ته ځان نيژدي کړي ۰ بلکه ددی حنګ په عکس العمل کښي خپل نيژدي دوست ( ترکيه ) هم دلاسه ورکړل ۰ اود درو عربي هيوادوحاکميتونه يي  لکه  ( سعودي عربستان ، مصر ، اردون ) په عربي نړي کښي هم دسختوسياسي  ستونځو سره مخامخ کړل ۰ او هم دارنګه په نړيوال غبر ګون کښي ټول جهاني ولسونه راوپاريدل ، چه دا خپله په سيا سي لحاظ ودوي ته نه تلافي کيدونکي ماته ده ۰


ولی ددوي ددي بشري او اقتصادی جناياتو څخه ډک يرغل ،او دبله طرفه دغزي داتلو خلګوبي ساري  مقاومت او د جهان د ولسونو او يو تعداد دولتونو راپاريدل   ۰اوهم  په لويو لاريونونو او پريکړو ليکونو باندي ملګري ملتونه اوپه خاصه توګه  دامنيت شورا ديو لوي چيلينچ سره مخامخ کول، داسرائيلو صيهو نستي رژيم اوددوي حاميان ودي ته اړ کړل چه خپله سياسي او نظامي ماته عملآ قبوله کړي ۰ او ديرغل پر ( ۲۳ ) تمه ورځ باندي يي يو طرفه اور بند اعلان کړ ۰ چه دخپلو غربي پلو يانو له خوا څخه هم دخوښي سبب وګرځيدي ۰ او سياسي فضا په مجموع کښي په  ټول جهان کي دحماس په ګټه او داسرائيلو دصيهو نيستۍ رژيم په تجريديدو واوښتله ۰


ځکه نو غربي نشراتو هم پر خپلو صفحوباندي تر اور بند وروسته د يو تعداد حقايقو په ليکنو باندي شروع وکړه ۰او يو شمير غربي چارواکو هم د دوستانو په څير په غزه کي ددايمي اور بند او دفلسطينيانو دکشالي دحل له پاره دنوو دروازو څخه وتا لار ته سرونه ور ننه ايستل ۰


مثلآ : داوربند څخه وروسته په لومړي هفته کي دالمان په محلي رسنيو کي داسي ليکل سوي وه :


(  رسانه هاي محلي المان امروز از طرح ۵ ماده اي وزير امور خارجه اين کشور برای حل منا قشه غزه وبر قراري صلح بين حماس واسرائيل خبر دادند ۰


اين طرح که به هماهنګی اتحاديه اروپا پيش نهاد ميشود ، بر جسته کردن نقش دولت خود ګردان در غزه است ۰ بر ګزاری يک کنفرانس بين الملی برای با ز سازی غزه ، ارائيه کمک های دارویي ، غذایی ، وسوخت به غزه ، مبارزه با قاچاق سلاح ، باز ګشایي مرز ها واز سر ګيری روند صلح از جمله مفاد اين طرح است ۰ )


او يا : ( به ګزاريش از ابو ظبی روز چهار شنبه به تاريخ ( ۲ ــ۱۱ ــ ۸۷ ) توني بلير رئيس کميته چهار جانبه صلح خاور ميانه در يک سفر رسمی در ابو ظبی اعلام کرد : اګر حماس را حل تأ سيس دو کشور جد ا ګانه اسرائيل وفلسطين را بپزيرد ، کميته چها ر جانبه اين ګروه مذاکره خواهد کرد ۰ )


په واقعيت کښي دالمان دخارجه وزير او توني بلير  څرګندوني د غربي واکمنانو دسياست ښکارندويي کوي


که دغربي واکمنانو دي څرګندونو ته په لږ دقت وګورو، په ښکاره ډول معلوميږي چه داسرائيلو دصيهو نستي رژيم هغه بشري جنايات اوقتل عامونه چه په  غزه کښي يي تر سره کړي دي ۰ دا غربی واکمنان څونه ليري فاصله ځيني نيسي ۰ هغه څوک چه ددي جنګ څخه اګاهي ونه لري ددي څرګندونو پر اساس کيدلايسي داسی  فکر وکړي ، چه په غزه کښي تنها اقتصادي خرابي رامنځ ته سوي  ولي  انسانان يي په امن کي ژوند کوي ۰داڅرګندوني غربي واکمنان ځکه کوي چه دوي هم په دي جرم کښي په مستقيم او يا غير مستقيم ډول شريک دي ۰ ځکه نو دجنګي جنايتکارانو له پاره نه تنها دهغوي دمحکمي غوښتنه نه کوي ، بلکه په دي جنګ کښي دبشري جنا ياتو نوم هم نه اخلي ۰   
 


په واقعيت کښي هغه ارقام چه دغزي دبي ګناه انسانانو دزخميانو په هکله ليکل سوي دۍ دعيني واقعيت څخه ډير ليري بلل کيدلايسي ۰دا ځکه چه د دي سر خلاصي زندان پر اسيرانو باندي  داسي غيري متعا رفي سلاحوي استعمال سوي دي ۰ چه ټول  جهانيان ددوي دا عمل دژنيو دکنوانسيون څخه  لويه سرلغړونه بولي ۰


چه ددي غير متعارفو سلاحو څخه يو هم فسفري بمبونه دي ۰ چه ددي بمبونو دزخميا نوتداويي حتی ډاکټرانو ته مشکله سوي ده ۰ داځکه چه ددي بمبونو ټو ټي دانسانانو پر هر ځای چه لګيدلي دي اور يي اخستي او هغه ځاي يي سخت ورسوځلي دي ۰ اويا په مجموع کي دجمعي رسنيو په حواله ويلايسو چه دغزي دا يو نيم ميليون انسانان يي ټوله په روحي سختوفشارونو او تکليفونو باندي اخته کړي دي ۰


بله مهمه خبره چه ديادوني وړ ده هغه داچه ، هغه بشري جنا يات چه داسرائيلی صيهو نستی رژيم له خوا څخه دغزي پر بي دفاع خلګو باندی ديرغل په  (۲۲ ) ورځو کی تير سول ،پوره دقيق ارقام او دبشري جنګی جناياتواخستل سوی فلمونه او عکسونه لا تر اوسه دجهانی جمعی رسنيو پر مخ نه دي راوتلی ۰دا ځکه چه شايد يا دژور نالستانو دنه لاس رسۍ ( ځکه دصيهونستانو له خوا څخه پر ژور نالستانو باندي هم بنديز لګول سوی وو ) او يا دغربي نړی دفشار له کبله به د فعلآ دپاره ژور نالستانو ډير څه پټ کړي وي ۰ دا ځکه چه دنړي ټول بشر دوستو ولسونوپه لويولاريونونو اود ميټينګونوپه پريکړه ليکونو کي د دې بشري جنګي جنا ياتو دعاملينو اوددوی د حاميانوله پاره د جهاني بي طرفی  محکمی غوښتنه کړي ده ۰ ځکه نو که دا ټول مستند فلمونه او عکسونه دجمعی رسنيو پر صفحو باندي ښکاره سي ۰ نو په هغه صورت کی بيا نه تنها داسرائيلو صيهو نستي رژيم بلکه دامريکا او دغربي نړي چارواکي هم  ترسختوولسي فشارونو لاندي راځي ۰ چه په نتيجه کي  ددوی دحا کميتونو دنووټولټاکونو له پاره به  سخت ګواښونه رامنځ ته کړي ۰ولي بيا هم داد امکانه ليري خبره ده چه داسرائيلو دصيهونستي رژيم دا  بشري او اقتصادی جنيات چه يي د(۲۲) ورځو په درشل کي په غزه کښي تر سره کړل ،  جهاني ولسونه او يو تعداد ولسونو ته نيژدي چارواکي او خاصتأ اسلامۍ نړي دی دالويه فاجعه هيره کړي ۰ ځکه نو ددوي په مقابل کي دجهاني ولسونو تنفر خپل لوړ ترين ګراف لاره وهي ۰


۲ ــ اوس نو اصلی خبره داده ، چه په مجموع کښي  جهانيان په دې ( يوويشتمه پيړي ) کښي  دڅونو  بې ترحمواو بې  انصافوجهطلبواو سرمايه مينو جهاني واکمنانو په زنځيرونوکي بند راغلي دي ۰چه دهرڅه اختيارات يي ځيني اخستي دي ۰ اودې واکمنانو د ملګروملتونو ټول اختيارات او صلا حيتونه په خپلو لاسونو کښي ټينګ نيولي دي ، ځکه نو ځيني  سياسي او علمي اصطلاحات دوي له خپلو ګټو سره سم تعريف او تفسيروي ، لکه ( بشر ، بشري حقوق ، تروريزم ، ملي ګټي يا ملي منافع ،تجاوز ، اشغال او داسي نور ) ۰ چه په نتيجه کښي ټول جهان يي د ډيرو لويو سياسي ، اقتصادي او امنيتي ګواښونو سره مخامخ کړي دي ۰


چه ډير جهانيان ددي نا برابري عيني  وضع تر تاثير لاندي داسي راغلي دي ، چه ددريمي نړيوالي جګړي درانيژدي کيدوفکرونه وهي ۰ چه دا خپله په روحي لحاظ لوي فشار او تکليف دي چه نن دجهان ولسونه ورسره مخامخ سوي دي ۰ نو ددې لوی جهاني بحران څخه دنجات يوا ځني لاره زما په نظر دملګرو ملتونو پر اوسني تشکيل، صلاحيتونو اودايمی مقر باندي د (  ۲۱ ) تمي پيړي دغوښتنو سره سم دجهان دولسونو او واکمنانو يو نوي نظر کول دي ۰دا  ځکه چه دا تشکيل او صلاحيتونه د نړيوالي جګړي وروسته دجګړي دلويو قدرتونودنظامي او اقتصادي زور په نتيجه کي جوړ اوتصويب سوي دي  ۰او په دي څو لسيزو کي دامنيت د شورا دځينو غړوله خوا دخپلو اقتصادي مخو له پاره دملګرو ملتونوسازمان څخه په ځينو وختونو کي  دتيري توري او په ځينو وختونو کي بيا دسپر په حيث استفاده ځيني سوي ده ۰ که په ملګرو ملتونو کي دټولو دولتونوصلاحيتونه يو شان واي ، او هيچا دويټو حق نه درلودلاي ، نو حتمي وه چه په دي وروستي لسيزه کي به په افغانستان ، عراق ، ليبنان ، سوډان ، او فلسطين کي به دا بشري او اقتصادي ناورينونه نه را منځ ته کيدلاي ۰ ځکه نو دا ديوويشتمي پيړي غوښتنه ده ، چه دا سازمان نور بايد ددي بي اعتمادي او ګوښه نشيني دحالت  څخه ځان راوباسي ۰ او دټول جهان دولسونو دارادو او ارمانونو مظرباید سي ۰دا  ځکه چه دا سازمان په اوس محال کي يی  خپل اعتماد او اتوريته دجهان په ولسونو او دولتونو کي دلاسه ورکړي ده ۰ ځکه نوپه نتيجه کي په جهان کښي تسليحاتي مسابقو زور اخستي او دلويو قدرتونو له بيري  له خپلي دفاع له پاره ځانونه په اټومی سلاحو باندي تجهيزوي ۰ چه دا خپله وجهان ته يو لوي ګواښ دي چه خاصتآ تر ساړه جنګ وروسته رامنخ ته سوي دي ۰


نو که په نتيجه کي دملګرو ملتونو ټوله فيصلي او پريکړي داکثريت او اقليت او يا ددووثلثو درايو پر اصل باندي وسي ، نوپه نړي کي به حتی   ډیر هغه څه چه دبشر دبقا په ګټه دي ، او نن په نړي کښي دځينو مقاومتونوله کبله  نه تر سره کيږي ، دهغوي دپاره به هم امکانات رامنځ ته سي ۰ لکه دمځکي دکره دنه  تود والي له پاره تلاښونه چه دڅوکلونو راهيسي يی صرف پر جلساتو باندي اکتفا سوي ده ۰ او وڅنګ ته به هم   ټوله بشرپه امن کي خپل دژوند لمړني ضروري موادوته هم لاس رسي پيداکړي وي ، او نړي به دپرمختګ په لور په صلح کي دګډ ژوند   پر اصل باندي خپل چټک قدمونه اخلي ۰  


تمت بالخير  


اخځ :


ـــ فارسي رو ويب پاڼه


ـــ دمحترم محيط بر نامه