کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان مشران د خپلي واکمنۍ په پاى کښي هوښيار شي

افغان مشران د خپلي واکمنۍ په پاى کښي هوښيار شي

کله چي د ١٣٥٢ کال د چنګاښ په ٢٦ مه د يوي سپيني کوتاه په ترڅ کي سردار محمد داوود په افغانستان کي جمهوري نظام پلي کړ، نو په هغه وخت کي د سردار محمد داوود د ملي غورځنګ ګوند په کنګره کي تقريباً شپېته سلنه چپيان يا د چپيانو طرفداران شامل و، خپله ډاکټر حسن شرق چي د داوود خان ډېر نږدي او اعتباري شخص و، ځکه چپي ووچي وروسته د ډاکټر نجيب له خوا د صدراعظم په توګه وګومارل شو.

د کابيني نور غړي لکه فيض محمد د کورنيو چارو وزير پاچاګل وفادار او نور ډيري يي د بېلګي په توګه يادولي شو

هغه وخت کي يو ډېر افراطى حرکت د شوروي په پلوي داو، چي د جمهوري نظام په لومړيو شپو کي د بيسيم مخابري له امريکايي کمپنيو نه واخستل شوي چي افغانستان کي يي کار کاوه، د بيلګي په توګه د هلمند په کجکي کي د امريکايي ميشتي کمپني نه، بل د محمد خان جلالر د KGB دمهمي سټي نصبول د سوداګري وزير په حيث و ،هماغه شول، چي شهيد سردار محمد داوود د کي جي بي په لومو کي ښکېل شو، خو کله چي سردار داوود مصر، سعودى او نورو بهرنيو هېوادوته يو ستر او تاريخي سفر وکړ، نو د راستنېدو په مهال يي د هرات په ښار کي يوه تاريخي وينا وکړه، چي دده اوښتون يي د شوروي نه څرګنداوه.

او کله چي دده په سياست کي بدلون راغى اوبشپړ خپلواک سياست يي غوره کړ، نو ډېره ناوخته شوي وه، ځکه دده له پرځېدو نه نهه مياشتي وړاندي د چپيانو دواړواړخونو خلق او پرچم سره يو شوي وو، کي جي بي په دولت خصوصاً وسلوالو ځواکونو کي نفوذ کړي و، چي په دي ډول دى يي راوپرځاوو او دغويي اوښتون رامنځ ته شو.

ورپسي چي نور محمد تره کي واګۍ په لاس کي واخيستې، وروسته تر يو نيم کال څخه تره کي هم د شوروي د کمونست ګوند او د کي جي بي په خوښه تغيير وکړ، خو دا منفي بدلون و، او په دي هڅه کي شو،  چي حفيظ الله امين د واک له ګدۍ لري او هغه ته يي د سرطان دداني نوم ورکړ ، خو دا هم ناوخته شوي وه ځکه امين په وسلوال پوځ او ګوند کي دومره نفوذ درلود، چي خپله د تره کي سر يي وخوړ.

بيا هم راځو امين ته، امين د خپل سل ورځني حکومت په پاى کي دومره بيړني تغيير وکړ، چي د پاکستان خارجه وزير آغا شاهي يي راوغوښت، اړيکي يي د پولي هغه خوا سره په رغېدو شوې، خو دا هم ډېره ناوخته وه، ځکه په ده هم د شوروي کمونست ګوند او کي جي بي ډېر بي باوره او حتى د حفيظ الامريکا خطاب ورته وشو، هماغه و، چي د تاج بېګ په ماڼي کي د شورويانو په ګوليو سورى ، سورى شو.

يواځني کس چي په خپله غلامي او ګوډاگيتوب کي ډېر مضبوط پاتي شو، هغه ببرک کارمل و، چي ده تر پايه بدلون ونه موند، حتى د ډاکټر نجيب الله د ملي پخلايني د کړن لاري په ضديت کي يي هر ه بي غيرتي ومنله .

بيا هم د ډاکټر نجيب دري کلني خپلواکي واکمنۍ آخر کال ته راځو، په دي کال کي ډاکټر نجيب د ملي پخلايني په خاطر دومره بدلون وکړ، چي د پرچم ډله، د خلقيانو د تڼي د کودتاچيانو ډلي يي ټول دښمنان شول.

دوستم او جنرال بابه جان تري واوښتل ،کنځلي يي ورته وکړي او شهيد ډاکټر نجيب الله يي په ډګر کي يواځي پرېښود.

په آخرو ورځو کي چي ښاغلي تاج محمد د مزار شريف د امنيت رييس، ښاغلي جمعه خان اڅک د شمال زون مسوول او د نجيب الله مرستيال جنرال رفيع د دښمنانو له چلوټو خبر شول نو جنرال رفيع يي په خپل استازيتوب د چورلکو په واسطه لوګر ته واستاوه چي د لويي پکتيا ملاتړ لاس ته راوړي خو نور وخت ورنه تللي و او ډېره ناوخته شوي وه.

کله چي د رباني حکومت د حکمتيار په ضديت کي بدلون وموند او دطالبانو استازو ته يي د فرشتي نجات لقب ورکاوه او کندهار ته يي خپل استازي ورولېږل دا وخت هم اوبه له ورخه تېري شوي وي او څه ګټه يي نه درلوده.

راځو د طالبانو بي ځايه اوښتون ته، هغه وخت چي طالبانوکي دامريکي سره   د ضديت نښي راټوکېدي (سره له دي چي دوى دامريکي او د انګلستان زېږ نده وو) نو دوى هم د روسيي پلوته ميلان پيدا کړ او هغه ستره الوتکه يي چي په کندهار کي يرغمل نيولي و ددي اوښتون په پايله کي خوشي کړه، او ددي لپاره چي نور خلک په دي اوښتون پوه نشي او خپل باداران( پاکستان او انګليس) پري غوسه نه شي، نو دليل يي راوړ، چي زموږ د جت الوتکي ټېرونه پنچر شوي و او دا الوتکه مو بېرته راښکته نه کړاى شوه او په تيښته بريالۍ شوه .

اوس به راشو ډېر په زړه پوري اوښتون ته چي ولسمشر کرزي کړي.

ښاغلي ولسمشر په ١٨٠ درجو بدلون مخ روسيي خوا ته کړ، هغه پښتو متل دي، چې(اوبو اخستي، ځک ته هم لاس اچوي) چي د کرزي دي حالت سره سمون خوري

ښاغلي کرزي له نورو الوتکي غواړي، په زړي پوري خبر ه خو داده که دا الوتکي راهم شي، په کومه فضاء او آسمان کي به الوت کوي؟

ولسمشر دي په ياد راوړي ، چي د کام اير الوتکه ولي د څپري په غره کي ولوېده، د هوا د خرابوالي له امله حتى دي الوتکي سره بهرنيو ځواکونو د گدن په اندازه مرسته ونکړه څوځلي پيلوټ له بهرنيو ځواکو نونه غوښتي ووچي په بګرام کي دکښيناستو اجازه ورکړي خو اجازه ورنکړل شوه هماغه وو چي الوتکه وغورځېده او مړي يي د لېوانو خوراک شول.

بل به راشودي ته چي ښاغلي ولسمشر څومره واک لري؟ دي خو د بهرنيو د جاسوسانو ، دمخدره موادو قاچاقچيانو د نومونو درسوا کولو توان نه لري، آن تردي چي د يوه مُجرم جګړه مار د نيولو ځواک ده سر نشته، دا چي بهرني ځواکونو زموږ په سلهاو خلک په هوايي بمباريو کي له منځه وړي ، هغه خو پر ځاى پريږده.

همدا اوس  دافغانستان ځمکه و آسمان د پرديو تر ولکي لاندي دى ، همدا اوس امريکا غواړي ، چي د همدي ځمکي او فضا نه په ګټي اخستو سره د لغمان – نورستان قراقُرم تر چترال ګلکت او دپامير پوري لاري قير او په دي وسيله د افغانستان د پامير ښکر چي له چين او پاکستان سره سرحد لري، د شانګ هاى دپيمان او منځني آسيا د هيوادونو د ځپلو لپاره چمتو کړي او هغه افغانان چي همدا اوس له دي لاري نه جهادته دچمتووالي لپاره د چين سنکيانګ ايالت( چيني ترکستان) ته په کډه دي، مخه يي ونيسي.

همدا اوس دي مجاهدينواو طالبانو سره ډېره نوي چينايي وسله په لاس کي ده ، چي څو چنده د افغانستان داردو په پرتله ځواکمنه او نوي ده.

ښاغلي ولسمشر په دي اوس پوه شوي چي امريکا نه غواړي چي افغانستان هوايي پوځ ولري او هم نه غواړي چي افغان اردو له ٤٠٠ متره لري واټن وولي.


په اقتصادي برخه کي هم ولسمشر ډېر لږ واک لري حتى د بهرنيو مرستي پرته له دي چي دى خبر شي ، په سلو کي اتيا د اقتصادي مافيا په لاس کي پريوځي .

هغوى مزي چړچي پري کوي او خلکو ته يي يواځي شل په سلو کي رسيږي، خو پخوا په اقتصادي برخه کي بهرنۍ مرستي که څه هم ډېري کمي وي ، د کوپون اوکوپراتيفونو له لاري بېوزلو خلکو ته رسېدې، لکه اوړه ، غوړي، بوره، چاى، صابون، تکه، ګيلاس، کلوشي او ان تر دي چي د يوم لاستي خو په کوپون کي راغلل.

ښاغلى ولسمشره! که ته اوس د خپل دواک په ګدۍ پاتي کېدو باندي ټينګار وکړې، له يوي خوا به دي د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندي کړي وي او له بلي خوا به جاه طلب وګڼل شې.

تا بايد شپږ مياشتي مخکي د بهرنيو ځواکونو په عامو خلکو د بمبارۍ له وجهي استعفى ورکړي واى، ترڅو هغو کسانوته چي تاسو ته يي رايه درکړي وه، يو څه عزت پاتي واى، دلته په دي هېواد کي بهرنى ځواک خپلو ګټو ته وفادار دى، اوس ثابته شوه، چي ترهګرۍ سره مبارزه يوه تشه پلمه وه.

دوى غواړي چي د اوبو په خړولو سره دا پلمه نوره هم قوي او ځواکمنه کړي.

تبصره نسته

  1. گران مشر لیوال صاحب سلام ! تمه ده چې د په زړه پوری لیکنی مینخپانگه مو اوس هم دمشرانو د پام وړ وگرخی او یوازی په هماغه تیرو تیروتنو بسیا اوپدی توگه د لا نورو تیروتنو مخنیوی وشی. دهیواد دهمداتېری دېرش کلنی غمیزي له لاملونو یوهم تر دیره د افغان مشرانو د واکمنی پر مهال دهغوی د یو نابوده سیاسی بصیرت پر اساس نامسوولانه کړني دي. په خواشیني سره دهمدی تیروتنو په لړکې خینی لیکني هم شته چې يوه پښتني ضد((پلان)) زېږنده بلل کیدای شی داسي چې انساني ضد سپکو سپورو، تورونو پيغورونو اوګواښونو دکي وي . واقعیت دادی چې اوس د دې کارونو وخت نه دی، عاموهیوادوالو ته په دې انفارماتيکي او تکنالوجیکي انقلابي پېر کې له سمتي او سياسي تعصب او کرکې پرته یو رغنده او سم پوهاوي مطالبو ليکل په کاردي! په قلم مو برکت

  2. د لراوبر وېبپاڼې چلوونکو او لوستونکو ته سلام! له ګران لېوال صاحب څخه یوه نړۍ مننه کوم چې تل د هېواد او سیمې پر حالاتو باندې خپله ریښتیني څېړنه او شننه کوي. کرزی وايي چې که موږ ته امریکا او غربي نړۍ الوتکي نه راکوي نو موږ مجبور یو چې پر روس باندې غږ وکړو ځکه موږ نو بې طاقته شوي یو!؟!
    خو زه نه پوهېږم چې دا کرزی پر افغان ملت باندې ریشخند وهي او که په خپله کومه عصبي ستونزه ورته پیدا شوي؟ امریکا په افغانستان کې د روس د لاس جوړه شوي ستنه نه پرېږدي او دی بیا روسي الوتکي راغواړي. امریکا او ناټو د روس ټول ټانکونه، الوتکي، چورلکي او وسلې له منځه یوړي او ذوب یې کړي او ان نه غواړي چې د افغانستان تش په نامه ملي پولیس او پوځ یې وکاوري، خو دی بیا وايي چې موږ له روسه الوتکي غواړو! دا چې دی یې په کومه خوله غواړي او چاته یې ورکوي او چیرته به یې ځایوي دا هغه پوښتنې دي چې ځواب یې په خپله کرزی صاحب هم نشي ورکولی. او بیا وايي چې موږ نور بې طاقته شوي یو!؟! کرزی صاحب ته ولي د هغو ړندو بمباریو له کبله چې هره ورځ پکښې بې ګناه او بې وسه افغانان وژل کېږي نه یې بې طاقته شوی؟ ته ولې له قاچاق وړونکو څخه نه یې بې طاقته شوی؟ ته ولې له ادارې فساد څخه نه یې بې طاقته شوی؟ ته ولې د هغو کورنیو له حالت څخه چې په کابل کې له تا څخه په شل کیلومترۍ کې لري پراته دي او خپل نازک اولادونه د غریبۍ له لاسه خرڅوي، نه یې بې طاقته شوی؟ ته ولې د هغو افغان بچیانو په حالت چې دا پینځه کال یې ښوونځي تړلي نه یې بې طاقته شوی؟ ستا له لاسه د پښتنو سیمو ماشومان له خپل ښوونځي څخه پېنځه کاله شاته پاته شول،چې تر دې د طالب دورې ته خلک ډېره ترجیح ورکوي، او بیا چې کله کوم نړیوال کنفرانس ته ولاړ شي او یا هم په کابل کې له چا سره کنفرانس ورکوي نو بیا یې اول ټکی د ښوونځیو جوړول او د ۵ یا ۶ ملیونوماشومانو تګ ښوونځیو ته وي. ته ولې ملت او نړیوالې ټولنې ته درواغ وايي. ته باید بې طاقته نشي ته باید د خپلو ناکامیو او بدمرغیو له لاسه ځان وژنه وکړي ترڅو خپل وجدان او خپل خدای ته شرمنده ونه اوسي.

  3. دلراوبرويب پاڼي خوږواودرنولوستونكواوچلوونكواوخاص ښاغلي ليوال صيب ته سلامونه نيكي هيلي اوپيرزويني ډالي كوم
    ګرانه ليوال صيب له تاسي نه يوه نړي مننه كوم چي خپل افغاني مسؤليت مودرك كړي اوخپل اوازمونيم ويده ولس ته ورساوه. ښاغلي !ولسمشرخواوس پوه سوچې بايدماداڅوكاله مخكي مي څه كړي واي خوستاسودليكني په تاييدبايدووايم چي ولسمشرولي څووخت مخكي داخبره كړي واي چي امريكاولي بيګناه خلك وژني ځكه چي په هغه وخت كي ټولټاكنوته ډيروخت پاتي وواوس چي ټولټاكنوته لږوخت پاتي دي دې غواړي چي اوس ددې ځوريدلي ملت په سترګوكي خاوري واچوي خواوس داملت نوڅوك په غوړوخبروڅوك نه شي غولاي اوپه سلوكي يوسلنه مينه ددې خاوري ورسره هغه شخص به ده ته رايه ورنكړي اودښاغلي ولسمشرلږهم ……………………………ولري بايددي بياځان كانديدنه كړي اوله دې خطانه دي تيرسي چي موږبه له روسانونه مرسته وغواړوځكه چي تراوسه زموږهغه شهيدان نه هيرسوي چي دروسانوپه بمباريوكي مووركړي اوكه چيري داكاروشي نوځل به بياافغانستان دجنګ ډګروګرځي .
    داودصفاري هلمند لښكرګاه

  4. ګران لیوال صاب! ډیره په زړه پوری تبصره وه چی د عامو خلکو له پاره دومره په زړه پوری ده لکه د ماشومانو د پاره دپیریانو نقل.
    ښاغلیه تاسی هم پر ډاکټر نجیب، ملامحمد عمر(طالبان) ، ربانی(مجاهدین) او اوس پر کرزی انتقاد کړی دی. خو دحل لار مو نه ده وړاندیز کړی. نو موږ ستاسی له خوا یو حل لاری ته منتظر یو نه زړو کیسو ته! ځکه چی داملت خو نه پر افغانانو باندی د امریکایانو په بمباریو او نه د طالبانو له خوا دافغانانو په حلالولو او د مکتبونو په نړولو او نه د کرزی په نرمه پالیسی چی تا سی ته یی هم د خبرو وخت درکړی دی جوړیدای شی. نو هیله ده چی حل لار وړاندی کړی نه نقلونه او کیسی.

  5. بد ماشي ضرور نه ده. (چې زور دې کم وي او قار دې ډیر وي نو پوه شه چې اجل دې د وهلو راغلی دی.) کرزی صیب دې په ابرومند ډول اعلان وکړي چې دې یو شریف سړی دی او د امیر عبدالرحمن په دې د زمریانو وطن پاچاهي زمري غواړي، خو په اوس وخت کې چې موږ په ډیر بد حال کې یو زمری هم باید سازش وکړي.

  6. If there is no Karzai, who will be able to replace him? Many of the trouble makers are the left over of Mr. Najib's regime.