کور / راپور / په لورلايي كې د سعيد زابلي په وياړ مشاعره وشوه

په لورلايي كې د سعيد زابلي په وياړ مشاعره وشوه

تېره ورځ په لورلايي سيمه كې د پښتو ادبي ملګرو په كوربتوب د افغان خبريال او ځوان ليكوال ښاغلي سعيد زابلي په وياړ مشاعره ترسره شوه .

 

دغه مشاعره چې درې ساعته وخت يې په بر كي ونيو د غرمې په يوه بجه د ښاغلي افضل شوق په مشري او د ښاغلي سعيد زابلي په ملېمه توب پيل شو.

د مشاعرې په پاى ښاغلي شوق او زابلي په مشاعره كې ګډون كوونكيو ته خپلې ويانوې وارولې . او له هغه وروسته يې خپل كلامونه هم واورول .