كوټه : د فرورۍ پر اتمه دټول ګونديز كانفرنس اعلان سوى دى

خان زمان کاکړ | فبروري 1st, 2009


هزاره ډيموكرېټك ګوند د رواني مياستي پر اتمه دټول ګونديز كانفرنس راغوښتلو اعلان كړى دى

د جنوبي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې و يوې خبري غونډي ته د وينا پر مهال د هزاره ډيموكرېټك ګوند د اطلاعاتو سيكرټر احمد علي كوهزاد ويلي دي چې د كوټي په ښار كي دبدامنۍ او د وروڼو قامونو په منځ كې د نفرت خورولو د دسيسو د مخنيوي په خار يې دټول ګونديز كانفرنس تابيا كړېده
 
هغه ويلي دي چي دغه كانفرنس چي ټول ګوندونه به په كې ګډون كوي د فرورۍ پر اتمه نېټه راغوښتل سوى دى او په دې هقله له زياتره ګوندنو سره تماس هم نيول سوى دى چي هغوي پرې خوښي ښودلې ده
 
د هزاره ډيموكرېټك ګوند مشر حسېن علي يوسفي د رواني مياستي پر شپږويستمه د كوټي ښار پر جناح روډ باندي د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ويستل سوى او وژل سوى و


 دد غه ګوند داطلاعاتوسيكرټر دا هم ويلي چي دوي حسېن علي يوسفي ته د هزاره ډيموكرېټك ګوندد شهيدچئيرمېن خطاب وركړى او د هغه ټولي مخي به سرته رسول كيږي
        



هغه ويلي چي د هزاره ډيموكرېټك ګوندترمركزي ټاكنو چي د روان كال په منځ كې به كيږي مشر شهيد حسېن علي يوسفي دى او د ګوند د هري غونډي مشري به د هغه عكس ته وړاندي كيږي


 


 دټول ګونديز كانفرنس دمقصدپه اړه هغه څرګنده كړې چي په كوټه كې د ټارګت كلنګ يوه نوې لړۍ پيل سوې ده د كوم مقصد چي د سيمي امنيت له منځه وړل اودلته مېشت بېلابېل قامونه په خپل منځ كې سره جنګول دي


 


هغه زياته كړېده چي موږ له دولت څخه هيڅ غوښتنه نه لرو  ځكه چي دولت دخلكو د ژوند او مال په ساتنه كې پاته راغلى دى او دلته یې د ژوند په هره څانګه كې خپل واك له لاسه وركړى دى


 


احمدعلي كوهزاد ويلي چي موږ له عام ولس څخه داغوښتنه كوو چي هغوي دي د دولت په تمه نه كښېني او د خپل ژوند او مال ساتنه دي په خپله وكړي


  

Copyright Larawbar 2007-2024