کور / z_buitenland_news -- 5 / هند:څو تنو ياغيانو د پوليسو قرارګاه په يوه بم والوځوله

هند:څو تنو ياغيانو د پوليسو قرارګاه په يوه بم والوځوله


د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي وويل چې د هندوستان په (چتي ګړ) ايالت کې څو تنو ياغيانو د پوليسو يوه قرارګاه په يوه بم والوځوله چې په پايله کې يې درې تنه پوليس مړه شول.


نوموړی وايي چې په لومړي سر کې دغو ياغيانو د ټليفون او برق تناوونه هم شکولي چې تر هغه وروسته يې ډزې وکړې. 



د هندوستان په اسام نومي ايالت کې په يوه اورګاډي کې د بم د چاودنې له امله پينځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.
د هندوستان يو شمېر خبري رسنۍ وايي چې دغه اورګاډی له ګوهاټ څخه ډهلي ته راروان و چې پکښې د يوه بم له کبله پينځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.


دوی دا هم وايي چې ټول ټپيان يې د سيمې نږدې روغتون ته لېږدولي او اوسمهال د پېښې په اړه پوښتنې او پلټنې روانې دي.