کور / سپورټي / د تلويزيون ډيره ننداره چاغ ماشومان ناروغه کوي

د تلويزيون ډيره ننداره چاغ ماشومان ناروغه کوي

د ټلوېزيوني خپرونو ډېره ننداره چاغ ماشومان د وينې په لوړ فشار اخته کوي.




د امريکا د کلفورنيا ايالت د طب پوهنتون د مطالعاتو د چارو رئيس ډاکټر جيفري ويلي: که چاغ ماشومان د ټلوېزيوني خپرونو ډېره ننداره وکړي نو هغوی به ډېر ژر د وينې په لوړ فشار اخته شي.


ډاکټر جيفري د خپل تحقيق تر بشپړېدو وروسته وويل چې د ټلوېزيوني خپرونو د نندارې پر مهال بايد د هر عمر خاوندان د غوړينو خوړو له خوراکه ځانونه وساتي، که نه نو د وينې په لوړ فشار به اخته شي.


ويل کېږي چې دا تحقيق پر 546 تنو هغو ماشومانو تر سره شوی چې عمرونه يې د 4 او 17 کلونو تر منځ وو.