ګوانتانامو : د افغانستان او سوډان ۱۵ تنه بنديان ايله کوي

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2007




له ګونتانامو بند څخه د افغانستان او سوډان هيوادونو پينځلس تنه بنديان خوشي شول.


د امريکا د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې د ګونتانامو له بند څخه ديارلس تنه افغانستان او دوه نور سوډان هيواد ته ولېږدول شول، خو د بنديانو د نومونو په اړه يې نور څه نه دي ويلي.


د يادونې وړ ده چې تر اوسمهاله له ګونتانامو بند څخه څلور سوه پينځوس بنديان خوشي کړل شوي دي



Copyright Larawbar 2007-2024