کور / تازه خبرونه / بلخ:پخواني ښخ سوي ماين مرګ ژوبله رامنځته کړه

بلخ:پخواني ښخ سوي ماين مرګ ژوبله رامنځته کړه

د بلخ ولايت د امنيت امر عبدالرؤف تاج په وينا تېره ورځ تر غرمې مخکې د خُلم ولسوالۍ په مرکز کې د هلکانو يوه ښوونځي ته څېرمه د يوه پخواني ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول.


عبدالرؤف تاج زياته کړه چې د ده په ټپيانو کې د دوو، تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.


د امنيت امر د دې چاودنې لامل د يادو شوو کسانو بې احتياطي په ګوته کړه