کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر پاكستان ته ځي

افغان ولسمشر پاكستان ته ځي


ټاكل سوې ده چي افغان ولسمشر حامد كرزى به په نېژدې ورځو كي له پاكستان څخه ليدنه وكړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وايي ولسمشر كرزى د پاكستان د جمهور رئيس آصف علي زرداري په رسمي بلنه دغه هيواد ته ځي.
د پاكستان او افغانستان اړيكي چي په وروستيو كلونو كي د خرابۍ پر خوا رواني وې، په پاكستان كي د آصف زرداري په راتګ سره مخ پر ښه كېدو دي.
دوې ورځي وړاندي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا هم دغه هيواد ته سفر كړئ وو.
تمه ده چي افغان ولسمشر به د پاكستان له جمهور رئيس سره د ترهګرۍ خلاف جنګ او د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سياسي او اقتصادي چارو پر پراختيا وږغېږي.