دپاكستان د بهرنيو چارو وزارت پنځه لوبغاړي هند ته له تګه منع كړل

خان زمان کاکړ | فبروري 2nd, 2009


د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا دكركټ هغه پنځه لوبغاړي چي هند ته ځي له تګه منع كړل

د پاكستان د كركټ پنځه لوبغاړي لكه ياسرحميد،دانش كنېريا،عاصم كمال ،محمدحفيظ او ياسرعرفات په هغه غونډه كې چي د فرورۍ پر لسمه نېټه د هند د ګودا په ښار كې كيږي ته له تګه منعه سوي دي

هغوي له دې سفر څخه د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت منع كړي او ويلي يې دي چي د ممبۍ له بريدونو وروسته د هند او پاكستان اړيكي خرابي دي ،د هند دكركټ ملي لوبډلي له ټاكل سوي مهال وېش سره سم د پاكستان له دورې څخه انكار كړى و او هندد پاكستانيو لوبغاړو د ژغورنې زمواري نه اخلي

د يادوني وړ ده چي دغو لوبغاړو ته د پاكستان د لوبو د وزارت له خوا له وړاندي لا اجازه  وركړل سوې وه چي هند ته ولاړ سي او په هغه غونډه كې برخه واخلي چيري چي له دوي سره د انډين پرېمير ليګ دپاره معاهدې كيږي

په دغو لوبو كې ددانش كنېريا چي سوكه او ښى لاسى توپ غورزونكى دى قېمت سل زره ډالره او د ياسرعرفات قېمت اوه پنځوست زره ډالره ټاكل سوى و

كه د پاكستاني دولت له اړخه دغو لوبغاړو ته د تګ اجازه ورنكړل سي نو له يوې خوا به د انډين پرېمير ليګ په نامه يادوسويو سياليو دپاره د نورو هيوادونو لوبغاړي وروغوښتل سي اوبل پلو به دهند او پاكستان تر منځ پر روانو كړكېچنو اړيكو نوره بده اغېزه وشندل سي

 

Copyright Larawbar 2007-2024