نوې څيړنه:دنارینه وو کړه وړه د موټرځغلولو پرمحال

د لراوبر اداره | فبروري 2nd, 2009


 


   دنارینه وو کړه وړه د موټرځغلولو پرمحال دغارونو داوسيدوونکوپه شان دي !


انګلیسي روان شننونکي وايي چې نارینه د موټرځغلونې پرمحال د غرونو د اوسیدوونکو په څیر کړوړه تر سره کوي .


له ډلي تلګراف څخه په نقل قول ځینې څیړوونکي وايي :


د نارینو موټر ځغلونه له ښځو څخه ډیره خطرناکه او ګواښمنه ده .


د دغو څیړوونکو په وینا د یوشتمې پیړۍ جمجمې په اصل کې د حجر(ډپرې) د زمانې د مغزونو لروونکي دي او دغه خبره کیدای شي د جنسونو په مینځ کې د توپیرونو لپاره یوه ښه توضیح وي په ځانګړې توګه د موټر ځغلونې پر محال .


څیړنې همدا شان زیاتوي چې د حجر د زمانې وګړو که څه هم موټر نه درلودل چې ويځغلوي خو د خطر ، ګواښ او ښکار ځانګیړنه چې هغو به د ژوند د بقا لپاره کار ترې اخیستلو له هغو څخه په میراث راپاتې ده چې د ژن (jean) له لارې را وروسته نسل ته را لیګدول شوي چې تر اوسه د نارینوو په کړووړو اغیزه لري چې د نارینوو موټرواني یې ښه بیلګه ده .  


خو ښځې له ستونزو ډیرې ډاریګي او د هغو پیښو پر وړاندې چې ستونزې راولاړوي ډیر سوچ کوي او وروسته له درکه عمل کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024