کور / تازه خبرونه / كوټـــــه : ناپېژاندو كسانو د حجام په دوكان كې چاودنه وكړه

كوټـــــه : ناپېژاندو كسانو د حجام په دوكان كې چاودنه وكړه

په كوټه كې دناپېژاندو كسانو له خوا د يوه حجام پر دوكان چاودونكي مواد غورزول سوي چي له امله يې په دوكان كې چاودنه سوې ده

د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي پر جېل روډ باندي نن تر غرمه له مخه د يوه حجام په ودكان كې چاودنه سوې چي له امله يې د مالي زيان ترڅنګ يو تن هم ټپي سوى دى

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چې پر يوه موټرسائكل سپرو ناپېژاندو كسانو پر جېل روډ د حجام پر يوه دوكان چاودونكي مواد غورزولي او د پېښي له ځاي څخه يې خپلي پښې سپكې كړي دي

د پېښي له رامنځ ته كېدو ورسته د سيمي په خلكو كې بې ارامي خوره سوې او پوليسو د ټپي كس روغتون ته له رسولو وروسته د پيښي په اړه پلټنه پيل كړې ده