کور / تازه خبرونه / د واده خوشحالۍ په غم بدلي ، د ډزو له امله ۷ مړه ۷ ټپيان

د واده خوشحالۍ په غم بدلي ، د ډزو له امله ۷ مړه ۷ ټپيان

په ډېره بګټي كې د يوه واده پر مهال د ډزو له امله د ناوي او زوم په شمول اوه تنه مړه او اوه نور ټپي سوي دي

د مالوماتو له مخي د بلوچستان ايالت د ډېره بګټي په سيمه كي په يوه واده كې ډزي سوي چي له امله يې اوه تنه مړه او اوه نور ټپي سوي دي . په مړو كې ناوې او زوم هم شامل دي

نوموړې پېښه د ډېره بګټي د دشت ګوران په سيمه كې رامنځ ته سوې ده . پوليسو مړي او ټپيان روغتون ته رسولي دي .په دې اړه چې دا ډزي چا او ولي كړي لا څه ندي ويل سوي