طالبان ادعاکوي چې په ننګرهار کې يې ۵ امريکايي سرتيري وژلي

جان محمد مهربان | فبروري 3rd, 2009


وسله وال طالبان دعوه کوي چې دوی تېره شپه د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اړوند د جوکان په سيمه کې د امريکايي ځواکونو يو ټانک په ماين الوځولی او پکې ناست ۵ تنه سرتيري يې وژلي دي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي له چاودنې وروسته د دوی ملګرو پر هغو بهرنيو ځواکونو بريدونه هم کړي، کومو چې د پېښې له ځای نه خپل مړي لېږدول، په ختيزو ولايتونو کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې دوی ديادې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي او کله چې بشپړې شوې، نو بيابه رسنیو ته معلومات په واک کې ورکړي. 

Copyright Larawbar 2007-2024