کور / سياسي / په افغانسـتان کښي جګړه که امن؟ – ولسواکي که پوځواکي؟…

په افغانسـتان کښي جګړه که امن؟ – ولسواکي که پوځواکي؟…

په افغانسـتان کښي جګړه که امن؟ –  ولسواکي که پوځواکي؟ – ټولټـاکنې ؟ که لویه جرګه ؟


زمونږ دګران ټاټوبي افغانستان اوســنیو امنیتي، سـیاسی، اقتصادي اوټولـ‎ــنیز وخـوږمنوســـکالو  د هــر  وجــــدان لرونکي افغان زړګی ټـپي کړی ، دخپل کــړېدلي ولس دژغــورنې چورتونه وهي ،نوې لارې چارې لټوي ترڅودې بېوزله خلکوته دنېکمرغه سـباون لاره ومومي .
په دې هیله مې تر پورتني سرلیک لاندې په لیکلوپیل وکړ،زه له ټولوپتمنولیکوالوڅخه په ډېر درناوي غوښــتنه کوم څوددې ســرلیک په اړونــدجـــوړونکې لارې چــارې وڅـــېړي او وروســــتني منـــل شوي دوه الــترناتیفونه دې دهغه چـــا په مرســته چې دانګليسـي ژبـې په ســـیاسي ادبیــاتوبشـپړ واکمن وي دامریکا  ولسمشـر بارک اوباما ته په لیکلي ډول وســــپاري .


امنیت :هغه ډاډمن حالــت ته ویل کېږي چې دهغه په شــتون کې دهیواددټولو اوسېدونکوژوند دبــدني (فزیکي ) ،اقتصادي اوسـیاسي پلوه خونــدي وي .
له بــده مرغه چې نه یوازې امنیت نشته بلکې هره ورځ لږ ترلږه سـل کسه پښتانه(بوډاګان،ښـځې،ماشومان اونوربېوزله پښتانه ياپه جنازو کې،یا په واده ،یاپه کلیوالي اشــرکې اویاپخبلوکورونو کې شپه او ورځ د بهرنیویرغلګروپوځونو لخوا دتروریســم تر  دُګـــم شعار لاندې د ( ب ـــ ۵۲، هلیکوپترو،توپونو اوراکټونو) په بمباردونواو بــاړونو کې وژل کېږي  خو دپوښــتنې اوګروېژنې یې څوک نشــته .
دحـامدکرزي په خیانت کې ډوب دپښــتنوضددولت (کرزیان ،کابینه اوڅـلورګونې قواوې ) په خپلوچړچو لوټـماریو  اوعیشونوبوخت دي .
ســیاسي وضعه :د اوسـني دولت سیاسي اوتورېته هم دکُفر په نړۍ کې ،هم داسـلام په نړۍ کې اوهم د بـودیســـم په نړۍ کې دمســـخرو وړ او له سـتر بایکاټ سره مخامخ ده په هیواد کې دننـــه ددولــتي واکــمني (دولتي حــاکمیت چې دمــلي واکمني بنسـټ ) جوړوي هیڅ یو فکتـــوریې بشــپړ نه دی ،ټــول څـــلورګــوني ځواکونه پخپل منځ کې يودبل پرضد اوپه ټول کې دکـرزي په ضد دي،په دې مفهوم چې لوټمار دلوټمارانو بـډې اخیستونکي د رشوتخورو ،لوړرتبه مافیا دقاچاق وړونکودملاتړاو دفاع په سنګر کې ولاړدي .
همداوجه ده چې نړیوال مرســتندوی هیوادونوحامد کرزی ته دنړۍ د اول لمبربېکفایته لقب ورکړی دی .

                                                                                                   (  ۲  )

 دنامقــدسې اوضــدملي جبهې په هــدایت خپل هغه بــادارته چې دی یې له نیسـتي نه هسـت کړ  د راډیواو تلویزیون له لارې په نړیواله کچه ګواښـنه (اخطاریه) ورکوي او په روسانو يې ډاروي ،خو ټولو هیوادوالو ته دلمرغوندې څرګنده ده چې حامدکرزی  زموږملت ته دلُوړې په ترځ کې د الله په نــوم قســم خـوړلی ؤ هغه داچې که دچاروله سمون څخه عاجز شوم نوشرافتمندانه به خپله استعفی اعلان کړم ،زما موخه داده چې اخطار ورکولای شي خو استعفی نشي ورکولای ؟؟؟ .

اقتصادي کړکېچ :دهیوادوالواقتصادخودې حالت ته رارسېدلی چې دده دبېکفایتۍ له امله خلک له خپلو ټاټوبو څخه کابل ته مهاجرشوي اود ( قمبرپه څلورلارې ) کې خپلې د زړونوټوټې تنکي ماشومان خرڅوي ، په ملیاردونوډالـرو تخنیکي وســـیلې اخلي اسناديې شته خو جنس یې نشته داځــکه چې په رڼــا ورځ يې بېرته په هغه تجارخرڅوي  ، داخــــتلاس درجه یې دې کچې ته رسېدلې ده . په هیـــوادکې برېښــــنا نشته ،اوړه نشته ، دسـون توکي  په خاینانه ډول له خطرناکو موادو ډک دي ، په دې اړوند دمــلي عـــایداتو اصلي اوتقلبي رقمونه باید راټول شي ،خوراکي توکي نشته  خو هیروين په ټونونوخـرڅېږي .

 ټولــنیزڅرنګوالی : دافغانانو ملي یووالی چې دهیواد دکورنیواوبهرنیودښمنانو له لاسه په ملي بیلتون بدل شوی دی په دې اتوکلونوکې په دې اړوند دې شـــرمېدلي دولت هیڅ ونه کړل ، دبشـــردحقونو مجرمانو اوجنګي جنایتکارانو ته يې بخښنه اعلان کړه ، په ماشومونجونوتېری کېږي ، اودقــلابي حقوق بشر مشــره( ســیما ثـٍمر) د دلالې ( مرده ګاوې ) دنــــده ســـرته رســـوي ، دې ته ورته ډېرلــوړ رتبه چـــارواکي  دبهرنیانو دخوښۍ په خاطر داسې نامقـــدسې دنــدې سرته رسوي ، د هرې دولتي څوکۍ بیه ټاکل شوې ده اوداسې په زرکونو ستونځې  .

عزتـمنو لیکوالو !
پورتنۍ لیکنه یوازې یوه لنډه څرګندونه وه ، دا روښـانه شوه چې دابېخاونده رمه ددغه ډارن،بې غیرته او لــټ شــپون له لاسه  شـرمشانو ( لیوانو ) وخوړه ، وطن ګردسره وحشي شو ، تردې بـد جګړه ييز حالت دنړۍ پرمخ نشته،نوکله چې هیواد په خوراخطرناک جنګ کې ښکېل دی او امن نشته  نو دولسمشري ټولټاکنې دڅه لپاره وشي؟ ولې په دې جګړه ييز حالت کې په دې چاره په ملیونونوډالره خرڅ شي ؟


زه خو داوایم چې که داسې یوه لویه جرګه راوغوښتل شي چې داوسني ټګماردولت کار کونکي ،جنګي جنایتکاران اومافیايي ډلې یې په جوړښت کښې نه وي  ،په یوه پوه ،نوښتګر،غـوڅـنـداومېړني مشــــر  راټول شي .
                                                                            (  ۳  )

۱ــــ  دغه مشر دهیوادکړکېچن حالت ته دارزښـت ورکولو پر بنســټ یو پوځي اضطراري حالت اعلان کړي .
۲  ـــ دکرزي ددولت دغه د ډالرو پارلمان منحل اعلان کړي  .
۳ ــــ دهیواد درښتینواومتفکرمغز لرونکودمتخصصانو شورا ( کمېټـه ) جوړه شي ،
۴ ـــ ددغه پوځي اضــطراري  نظام په شتون کې څوک چې ســوله مني  پخـــلاینه دې ورسره وشي څوک چې سوله نه مني دپوځي بري له لارې دې سولې ته اړ ایستل شي .
۵ ـــ دبیا رغونې چارې دې له کورنیو اوبهرنیوکمپنیوسره دپوځي مقرراتو په روحیه برمختګ وکړي ترڅو دهر راز خیانتونواوغلاوو مخه ونیول شي .
۶ ـــ ترڅو چې امن منځته راځي نـوددغو بهرنیانوله موجودیت څخه بایدبېسـارې ګټـې تر لاســه شي .
۷ ــــ کله چې دولت ټېکاو وموند بیا دې ددموکراسي په رڼــا کې نوې دولسمشري ټولټـاکنې اودپارلمان ټاکنې دنویومعیارونوپر بنیاد ترسره شـي .

بله څېره یې د ولسمشري نورمالې ټولټــاکنې دي چې له ډېرو کړاوونو اوستونځو سره به مل وي  اوبهرنۍ لښکرې به هم تللې وي  هغه وخت به دخوار  مــلاپه اذان هیڅوک  روژه ماته نه کړي  او وخت به له لاسه تللی وي .