کور / نثر / تنده

تنده

د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د  پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه.
داځل چې مې څنګه سترګې  راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده .

 څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم  وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې،  ميده _ميده قدم واهه .
ورو- ورو رانږدې کېدې ،  زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و .

يو ناڅاپه يوه پخه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا  له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه .
 يوه وړه دوره يې وخوړه او بيا مخامخ پر يوه څوکۍ کېناستې .
 ناول لوستل رانه پاتې شول ، پاڼه مې قات کړه او سترګو لاندې مې هغوى ته کتلې .
 هغې هم سترګې راباندې نښلولې وې ، کله به يې سترګې مخ په ما پرانستې پاتې شوې ، کله به يې سر ټيټ کړ او کله به له  ځايه لږ پورته شوه خو ډېر ژربه کېناسته .

 ډول- ډول پوښتنې  مې زړه ته تلې راتلې ، بدن مې ورو- ورو ګرمېده خو هيڅ مې نشواى  کولى .
 زه لا هماغه شان نارامه وم ، چې هغه راپورته شوه څو ځلې همزولو له لمنې ټينګه کړه خو ايساره  نشوه   ، مخ په ما ګډه وډه را روانه وه .
 مخ ته مې ودرېده ، خو ما دپورته کتلو وس نه درلود ، په سر يې راته لاس کېښود او بيا له دې سره سم  پورته شوم .
کله به مې  دهغې په سترګو کې د خپل مخ ننداره کوله اوکله به مې سترګې ټيټي کړې .
 د هغې په مخ کې سور رنګ ځلېده ، شونډې رپېدې او ژر- ژر يې ساه اخستله .
يو نا څاپه يې دواړه لاسونه رانه را تاو کړل ، پر اوږه يې راته سر کېښود د زړه ټکانونه مو سر يوشول ، شيبه پس لرې شوه پر اوږو يې راته لاسونه کېښودل ، سترګې يې وازې پاتې وې ، د بڼو څوکو ته يې پنډ-پنډ څاڅکې راټول شول يو ناڅاپه يې رانه بيا لاسونه راتاو کړل ،  چيغه يې کړه :

 همدغه شان ورور يې  راته ځوانيمرګ کړ او بيا يې پر اوږه راته سر کېښود ، هغې هماغه شان  سلګۍ وهلې او زه لکه تش کالبوت ولاړوم .

د ليندۍ ١٢مه