کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوباما دافغان کشالې دحل په دوراهي کښي

اوباما دافغان کشالې دحل په دوراهي کښي

دکوم وخت نه اعتلافی قواوی افغانستان ته راننوتلی دی دهغی ورځی نه تراوسه هم دامریکا اوهم داروپا اوناتوغړوهیوادودولتوخپلوخلګواوخپلوپارلمانوته وعدی ورکولی اوورکړی یی دی چی موږپه افغانستان کی سوله راولو، موږپه افغانستان کی القاعده له منځه وړو، موږپه افغانستان کی دیموکراسی پیلی کوو ،موږبه افغانستان کی ترقی راولو ، دبشری حقوقونه دفاع به  کوو ،مدنی ټولنه جوړو، دمخدره موادوکرهڼه اوکاروباربه له منځه وړو دهمدی وعدوپه اساس دامریکا اوناتودغړوهیوادو دهغوی پارلمانو اوخلګو دخپلودولتوددی رنګینووعدوپه اساس ددولتونوسره دعسکرودرالیږلواودهغوی دپراخومالی مرستوملاتړ وکړی کاروانونه یی افغانستان ته پیل کړه په دی چی نه دناتوقواواونه دافغان دولت دیوی سمی سترایژی اوپلان  له مخی افغانستان ته داخل سویوه ځکه نوکومی وعدی چی افغان دولت ونړیوالواوخپلوخلګوته ورکړی اوکومی وعدی چی نړیوالووخپلوولسواوافغانانوته ورکړی وی .


داوعدی ټولی درواغ وختی نه سوله ټڼګه سوه، نه امن راغلی، نه دیموکراسی عملی سوه، نه ترقی منځ ته راغله، نه القاعده له منځه ولاړه، نه ملت دمدنی ټولنی ځښتن سو،نه دمخدره موادوکښت اوکاروبارله منځه ولاړی برعکس  القاعده نوره غښتلی سوه دیموکراسی نوره هم بدنامه سوه جګړونورهم زورواخیست  دمخدره موادودکارخبره دنړیوالورسینوپه قول  بیخی لوړپوړوچارواکواوحتی دولسشمرترکوره وغیزیده ځکه کله چی سوله نه وی نوبیا خوترقی ته زمینه نه برابریږی کله چی ترقی منځ ته رانه سی خلګ دکارخلګ دژوند اسانتاوی ونه لری دیموکراسی خویوازی په خبرونه راوستل  کیږی دیوفاسدی اداری په واسطه هیځ کله هم دمخدره موادودکرهڼی اوکاروبارمخه نه نیول کیږی  داوعدی هم  هغه دروسانواودروس دنوکرانودکور،کالو،ډوډی اوبی طبقاتوټولنی دجوړیدو ته ورته کیسه وه چی په کفتن ، قبر،اوخاوروبدل سوه اوس دامریکا اودناتوغړوپه افغانستان کی هم خپل عکسردلاسه ورکړه ،همی یی خپلی په ملیارډوډالره دلاسه ورکړه خپل وخت یی ضیایع کړی خپل اعتباراوحثیت یی نړی اوافغانانوته دلاسه ورکړی دوی هم خپلوخلګوته هم خپلوپارلمانوته اوهم دافغانستان خلګوته دراوغجن وختل اوهم دیوی ناما لومی ایندی سره لاس وګریوان سوه  اوس دوی ددووپوښتنوسره مخ د ی.


اول ـ امریکا اوناتو دچا دلاسه ناکامه اودرواغجن سوه ؟
دوهم : – دوی اوس خپلوخلګواوخپلوپارلمانوته ځه ووایی ؟


پردی هیځوک سترګی نه سی پټولای چی ددوی ناکامی دافغانستان دناکامه اوبدنامه اداری پوری مستقما تړلی ده که چیری دغه اداری خلګوته درواغ نه وایی ویلی که چیری دغه اداری غله دقدرت پرکدی نه وایی کښنیولی که چیری دغه اداره پخپله په فساد ، قاچاق دبیت المال په غلا اواختلاس کی نه وای ککړه  اوس به حتما داحالت نه وایی اوس خبره دی  حد ته رسیدلی ده چی په دی اداره دملت هیځوک باورنه لری یوازی درواغ یوازی وعدی یوازی خلګوته دوکه نه سی کولی چی دخلګوملاتړترلاسه کړی نوځکه اوس نړیواله ټولنه مطلق دیوه داسی حالت سره مخامخ ده چی نه خپل ملت ته مخ لری اونه دافغانستان خلګوته ناتواوامریکا اوس دافغانستان فاسدی اداری په یوه دوراهی کی ودرول نه دافغانستان نه پیښی ایستلای سی اونه کارمخ ته وړلای سی دوی که وزی نورهم حالات ورته خرابیږی که پاتیږی مصارف اوتلفات یی ډیریږی اودهغوی نه خپل ملتونه حساب غواړی دهغوی ملتونه ويښ ملتونه دی خپلوګټوته حساب کوی زموږ دځینووطن فروشانوپه  شان نه دی چی پردوګټوته حساب کوی اوس دوی ته دوی لاری پاته دی حیران د ی چی ادامه ورکړی که خاتمه ؟


الف : – یوه اصلی اودبحران نه دراوتلولاره ده ـ دالاره هغه لاره ده چی نړیوال باید  دافغانستان دملت وغوښتنوته مسبت جواب و وایی اودافغانستان داوسنی بحران نه دراوتلورښتنی لاره پرمخ بوزی هغه لاره داده چی بیرته به  دافغان دکشالی دحل مسله دسره شروع کوی لومړی به یوافغانی کنفرانس ته لاره خلاصوی دافغانی کنفرانس دلاری به یوسمیه ایزکنفرانس ته لاره هواروی  بیابه دبن په شان یونړیوال کنفرانس رابولی اوپه هغه کی به یوه موقته اداره ټاکی پرخپلوتیروغلطیوبه اعتراف کوی اودکابل دموجوده فاسدی اداری اوضعیفی رهبری نه لاس پرسرکیږی چی په دی صورت کی به هم دنړیوالو تلفاتواوهم په هیوادکی دجګړ ی مخه نیول کیږی که یوه ارخ ته په دی کارسره نړیواله ټولنه داوږده سردرد نه ځان  خلاصولای سی  خودبلی خوا دخپلوخلګواوملت دخپلوپارلمانوترسوال لاندی چی ددی دومره اوږده مزله سره ځنګه بیرته شاته راغلاست خوحقیقت دادی چی دلته چی روسا ن راغلی وه هم یی ویل چی زموږانقلاب پرشانه تلونکی دی اوتاریخ شاته نه ځی خوداسی ولاړی لکه چی ومولیدی اصلی خبره خوداده چی امریکااوناتوبه  ځنګه و کولای سی چی ځان ته په دی برات ورکړی چی موږدافغانستان  فاسدی اداری غولولی اودوپه کړی و په دی صورت کی باید هغوی خپلوخلګوته رښتیاووایی چی درښتیا ویلوپه صورت کی  دادولتونه خپلوپارلمانوته اوخپلوخلګوته حساب نه سی ورکولی اوددرواغوادامه مشکل نه تنها حلولا ی نه سی بلکه نوریی هم پیچلی کوی .


ب : یوه همدادرواغجنه اودستونځوډکه لاره ده چی نړیواله ټولنه به پرټولوحقایقوسترګی پټوی اودافغانستان داوسنی شوړیدلی اودفساده ککړی اوپه قاچاق کی ډوبی اداری سره به جوړراځی بیا به دپخواپه شان دټګیو په رشوتونوپه سازشونوبه زورانتخاباتوولسمشرکرزی ته ګټی اوبیا به  قدرت ور ته سپاری دناتوغړی هیوادونه مجبوردی چی داستردرواغ  اواشتباوی به دیوه لوی بری په نامه پرخپلوخلګوتیروی اوهغوی به دوپه کوی هغوی ته به هوااوحالات ګل وګلزارښی همدا دانتخاباتودروغجنه لړی به پالی خوداپه ځولیحاظه نه دافغانانواونه دنړیوالوپه نه دسولی په ګټه دی .


الف :- په انتخاباتوکی دافغانستان یوه غټه اواکثریت قوم چی پښتانه دی برخه نه اخیستلای سی اونه یی اخلی—- اخيستلای یی ځکه نه سی چی امنیتی شرایط ورته برابرنه دی برخه ځکه نه اخلی چی دکرزی ادار ی هم دخلګوزړه له ټول ټاکنوهم له دیموکراسی ورتورکړی دی داچی دولت په دکابل دارګ په سل متری کی دجرمنی دسفارت مخ ته امنیت نه سی ساتلی نودوی څنګه کولای سی چی دترین کوټ به دهراودکی دانتخاباتوکمیسون هلته خلګوته ډاډورکړی دکندهار په ښارکی یوازی په دوناحیوکی هغه هم دورځی دولت حاکم دی دښورابک ولسوالی ته پخپله قوماندان دامنیی نه سی ورتلی هلته به ښځی ځنګه راوزی اوځنګه به رایی ورکوی په نړیواله ټولنه اودولت کی  چی هرځوک حاضریږی مهربانی دی وکړی  اوزه به ورسره ولارسم چی اودهلمند دباغران اولسوولسوالیوخلګونه به یوه کس ته ووایوچی تاسی راسی خپلی ښځی راولی دانتخاباتوکارتونه به ورکړو وبه ګوروچی هغه داکارکوی اوکه نه ؟همداسی دغزنی ، زابل ، پکتیکا ، ترین کوت ، فراه ، حتی کنړاونورستان ولایاتوکی به داتجربه تکرارکړوی یوخودوالیانودرواغجنی پروپاګندی دی چی په هریوپه تلویزون کی اعلانوی چی په پلانکی ولایت کی دومره ثبت نام سوید ی یا دانتخاباتوکمیسون دخپلوغلطیودپټیدودپاره هرځه وایی دااکثریت دعوی درواغ دی په یوه سرحدی خصوصا دپښتنوپه علاقه کی نه نه انتخابات کیږی نه خلګ زړه ښه کوی اونه دی انتخاباتوته ښخي راباسی هغوی ښځی دقران مجید ختم ته مسجدوته چی دخدای اورسول خبری کیږی نه راباسی اودلته خلګ وایی چی دپکیتکا په غروکی یا داروزګان په غروکی به خلګ خپلی ښځی انتخاباتوته راباسی داهسی خیالونه دی  اودخلګوپه سترکوکی خاوری پاشل دی .


ب :- په افغانستان کی دلومړی ځل دپاره دانتخاباتوتهداب غلط  کښیښودل سو هرځه په رشوت اوټګیوبینا وه اوس به هم نیمګړی انتخابات هغه ځوک ګټی چی ډیرپیسی لری اویایی دولتی واک په لاس کی وی والیان ولسوالان اودولتی ارګانوباندی حاکمیت لری جعلی کارتونه به استعمالوی همدادټګیوډک دانتخاباتوکمیسون به وی  داکاریوازی دکرزی تروسه دی هم یی بانک په لاس کی دی هم دولت نوکه کرزی کامیابه هم سی ایا داحالات به سم سی ؟ که سمیدلای خواوه کاله همداکرزی ناست و خراب چا کړه؟ چی اوس به یی کرزی سم کړی نودکرزی په وجود کی به لازیات هم خلګ هم پردولت اوهم پرنړیواله ټولنه بی باوره سی پښتنوته به نورهم عقده ډیره سی له دولت اونړیوالی ټولنی به لیری سی اودمخالیفینوسره به ملګری سی هم به ددولت هم به دنړیوالی ټولنی مالی اوځانی تلفات ځوچنده زیات سی کرزی څه چی هرځوک کامیابه سی داحال به وی ځکه ترځودافغانستان دکشالی اساسی حل پیدانه سی نه سی کیدای نورپه ټګیواودرواغوجنګ ارام سی .


دوهم :- امریکااوناتو اوس دوی خپلوولسواوپارلمانوته ځه ووایی ؟ دلته دوی لاری دی ناتواوامریکا لکه تراوسه چی خپل اولس اوپارلمانونه خطاایستلی وه اوس به یی  هم غولوی اوپه درواغوبه په افغانستان کی خیالی جنتونه ورته جوړوی پښتانه وایی(ددرواغومزل لنډ دی) داسی خوبش هم ډیردخپلوخلګوپه سترګوکی خاوری واچولی خوبلاخره خبره رسواسوه یابه سپین رښتیاوایی په زغرده به اعلان کوی چی کواکی موږپه افغانستان کی یوی فاسدی اداری غلولوی اودوپه کړی و دزړی تګ لاری ادامه نړیوالوته نوری ستونځی راولاړولای سی ددی درواغجنی لاری دوام نه جنګ ته خاتمه ورکولا سی نه القاعده له منځه وړلای سی نه اداری فساد له منځه وړلای سی نه دقا چاقومخ نیوی کولای سی نه دنړیوالوعسکروتلفات اومصارف لږوالی سی دادی ترخه حقایق اودافغانانواوسنیوعینی اوذهنی شرایطوته به ژورفکرکوی هغه ستونځی اوغوښتنی اودد بحران نه دراوتوکومه لاری  چی دافغانستان اکثریت ولس یی غواړی هغه به دخپلوپارلمانواوخپلوخلګوپه مخ کی ایږدی بیا به دهغو ی دعکس العمل مطابق تصمیم نیسی .


د اوبا ما خوښه :- داده داوبا ما خوښه ده چی دی ځان ، خپل ولس ، خپل پارلمان ، دناټودغړوهیوادوولسونه په تیاروکوڅوبیا یی اودیو اوږدی اوستونځمنی لاری لارویان کوی یی  دخپلوعسکرواومظلوموافغانانوقتل ګاه جوړوی اوکه دافغان ولس دغوښتونوپه اساس یوی رښتنی حل دپاره پخپله اوملګری یی ودی تریخ حقیقت ته غاړه ایږدی اوداوسنی دوراهی نه سم لوری ته حرکت کوی  او دځان سره حساب کوی چی ایاترتیروانتخاباتو راهیسی دالقاعدی اصلی غړی ډیروژل سویدی که بی ګناه افغانان اوکه دامریکا اوناتوعسکر .


دافغانانوخوښه :- افغانان هم په یوه دوراهی کی پراته دی چی یوه یی دغولیدونکوټولټاکنواوخارجی عسکرودزیاتیدواوجګړولاره ده اوبله یی دجرګومرکولاره ده چی ددی لاری وپړه ته پړه و غله ته په غله وویل سی اوصادق اوخاین وپیژندل سی دادافغانانوخوښه چی اووکالونه درس اخلی اوکه بیاهم په ځان غولوی اوخپل ځان  ولس اودملت  راتلونکی یوځل بیا دغلوپه لاس په ګړنګونوکی لاهوکوی باید هرافغان دځان سره حساب وکړ ی چی ایا تیرودټګیوډکوانتخاباتوامن ته ګټه ورسول ملت یی اباد کړی اوکه نوری هم ستونځی زیاتی کړی نودااوس چی حالات ترهغه وخت زرچنده خراب دی دابه ځه ښه پیغام ملت ته راوړی ( پښتانه وایی چاړه چی دسروزروسی په نس نه منډل کیږی ) نوداستاسی خوښه د   ځان پخپله لاس تړلی وخاینانوته پلاس ورکوی اوکه لکه خپل میړنی پلرونه دایمان مزی راغړی ښه ته ښه اوبدته بد وایاست اوحقیقت ته مخ اړوی ؟؟؟؟؟