کور / کتاب / د ګلپاڼو اتڼ کتاب ددويم ځل چاپ خبرتيا

د ګلپاڼو اتڼ کتاب ددويم ځل چاپ خبرتيا

د ګلپاڼو اتڼ  د ځوان اونوښت ګر شاعر سيدجيلاني جلان لومړۍ شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٦ لمريز کال د ځاځي بابا ادبي ټولنې لخوا په ښکلي کاغذ او ښکلې پښتۍ په ١٨٨ مخونو کې له  چاپه راووته . چې د چاپ شمير يې زر ټوکه وو .او دې کتاب په ډير کم وخت کې  ډير زيات ميناوال پيدا کړل .
او دا کتاب چې زياتو خلکو يې د بيا چاپ غوښتنه وکړه .


نو له نيکمرغه دادى د دويم ځل لپاره د تير په څير په ښکلې بڼه  له چاپه راووت . او ددويم ځل چاپ مالي لګښت يې ځوان او تاند شاعر هارون پرهار ځاځي په مينه په غاړه واخسيت . کور يې اباد وي له خپل فرهنګ او له خپلې خوږې ژبې پښتو سره يې مينه هم داسې تانده غواړو . او بايد يادونه وکړو چې دغه کتاب د هيواد په ګوټ ګوټ کې د نۍ شبکې
له لخوا په کتاب پلورنځيو ويشل شوى مينه وال کول شې ترلاسه يې کړي .