کور / راپور / د میرمن کلتوري – ټولنیزبهیر د ۳۴ مې اوونیزې غونډې رپوټ

د میرمن کلتوري – ټولنیزبهیر د ۳۴ مې اوونیزې غونډې رپوټ

د میرمن کلتوري – ټولنیزبهیر څلوردیرشمه اوونیزه غونډه د 1387 لمریز کال د سلواغې به 12 مه نیټه د استقلال لیسې به کوچنی تالار کې د گڼو خویندو په گډون  جوړه شوه .دغه غونډه چې د خاطرې اسحاقزۍ په مشرۍ چې مینی منگل یې ویاندي کوله او د غونډې میلمنه اغلې وحیده وه .

په پیل کې د لینا شریفی له خوا دتیرې اوونی ریپوټ ولوستل شو چې د غونډې د گډونکوونکو له خوا وستایل شو او اغلی حمیرا کاوون د ریپورټ په اړه داسې وویل ریپورټ یې بشپړ لیکلی وو او هغه موضوعات یې راخیستی وو چې په تیره اوونې کې پرې بحث شوې وو او اغلی تورپیکۍ وویل که چیرته ریپورټ لگ څه لند او به خاصه توگه د کرکتنې برخه لنډه شې نو دا به د لوستونکو دیر وخت ونه نیسی خو بیا اغلی خاطری اسحاقزی وویل به ریپورټ کې باید د تیرې او نې ټول موضوعات راواخیستل شې تر څوکومی خویندې چې تازه غوندې ته راځې نو د بهیر پر فعالیتونو خبرې شي .

وروسته په کاری مسایلو خبرې وشوې چې یو له هغه موضوعاتو څخه د سایت (www.mirmanbaheer.org)د اعلانولو مسله وه او توبا ساپۍ وویل سره له دې چې به دې ورځو کې میرمن بهیر سایت تغیر موندلی خو ځینی برخې یې لاتراوسه هم لږ مواد لري .


خو سره له دې هم به راتلونکې اوونۍ یې باید اعلان کړو همدا راز خاطری اسحاقزۍ له ټولو خویندو څخه هیله وکړه چې سایت ته جالب موضوعات راولیږي .

.

همدا راز د میرمن بهیر د لویې غونډې په اړه هم خبرې وشوې چې د میرمن بهیرځینو غړو ته ددې غونډې د چمتو کولو دنده وسپارل شوه د کره کتنې په برخه کې د ماریاصدیقی د( ژوند شیبی) ترعنوان لاندې ژباړه کره کتنې ته وړاندې شوه چې د ژباړې مکمل متن دا وو.

د ژوند شيبې 

په ژوند كې داسې شيبې هم احساسوې، چې زړه دې د يو چا لپاره درزېږي. دومره چې غواړې له خيالونو يې راوباسي او په غېږ كې يې ونيسې

كله چې د خوښۍ ور وتړل شي، نو بله لاره پرانيستل شي.

خو كله كله موږ تړليو دروازو ته دومره تمېږو، چې پرانيستې لارې مو نه ترسترګو كېږي.

په ظواهرو پسې مه ځه، كېداى شي تېردې باسي.

دنيا په مه غوره  كوه ځكه په اسانۍ دې پرېښوداى شي.

د هغه چا هيله وكړه چې په څېره دې مسكا را وړي،

ځكه يوه مسكا دې تياره شپه رڼولاى شي.
 

هغه څوك ولټوه چې زړه دې خندوي.

هغه خوب ووينه چې غواړې يې.

هلته ولاړ شه چې زړه دې غواړي.

هغسې واووسه چې زړه دې غواړي ،

ځكه يوځل ژوند كوې .

د هغو ټولو كارونو لپاره چې غواړي يې يوازې يو فرصت لرې. نو هڅه وكړه دومره خوښي ترلاسه كړې چې ژوندې دې پرې خوږ شي .

دومره تجربه ترلاسه كړه چې پياوړې دې كړي .

دومره اندېښنه كړه چې له انساني بريده دې ونه باسي.

ډېرى خوښ كسان له ښو څيزونو بې برخې دي .

دوى يوازې هغه څه لري چې په مخه يې ورځي.

روښانه راتلونكى ( ګاندې )  تل د تېرو يادونو په هېرولو جوړېږي.

ترهغې چې  تېرې روحي تېروتنې او ربړې له ياده  ونه باسې ، نو پرمختګ نه شې كولى .

كله چې دې نړۍ ته راغلې نو ژړل دې،

او هغو ې چې تر تا وړاندې راغلي وو، خندل يي.

نو داسې ژوند وكړه چې په تلو دې هم هغوى وژاړي.

كلونه مه شمېره _ _ يادونه يې وشمېره …

عمر هغه سا نه ده چې موږ يې اخلو،

بلكې هغه ده چې وبآسو يې.

                                             ******************** 
 
توبا ساپۍ وویل د متن انتخاب یې ډیر ښه وو  او به ژباړه کی کوم څیزونه چې باید  په پام کی ونیول شی هغه د ښه متن انتخاب او له کومې ژبې څخه چې کومی ژبی ته ژباړه کوو به دواړو ژبو باید کامل تسلط ولرو او بل داچې موضوع زمونږ د علاقې وړ وي چې دغه ټول د ماریا صدیقی به ژباړه کې لیدل کیږي .

  اغلې حمیرا کاوون وویل کله چې مونز ژباړه کوو نو لغت په لغت ژباړه نه بلکې د متن اصلي هدف وژباړو

همدا راز مینې منگل وویل ژباړه یې ښه وه ورپسی اوږۍ امیل زیاته کړه کله چې پر موضوعاتو باندې نیوکې کیږی آغلې وحیدې وویل که چیرې په دې متن کې ( د هغو ټولو كارونو لپاره چې غواړي يې يوازې يو فرصت لرې ) د فرصت پر ځای موقع راشی ښه به وی خو خاطرې وویل موقع او فرصت دواړه معادل لغاتونه دی         نو فکر نه کوم کومه خاصه اغیزه پر متن ولری او راحلې نوري وویل که (دنیا مه غوره کوه )پر ځای به دنیا پسې مه ځه او یا شته مه غوره کوه یی پر ځای راشي نو د متن ښکلا ډیریږی همداراز د غونډې د نورو ګډونوالو له خوا هم وستایل شو او دایې ددې د خپلو هڅو او کوښښ نتیجه وبلله .

د میرمن بهیر د مشاعرې برخه چې د بی بی سی د رادیو له خوا ثبت شوه د راحلی نوري له خوا ددی شعر به ویلو سره پیل شوه

هر ځای چې نفاق راشي ټول کارونه خرابیږي

تر کومه افغانان به په سرو وینو کې لمبیږي


او وروسته د مشاعری برخه داریا حافظ، خاطرې اسحاقزی،مینه منګل،وحیده،سپوږمۍ نوري،تورپیکۍ مومند،وریښمینه سعادت،توبا ساپی،اوږی امیل، لیلما ځدراڼ ،وریښمینې سعادت ، نظیفې نیازۍ ، ښکلا، حمیرا کاوون او دهغی د خدای بښلی خور شعرونو په ویلو سره پای ته ورسیده.

په دې غونډه کې چې اوږۍ امیل،تورپیکۍ،وریښمینه سعادت،راحلې نوري ،حمیرا کاوون،خاطره

اسحاقزۍ، لینا شریفي،توبا ساپۍ،ښکلا،ساهره شریف، ماریاصدیقی، سپوږمۍ نوري ،لیلما ځدراڼ ، مر ضیه امین ، نظیفې نیازۍ ،برښنا ساپۍ ،او ګڼو نورو خویندو ګډون کړی و.

ورپسې د میرمن کلتوري – ټولنیزبهیر په غړو د مارسل پانیول اثر (( توپاز  )) کتاب چې د فرانسې د فرهنګي مرکز له خوا خپور شوی دی او د استاد اسدالله غضنفر (( د یو تیر اور ایرې )) په نامه د لنډو کیسو ټولګه او یو شمیر نورو کتابونو په ویشلو سره غو نډه د مازدیګر په څلوروبجو پای ته ورسیده .

یاده دې وي چې د میرمن بهیر غونډې د هرې شنبې ( خالي ) په ورځ په استقلال لیسه کې د فرانسې د فرهنګي مرکز په کوچني تالارکې د ماسپښین پر یوه نیمه بجه جوړیږي .