کور / تازه خبرونه / د شمالي کوريا اوږد واټنه توغندۍ اوس امريکا ويشتلای سي

د شمالي کوريا اوږد واټنه توغندۍ اوس امريکا ويشتلای سي

د جنوبي کوريا يوې سرچينې اعلان کړی دی چي شمالي کوريا دم ګړی د يوې اوږد واټنه توغندۍ د توغولو په لټه کي ده چي کولای امريکا په نښه  او هغه وولي .

د جنوبي کوريا د يونهاپ خبري آژانس خبر ور کړی دی چي د سئيول چارواکو داسي يو ماهواره ای انځور ښودلی دی چي يو استوانه ای شی په ګوته کوي او مدعي ده چي دغه شی په شمالي کوريا کي پر يوې اورګاډي بار ليدل سوی دی .

د جنوبي کوريا خبري آژانس وايي چي نوموړی شی “ټائپوډانګ-۲ ” توغندی ده چي کولای سي د څلو زره ميله په وهلو سره د اطلس د اوقيانوسه څخه تير او په امريکا کي د هاوايي او الاسکا سيمي وولي .

داسي اټکل کيږي چي دغه اورګاډې نوموړې توغندۍ د شمالي پيونګ په ولايت کي د يوې توغندۍ جوړولو دفابريکې څخه ددې هيواد په لوېديځ کي د هغه و تازه بټليو ته  ور وړله .