ميدان وردګ: د ۲۰۰متضررو او اړوكورنيو سره خوراكي او ژمني مرسته

د لراوبر اداره | فبروري 3rd, 2009


په ميدان وردګ ولايت كې د دسرې مياشتى خپلواكې ټولنې لخوا دوه سوو متضررو او اړوكورنيو سره  دخوراكي موادو اوژمنيووكاليومرسته وشوو .

دسلواغې ۱۵ مه نيټه

دميدان وردګ ولايت  د سرې مياشتى خپلواكې ټولنې سېمه ييز دفتر لخوا دوه سوو اړو اومتضررو كورنيوسره دخوراكي موادو او ژمنيوكاليو مرسته وشوه اوهم  د هندوستان دبورسونه پخاطر دښوونځيو شاكردانو څخه ازموېنه واخېستل شوه .

دميدان وردګ ولايت  د ټولو ولسواليو څخه د دوه سوو اړوكورنيو سره چې دسرې مياشتى خپلواكې ټولنې لخوا پخوا تثبيت شوې وه نن  په ميدانښار كې دسرې مياشتى په انكړ كې له دوۍ سره دخوراكي موادو او ژمنيو كاليو مرسته وشوه چې په دې موادو كې (وريجې،غوړي،مالكه،وړه،كمپلې اودلاسونو اوپښو جرابې شاملې وي) دميدان وردګ ولايت مرستيال علي احمد خاشع لخواووېشل شوي، دسرې مياشتې ريس ډاكتربادرخان په وينا هرې كورنۍ ته د ۳۰ كيلوګرامو په وزنه خوراكي توكيي او ژمني كالي وركړل شول.

همدارنګه ديوبل خبر له مخې دپوهنې وزارت داستازو او ددې ولايت مرستيال علي احمد خاشع لخوا نن د ميدان وردګ ولايت  دټولو ليسو دممتازو شاكردانو څخه  هندوستان دبورسونو د ليږلو په خاطر ازموينه واخېسل شوه ، چې ددغې ازموينې په پايله كې به ددې ولايت  شپږ كسانو ونډه چې  (درې تنه نارينه او  درې تنه ښځينه) تشكيلوي د پوهنې اورونې وزارت  ته په ګوته  كړي .

دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر

0700631860

Copyright Larawbar 2007-2024