افغانستان هانګ کانګ ته ماتي ورکړه
27
افغانستان دکرکټ د دريم پړاو اتلولي وګټلــــــه ! د افغان کرکټ ملي لوبغاړو انځوريز البم افغانستان دکرکټ د دريم پړاو اتلولي وګټلــــــه ! افغان کرکټ ملي لوبډله د دريم ډويژن سياليو وروستي جزيات او وېډيو د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ!
افغانستان هانګ کانګ ته ماتي ورکړه – بشير ګواښ – امريکا
افغانستان د کرکټ د دريم ډويژن د سياليو په لړ کې په خپله دوهمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
هانګ کانګ پچه وګټله او افغانستان ته يې د بيټنګ کولو وويل.افغانستان لوبه ډيره ښه پيل کړه خو ټول لوبغاړي يې د ۲۰۱ منډو په جوړولو سره اوټ شول . د افغانستان له خوا محمد نبي ۴۰، کريم ۳۶ او نورزو منګل ۳۵ منډې جوړې کړي.
د هانګ کانګ عرفان احمد او لمسام ۳،۳ تنه اوټ کړل.
د افغانستان د ۲۰۱ په ځواب کې هانګ کانګ خپله لوبه ډيره خرابه پېل کړه او داسې معلوميده چې افغانستان به ډير زر دا لوبه وګټي خو د هانګ کانګ اتم نمبر لوبغاړي، منير احمد لوبه راټينګه کړه او د محمد نبي به دريوو مسلسلو بالونو يې د دريو سيکسو په وهلو سره ۱۸ منډې جوړې کړي او په دې ترتيب يې د افغانستان انديښنې زياتي کړي خو نوموړی د سميع الله شينواري له خوا په ۴۹ منډو اوټ شو.
د هانګ کانګ آخري لوبغاړي، نديم احمد هم ډيره ښه لوبه وکړه او په تلسو بالونو يې ۲۷ منډې جوړي کړي چې پکې د سميع الله شينواري په دريوو مسلسلو بالونو دولس منډې هم شاملي وي. نوموړی د محمد نبي له خوا وسوځول شو او په دې توګه هانګ کانګ ۱۸۸ منډې جوړې کړي او افغانستان لوبه په ۱۳ منډو وګټله.
د افغانستان له لوري هستي ګل، ميرويس او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل. محمد نبي د ۴۰ منډو کولو او دوو لوبغاړو د اوټ کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو ماتې خوړلي وه. افغانستان دا مهال دوه پواينټونه لري او درې لوبې يې پاتې دي. دوی به خپلې راتلونکې لوبې د سه شنبې په ورځ د ارجنټينا، د چار شنبې په ورځ د پاپوا نيو ګيانا او د جمعې په ورځ د کيمن آيلنډ سره کوي.
دا مهال د ټولو لوبډلو پواينټونه په لاندې ډول دي.
لوبډله کړي لوبې ګټلې بايللي پواينټونه
يوګانډا ۲ ۲ ۰ ۴
پاپوانيو ګيانا ۲ ۲ ۰ ۴
هانګ کانګ ۲ ۱ ۱ ۲
افغانستان ۲ ۱ ۱ ۲
ارجنټينا ۲ ۰ ۲ ۰
کيمن آيلنډ ۲ ۰ ۲ ۰