قرغستان : دامریکا دنظامي اډي دبنديو اعلان وكړ

16 | فبروري 4th, 2009


 

دقرغستان ولسمشر قربان بيگ په مسكو كې اعلان وكړ چې  په دغه هيواد كې دامريكا نظامي اډه به له دي وروسته  وتړل شي  ،نوموړي داپريكړه وروسته له هغه وكړه چې دروسي ولسمشر مديودوف  دغه هيواد ته يو سفر درلود او له هغه وروسته قربان بيگ هم مسكو ته تللي ، شننوكې په دي اند دي چې دا پريكړه دروسي په خوښه او لار ښونه شوي


 په همدي حال كې  مسكو دقرغستان سره د ۲ مليارده ډالرود مرستو ژمنه هم وكړه ،په قرغستان كې دامريكا داډي د تړلوخبري په داسي حال كې كيږئ چې په دي وروستو كې افغانستان ته دپاكستان له خوا دبهرنيو ځواكونو پر ليږديدونكو توكو دطالبانو بريدونو زور اخستي او په همدي ترځ كې تيره ورځ دپولي ها خوا يو مهم پول هم دطالبانو له خوا نړول شوي دي .  

Copyright Larawbar 2007-2024