کور / تازه خبرونه / پکتيا:ټولګټو پروژو ته 660 زره ډالره جلا سويدي

پکتيا:ټولګټو پروژو ته 660 زره ډالره جلا سويدي

د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د شمشاد د عملياتو په ترڅ کې ټولګټو پروژو ته ٦٦٠٠٠٠  امريکايي ډالر جلا شوي دي.


د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالخالق په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په دغو پيسو د کلينيکونو، ښوونځيو ودانۍ جوړېږي او بشري مرستې هم له همدغه رقمه ترسره کېږي.


د نوموړي په وينا، له دغو پيسو څخه  په يادو شوو پروژو څه لګېدلي او نورې به هم مصرف شي.


په شمشاد عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت تر څنګ د ناټو په چوکاټ کې شامل پولنډي سرتېري هم برخه لري.


په نننۍ خبري ناسته کې د پوليسو د سيمه ييزې قوماندانۍ وياند ډګروال ګل محمد منګل وويل چې د يادو شويو عملياتو په لړ کې ٧ شکمن وسلوال مخالفين نيول شوي او ٧ ميله ماشيندار ترلاسه شوي دي .


د نوموړي په وينا، دغه عمليات به ترهغه دوام ولري، ترڅو په يادو شوو سيمو کې د دولت حاکميت په بشپړه توګه  ټينګ او د بيارغونې لپاره زمينه برابره شي