کور / تازه خبرونه / کندوز:د يتيمو کوچنيانو د روزنتون ودانۍ جوړه سوه

کندوز:د يتيمو کوچنيانو د روزنتون ودانۍ جوړه سوه

په کندوز ولايت کې د يتيمو ماشومانو د روزنتون ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته چمتو شوه .


د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس امام قل وويل چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ په څلور جريبه ځمکه کې  جوړه شوې ده .


هغه زياته کړه چې په ودانۍ کې ٣٠ خونې، يو سالون او نور ملحقات جوړ شوي او د جوړولو کار يې په شپږو مياشتو کې بشپړ شوى دى .


د امام قل په وينا، پر دغې پروژې ٣٥٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د کوريا لخوا ورکړل شوى دى