کور / تازه خبرونه / دهراوود:طالبانو لمسی او انا د جاسوسۍ په تور ووژل

دهراوود:طالبانو لمسی او انا د جاسوسۍ په تور ووژل

د اروزګان ولايت امنيه قوماندان وايي چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ په دغه ولايت کې يوه ٦٠ کلنه مېرمن او د هغه اوه کلن لمسى د جاسوسۍ په تور وژلي دي امنيه قوماندان جمعه ګل همت وويل چې ياده شوې پېښه تېر مازيګر په (دهراوود) ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .


د نوموړي په وينا،٦٠ کلنه مېرمن له خپل اوه کلن لمسي سره هغه مهال ووژل شوه،کله چې دوى له موټر څخه کښته او د خپل کور پر لور روان وو .


همت وويل چې وسلوالو طالبانو کور ته په لاره پر يادې شوې مېرمن او لمسي يې ډزې وکړې او دواړه يې ځاى پر ځاى ووژل .


امنيه قوماندان زياته کړه چې طالبانو ياد شوي کسان افغان دولت او ناټو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي