کور / تازه خبرونه / دجانيخېلو ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ودانۍ جوړه سوه

دجانيخېلو ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ودانۍ جوړه سوه

د پکتيکا ولايت د جاني خېلو د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.


د پکتيکا سرپرست والي پاسوال نبي جان ملاخېل وويل چې دغه دواړه ودانۍ د ولايتي بيارغونې د امريکايي ډلې (PRT) په مالي مرسته د ١٩٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.


ملاخېل وويل : (( دغه کار د خلکو په عمومي روحياتو مثبت تاثير لري او له دې وروسته به يې  دفتري سيسټم سم شي))


د پکتيکا دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال فاروق سنګري وايي چې دغه دواړه ودانۍ په يو جريب ځمکه کې جوړې شوې دي .


د هغه په وينا، پکتيکا ټولې ١٨ رسمي ولسوالۍ لري ، چې د ٦ ولسواليو او امنيه قوماندانيو ودانۍ يې مخکې جوړې شوي، پر شپږو يې کار روان دى او د پاتې نورو د جوړولو کار به يې هم، په نږدې راتلونکي کې پيل شي