کور / تازه خبرونه / پوهاند احدي جمهوري رياست ته كانديد سو

پوهاند احدي جمهوري رياست ته كانديد سو

 


د افغانستان د ماليې وزير پوهاند ډاكټر انورالحق احدي د جمهوري رياست را روانو انتخاباتو ته د كانديدۍ اعلان كړى دئ.


پوهاند احدي چي د افغان ملت ګوند مشر هم دئ، د خپل ګوند په استازيتوب يې دې چوكۍ ته ځان كانديد كړى دئ.


د افغانستان په ولسي جرګه كي د افغان ملت ګوند غړي سيدهاشم پولاد د آزادۍ راډيو ته وويل پوهاند احدي پر ګوندي غړو سربېره د ډېرو افغان قومي مشرانو په غوښتنه دې پوسټ ته خپل نوم اعلان كړئ دئ.


ډاكټر احدي دوې مياشتي دمخه د افغانستان له ماليې وزارت څخه استعفاء وكړه، سره له دې چي ټينګار يې كاوه چي نور دې دندي ته دوام نه وركوي، خو د نا معلومو عواملو له كبله بيرته يې خپل كار ته دوام وركړ.


د سياسي او اقتصادي چارو عالم ډاكټر احدي تر حامدكرزي، رمضان بشردوست، فاروق نجرابي، مسعوده جلال او عبدالجبار ثابت راوروسته شپږم كس دئ، چي د جمهوري رياست انتخاباتو ته په رسمي توګه د كانديدۍ اعلان كوي.


خو پوهاند ډاكټر اشرف غني احمدزى، ډاكټر علي احمد جلالي، ګل آغا شېرزى او ډاكټر عبدالله عبدالله هم په را روانو انتخاباتو كي احتمالي كانديدان ګڼل كېږي.


د وروستيو څلورو كسانو په اړه داسي ګنګوسې هم خپرې سوي چي دوى د يوه ټيم غړي دي او د دوى تېرو فعاليتونو ته په پام سره پر ولسي ملاتړ سربېره د نړيوالي ټولني او په خاص ډول د امريكا د نوي ولسمشر باراك اوباما ملاتړ هم له ځان سره لري.